د سوریې نوي حکومت د ښونځيو نصاب کې څه بدل کړي او اندېښنې څه دی؟

سوریه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سوریې د یوه ښونځي ټولګی ۲۰۲۴ ډېسمبر

په سوریه کې دې ته اندېښنې په ډېرېدو دي، چې د اسلامپالو په مشرۍ د دغه هېواد نوي حکومت له ټولو غاړو سره له سلا مشورو پرته د ښوونځيو د نصاب بدلون پرېکړه کړې.

د لنډ مهالي حکومت د پوهنې وزارت د ښوونځي د ټولو دورو لپاره د نوي نصاب په اړه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکل کړي چې به وينا يې تر ډېره به یې بڼه اسلامي وي او دا چې د اسد واکمنۍ مهال ته په ټولو مضمونونو کې هېڅ اشاره نشته.

یو بل بدلون " د هېواد دفاع" پر ځای " د الله په لاره کې دفاع" شعار کارول شوی.

د پوهنې وزیر نذیز القادري دا بدلونونه لوی نه دي بللي او ټینګار یې کړی چې تر هغه چې د نصاب پلاوي او کمېټې خپل کار پیلوي هر څه به پرځای وي.

په وړاندیز شویو بدلونونو کې د ساینس له مضمونه د کایناتو د پیل په اړه د بېګ بنګ یا لویې چاودنې د نظریې ایستل دي، ورسره به د هغو معبودانو انځورونه هم درسي نصاب کې نه وي چې له اسلام وړاندې یې سوریه کې عبادت کېده.

سوریه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سوریې د پوهنې وزیر نذیز القادري

د ملکې زنوبیا د اتلولۍ کېسې چې د روم امپراتورۍ پر مهال د پالمیرا واکمنه پاتې شوې هم ډېرې مهمې نه دي ګڼل شوي.

د اسد واکمنۍ ته خو په نصاب کې هېڅ نه دي ورکړل شوي او هغه ټول عربي شعرونه له کتابونو لرې کړل شوي چې بشارالاسد او د هغه پلار حافظ الاسد پکې ستایل شوی و.

القادري په یوه ویناپاڼه کې ویلي، "له ښوونیز نصابه یوازې د اسد رژیم د ستایونکې منځپانګې د لرې کولو امر شوی او دا چې د سوریې د پاڅون بیرغ دې په ټولو کتابونو کې وستایل شي."

د پوهنې وزیر دا هم وویل هغه " ناسمه منځپانګه" هم سمه شوې چې د اسلامي زده کړو اړوند نصاب کې وه.

د سوریې یو شمېر خلکو د دغو بدلونو هرکلی کړی.

خو دې ګامونو د هغو مدني فعالانو په منځ کې اندېښنې راپورته کړي چې ډېر یې څو کاله وروسته په لومړي ځل سوریې ته ستانه شوي.

له دوی سره وېره دا ده چې ګواکې نوي واکمن به د وخت په تېرېدو د دوی او د سوریې د نورو ډلو او ټولنو خبرې له یوې مخې له پامه غورځوي.

وار له مخه لا د ښونځیو د نوي پیل په ورځ دا تېره اونۍ د لاریونونو د راوتلو غږ شوی.

فعالان غواړي روښانه کړي چې د ټولو ټولنو له سلا او همغږۍ پرته به په پوهنیزه اډانه او په نورو دولتي ادارو کې د اوسني انتقالي حکومت د خپلسرو بدلونو پر وړاندې غږونه پورته کوي.

نوي واکمن تر ډېره د ملي خبرو اترو او راټولېدنو خبره کوي. چارواکي له عیسوي مذهبو، کرد ټبرو، پوهانو او د هنرمندانو په ګډون د ټولنې د بېلابېلو برخو له استازو سره ناستې کوي.

پیغام یې دا دی چې دوی غواړي د سوریې د ښه راتلونکي لپاره ټولې ټولنې او برخې سره همغاړې کړي.

خو فعالان وايي د ښوونیز نصاب یو اړخیز بدلون د همغاړیتوب او یووالي ژمنې ننګوي او دا چې دوی به د ازادیو او حقونو لپاره له همدې پیله ټینګ درېږي، ځکه چې د بشار الاسد د رژیم پرځېدو دا شونتیا په لاس ورکړې ده.