د بشري حقونو ډلې وايي ایران کې اووه کسان اعدام شوي

اعدام

د عکس سرچینه، SOPA Images

ایران کې پر بشري حقونو د څار بنسټونو خبر ورکړی، چې لږ تر لږه اووه زندانیان نن د چهارشنبې په سهار (۲۰۲۳/۰۵/۱۰) قزلحصار کرج کې اعدام شول.

د اعدامونو دا سزا له پراخو نیوکو او د زندانیانو د کورنیو له اعتراضي غونډو سربېره عملي شوه.

د بشري حقونو د سازمان راپور ښيي، حسین پنجک، عبدالحسین امامی مقدم او بابک آقايي هغه درې کسان دي، چې د نشه یي توکو په تور په قزلحصار زندان کې اعدام شوي دي.

په ورته وخت کې ویل کېږي، چې څلور نور کسان هم په رجايي شهر زندان کې اعدام شوي دي.

بلخوا راپورونه دا هم په ډاګه کوي، چې د چهارشنبې پر ورځ ښايي له دې ډېر کسان اعدام شوي وي.

ایران کې د بشري حقونو د څار یوې ادارې د یادو اوو تنو اعدام تائید کړی دی.

د قضائیه قوې خبري څانګې د دریو تنو د اعدام د سزا په تړاو ویلي:

"د دریو تنو د اعدام حکم چې د نشه يي توکو د وېشلو کاروبار یې درلود له قانوني پړاو ترسره کولو وروسته نن سهار عملي شو."

ندامتگاه قزلحصار

د عکس سرچینه، UGC

د زندانیانو کورنیو، نړیوالو سازمانونو، سیاسي او ټولنیزو فعالانو د وروستیو اعدامونو په اړه سختې نیوکې کړې دي.

دوی د اعدامونو د شمېر د زیاتوالي په اړه هم اندېښنې ښودلې دي.

د اعدام په سزا د محکومو زندانیانو کورنۍ او خپلوان یې د سزا حکم د پلي کولو پر مهال د زندان مخې ته د اعتراض په ډول ورغونډ شوي وو.

په اعتراض کوونکو د ایران امنیتي کسانو اوښکې بهونکی ګاز وکاروه او هوايی ډزې پرې وکړې.