ایران کې یو ایران الاصله سویډنی اعدام شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران حکومت ایران الاصله سویډنی حبیب اسیود اعدام کړ. پر ښاغلي اسیود تور و، چې د ۲۰۱۸ کال خونړي برید کې یې لاس درلود.دا برید د ایران د پوځ د ګزمې پر کاروان شوی و.
حبیب اسیود د ایران په سویل لویدیځ خوزستان ولایت کې د یوې بېلتون غوښتونکې ډلې بنسټ ایښودونکی بلل کېده، چې د عرب لږکیو د خپلواکۍ غوښتنه یې کوله.
نوموړي له یوې لسیزې راهیسې په سویډن کې په جلا وطنۍ کې ژوند کاوه خو په ۲۰۲۰ کال کې ترکیه کې ایراني ا استخباراتو ونیو.
د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم وايي، حکومت یې له ایرانه غوښتي و، چې حبیب اسیود اعدام نه کړي.
نوموړی زیاتوی: "د مرګ سزا یوه ناانساني او نه جبرانېدونکې سزا ده. سویډن د اروپايي ټولنې له نورو غړو سره یوځای په هر حالت کې دا چاره غندي."
د ایران قضایه قوې اسیواد په دې تورن کړی و، چې د عربي لږکیو د خوځښت النضال مشري کوي.
ایران دغه خوځښت په ترهګریزو بریدونو تورن کړی دی.

د عکس سرچینه، SOPA Images
د تیلو بډایه سویل لویدیځ خوزستان ولایت کې عرب لږکي اوسېږي.
دغه عرب الاصله ایراني وګړي ادعا کوي، چې دوګونی چلند ورسره کېږي خو ایران دا ردوي.
ایران کې د دغې ډلې وګړو ته ورته نور لږکي، لکه کوردان هم په دې هېواد دوګونې چلند تور لګوي.
د ۲۰۱۸ کال برید کې وسله والو د پوځیانو په کاروان ډزې وکړې، چې د ولسي وګړو په ګډون ۲۵ کسان په کې ووژل شول.
د راپورونو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې کله چې اسیواد د یوې ښځې لیدو لپاره استانبول ته ورغی، د ایران پټو استخباراتي ځواکونو خپل هېواد ته وتښتاوه.
ایراني چارواکو د حبیب د نیولو په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره کړي.
څارنوالانو وايي، اسیواد له ۲۰۰۵ کال راهیسې په بریدونو کې یې لاس درلود.
دوی تور لګوي، د دغې ډلې نور مشران په ډنمارک، هالنډ او سویډن کې مېشت دي.

د عکس سرچینه، IRIB
همدارنګه د ایران حکومت ادعا کوي چې یادې ډلې سره سعودي عرب مالي او لوژیستیکي مرستې کوي.
د روان کال په لومړیو کې ایران او سعودي عرب له اوو کالو وروسته د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا رغولو هوکړه وکړه.
د ایران حکومت په وروستیو کلونو کې لسګونه ایرانیان چې دوه ګونی تابعیت یې درلود او یا یې هم په بهر کې دایمي استوګن ځایونه درلودل، د جاسوسۍ او ملي امنیت ته د ګواښ په تور ونیول.
د ایران قضایه قوه وايي، د روان کال له پیله تر اوسه دوه نور دوه ګوني تابعیت لرونکي کسان هم په اعدام محکوم شوي دي.
په جنورۍ کې، ایران ۶۱ کلن ایراني الاصله بریتانوی علیرضا اکبري وروسته له هغه اعدام کړ، چې بریتانیا ته د جاسوسۍ په تور محکوم شو خو هغه دا تور رد کړی و.
بي بي سي ته په یوه غږیز پیغام کې هغه ویلي و، شکنجه شوی او د کمرې مخې ته په هغو جرمونو اعتراف کولو ته اړ شوی و چې نوموړي نه دي کړي.

د عکس سرچینه، Mehr
د بريتانيا لومړي وزير ريشي سوناک وايي، د نوموړي اعدام يو "بې رحمه او بزدلانه کړنه" و چې د يوه "وحشي رژيم" له خوا وشوه.
په اپریل کې د ایران سترې محکمې د ۶۷ کلن ایران الاصله جرمن جمشید شرمهد ته د اعدام سزا تائید کړه.
نوموړی په دې تورن و، چې په ۲۰۰۸ کال کې په یوه جومات شوي خونړي برید کې یې لاس درلود.
جمشید پرې لګېدلی تور رد کړی و.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د هغه محاکمه "په پراخه کچه غیر عادلانه" وه او هغه شکنجه شوی و.
د بشري حقونو د سازمانونو په وینا ایران کې هر کال له چین پرته د بل هر هیواد په پرتله ډیر خلک اعدام کېږي.






