بریتانیا ته د جاسوسۍ تور؛ ایران یو ايرانی-بریتانوی وګړی اعدام کړ
ايران کې دولتي رسنۍ وايي يو بريتانوی-ايرانی وګړی عليرضا اکبري اعدام شوی دی.
ښاغلی اکبري چې پخوا د ايران مرستيال دفاع وزير هم و، درې کاله مخکې ونيول شو، او بريتانيا ته په جاسوسۍ تورن شو.
د بريتانيا حکومت ويلي دا ګام د سیاسي محلوظاتو له مخې پورته شوی او له ځواب پرته به پرې نه ښودل شي.
ښاغلی اکبري ۶۱ کلن، د سمونپالو حکومت کې د ايران دفاع وزير علي شمخاني مرستيال او څه موده د ملي امنيت شورا سلا کار و.