"ایران کې د اعدام سزا په یوه کال کې ۷۵ سلنه زیاته شوې"

اعدام

د عکس سرچینه، SOPA Images

د فرانسې ۲۴ راډیو د بشري حقونو د دوو ډلو له خولې ویلي، چې ۲۰۲۲ کال کې ایران کې د اعدامونو شمېر د تېر کال پرتله ۷۵ سلنه زیات شوی دی.

دغو ډلو ویلي، د ایران رژیم د هغو لاریون کوونکو د ډارولو لپاره چې حکومت یې ورته ولړزاوه د اعدام ماشین له چټک فعالیت څخه کار اخلي.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو ټولنې (IHR) او په پاریس کې د اعدام مخالفې موسسې (په ګډه د اعدامونو پر ضد ) یو ګډ رپوټ خپور کړی دی.

یاد رپوټ ښيي، چې تېر ۲۰۲۲ کال کې لږ تر لږه ۵۸۲ کسان اعدام شوي دي او دا د وړم کال (۲۰۲۱) پرتله چې ۳۳۳ کسان په کې اعدام شوي وو ډېر زیات دي.

Mahsa Amini

د عکس سرچینه، Mahsa Amini family

د عکس تشریح، ۲۲ کلنه مهسا امیني تهران کې د پولیسو بند کې په مرموز ډول مړه شوه

همدارنګه دوی وايي، دا د ایران د حکومت لخوا له ۲۰۱۵ کال راهیسې د کلونو ترمنځ په پرتلیز ډول د شویو اعدامونو شمېر ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې تر ټولو لوړ دی.

د یاد رپوټ له مخې د تېر کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د حکومت ضد اعتراضونه او د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته اعدامونه زیات شوي دي.

د اعدامونو په لړ کې د هغو څلور تنو لاریون کوونکو د اعدامولو سزا پراخ نړیوال غبرګونونه راوپارول، چې د ایران حکومت په ضد یې غږ پورته کړی و.

همدارنګه په ایران کې د ملي لاریونونو پر مهال د یوه حکومتي امنيتي کس د وژل کېدو په تور د دوو کسانو اعدامولو هم په ایران او نړۍ کې په پراخه کچه غبرګونونه وپارول.

یاد رپوټ په ډاګه کوي چې د لاریونونو له پيلېدو وروسته د نشه يي توکو په تړاو نیولو شویو کسانو ته د اعدام سزا ورکولو کې چټک زياتوالی راغلی او په دې اړه هم اندېښنې ښودل شوې دي.

A group of protestors
د عکس تشریح، د ایران ګڼو ښارونو کې د مهسا امیني وژنې پر ضد احتجاجونه

دوی ویلي، ۲۰۱۷ کال کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې قانون له تعدیلولو سره د نشه يي توکو په تړاو د نیول شویو کسانو د اعدامونو په شمېر کې کموالی راغلی و او دا کموالی تر ۲۰۲۱ کال پورې روان و.

د ایران د حکومت پر وړاندې د لاریونونو اوږدې او لوې لړۍ له پیل وروسته ۲۰۲۲ کال کې ۵۸۲ کسان اعدام شوي.

په دوی کې ۴۴ سلنه یې هغه کسان دي، چې د نشه يي توکو په تور نیول شوي وو.

دا شمېر په ۲۰۲۱ کال کې د ترسره شویو اعدامونو د شمېر دوه چنده او په ۲۰۲۰ کال کې د نشه يي توکو په تړاو د اعدامونو شمېر پرتله لس برابره لوړ دی.