په سوریه کې د اسد رژیم له پرځېدو وروسته د عدالت او حساب ورکولو غوښتنې ډېرې شوې

په سوریه کې نویو واکمنو د بشار الاسد رژیم پر مهال شویو جرمونو په اړه د عدالت د پلي کېدو ژمنه کړې. خو په ښکاره دا یو سخت کار ځکه بلل کېږي چې د کورنیو جګړو پر مهال هر څوک په یوه نه یوه بڼه زیانمن شوي دي.
د بي بي سي خبریال سېباستین اشر په پلازمینه دمشق کې له داسې خلکو سره کتلي چې دوی ته د سوریې د ښه راتلونکي په اړه عدالت ته لومړیتوب ورکول او پلي کول یې تر ټولو مهم دي.
د دمشق په څنډو کې د دوما سیمې په یوه وړه کوټه کې چې د کورنیو جګړو له ډېرو زیانمنو سیمو یوه ده، ام مازېن د لاس په ګوتو هغه ۱۲ کاله شمېرل چې هره ورځ څنګه خپلو دوه زامنو پسې لالهانده وه.
دوی سوریه کې د کورنیو جګړو په لومړیو کلونو کې نیول شوي وو چې بیا یې کورنۍ ته هیڅ درک ونه لګېده.
اغلې مازېن څه موده وروسته د خپل مشر زوی د مړینې سند تر لاسه کړ خو د بل زوی ابو هادي یې هیڅ معلومات نشته.
د هغې دریم زوی احمد درې کاله په زندان کې تېر کړي چې له منځه یې اته میاشتې د وخت تر ټولو بدنامه سره سیاسي بندخونه کې ساتل کېده. هغه د داسې شیبو یادونه هم کوي چې په باور یې فکر کوي چېرې چې دی زنداني و هلته یې د یوې شیبې لپاره د خپل ورور غږ تر غوږو شوی و خو نور یې هیڅ نه دي په یاد.
خو پوښتنه دا ده چې ام مازین د خپلې کړېدلې کورنۍ لپاره څه ډول عدالت غواړي؟
هغه وايي " باید الهی عدالت وي او خدای دې مونږ ته عدالت نصیب کړي."
ام مازین زیاتوي " ځینې خلک مې ولېدل چې د اسد رژیم وسله وال ملاتړي یې تر مرګ تر بریده وهل."
" ما ورته وویل، دوی وژنی مه بلکې کټ مټ یې هغسې شکنجه کړئ لکه څه ډول یې چې زمونږ ځوانان شکنجه او کړولي دي.
" زما دوه ورک زامن ممکن وژل شوي وي خو زرګونه داسې ځوانان شته چې سخت شکنجه شوي دي."
"زه له خدایه غواړم چې بشار الاسد داسې ځای بند شي چې بیا یې هغه روسیه هم ونشي ژغورلی چې د ساتنې غېږه یې ورکړې."
"زه دا دعا کوم چې اسد د ځمکې لاندې داسې یوازې ایسار شي چې هیڅوک یې د پوښتنې نه وي لکه څنګه یې زمونږ ځوانان په خپلو زندانونو کې په بد وضعیت کې بې پوښتنې ساتل."

وکیل حسین عیسی د لسګونو هغو کسانو لپاره د عدالت غږ بدرګه کوي چې د اسد کورنۍ د واکمنۍ پر مهال په سیاسي جرمونو تورن دي.
هغه د خپل وکالت پر مهال د چارواکو له پرلپسې فشار سره مخ شوی خو توانیدلی چې په خپل استقامت ځینې خلک د امنیتي کسانو له ظلمونو وژغوري.
خو د هغو کسانو په حق کې د چا لخوا د څه کولو توان نه وو چې د ترهګرۍ ځانګړې محکمې ته ور پېژندل شوي وو.
که څه هم سوریه کې د کورنیو جګړو پر مهال د ترهګرۍ ضد دغه قانون یې چارې سختې کړې وې.
۵۴ کلن مدافع وکیل حسین عیسی سوریه کې د نظام له بدلون وروسته اوس پر دې باور دی چې ډیر هغه قاضیان او وکیلان باید له دندو لېرې او پر وړاندې یې قانوني چلند وشي چې د اسد له رژیم سره یې همکاري لرله.
تر کومه چې د پنځو لسیزو عدالت خبره کېږي په همدې مهال وکیل حسین عیسی دا د نویو واکمنانو پر وړاندې ننګونکی عمل ګڼي او د عدالت ټينګښت د نویو چارواکو تر ټولو مهم کار بولي.
هغه ټينګار کوي چې "که سیستم سم جوړ نه شي د نوي نظام راتلونکی به هم ډېر تیاره وي."
د ده په ټکو "نه پوهېږو دا به څومره بد تمام شي ځکه چې مونږ وار له مخه د ځينو کړیو او ډلو لخوا د ټکر او جګړو ویره لرو."
"خو که مونږ پیاوړی سیستم او غښتلی نظام ولرو بیا نو له داسې څه وېره نه پېدا کېږي."
له دې سره هغه نوي بدلون ته هیله من دی او وايي " که له مونږ سره پیاوړی سیستم نه وي نو مونږ به ډارېږو که څه هم په طبیعي بڼه زه خوشبینه یم او فکر کوم نوی رژیم به غوره څه کوي."

د سوریې په پلازمینه دمشق کې له هغه مهال راهیسې چې د اسد رژیم نسکور شو د عدلیې وزارت ودانۍ تر څو اوونیو تړلې وه.
دا مهال چې د مدني اوجزایې محکمو د خلاصېدو وېل کېږي، ډلې ډلې وکیلان په دهلېزونو او د محکمو شاوخوا ښکاري.
له دې سره د عدلیې مرستیالې وزیرې مېرمن ختام الحداد ویلي "د مدني او جرمي پېښو د څېړلو بهېر به ژر پیل شي خو د تېر رژیم جرمي قضیو ته سملاسي رسېدا نه کېږي."
دې په داسې حال کې چې له دوسیو ډک د څنګ بکس لېږداوه بي بي سي ته وویل چې نوموړې له "۲۰۱۳م کال راهیسې د قاضۍ په توګه کار کوي."
نوموړې په ۲۰۲۳م کال کې د عدليې وزارت مرستیاله وټاکل شوه او تر اوسه پر خپل ځای ده.
نوموړې وايي "زه په دې اړه شخصي مسئولیت احساسوم."
ځينې وکیلان بیا وار له مخه د انتقالي حکومت د چارواکو پر هغه اعلان اندېښمن دي چې وايي د وکیلانو پر کارونو د څار یوه شورا جوړوي، دا شورا له ټاکنو او رایه ورکولو پرته جوړېږي.
دوی په یوه اعتراضیه لیک کې اندېښنه ښودلې چې دا نوی جوړښت به د دوی د پخوانۍ ټولنې ځای ونیسي.
سوریه کې تر دې مهاله د ترهګرۍ ضد قانون په ګډون د پرځېدلي اسد د رژیم قوانین او قضایې جوړښت پر ځای پاتې دی.
خو دا به ډېر وخت ونیسي چې د پرځېدلي اسد رژیم په جرمونو تورن کسان محاکمه شي.
داسې مهال چې د ځينو خلکو لخوا د پخواني رژیم چارواکو سره د عدالت په نامه د ظلم او زیاتي ویډيوګانې خپرېږي د سوریې نویو واکمنو له خلکو غوښتي چې دوی دې په خپله خوښه قانون په لاس کې نه اخلي.
له سوریې د ځینو کسانو د نیولو او کورونو تلاشیو رپوټونه هم ورکول شوي او په دې لړ کې عراق او لبنان ته تللي ځینې کسان هم بېرته ستانه کړل شوي دي.
خو له دې ټولو سره دا مهمه پوښتنه پر ځای ده چې سوریه کې به قضایي سیستم چې له اوږدو راهیسې د جبر اله وه داسې تنظیم شي چې د ټولو ننګوونو ځواب ووايي؟
د دغې پوښتنې ځواب سملاسي سخت دی خو څه چې ګورو د سوریایانو هیلې دي، دا مهال یو زیات شمېر واړه زاړه سوریایان د دمشق لوړو غرونو ته د سړې او تازه هوا تنفس لپاره ځي چېرې چې لس کاله امنیتي ځواکونه ترې منع وو.
د اسد رژیم له نسکورېدو وروسته د سوریې په کافۍ ګانو او چای خونو کې هم خلک خپلې تېر تیاره یادونه او هم راتلونکي ته نوي هیلې لري داسې چې د عدالت ټينګښت، ځواب ورکول او حساب کتاب په کې مهم رول ولري.











