ځانګړی راپور: روسيه سوريه کې نوي نظام لپاره څه وړاندې کولی شي؟

سوریه
    • Author, ګرېګور اتانيشن او بي بي سي روسي

احمد طه د دمشق شمال ختيځ شپږ کيلومترۍ دوما ښارګوټي کې د سوریې پاڅونوالو يو مخکښ قوماندان دی. دی وايي "دلته د روسيې جرمونه په خبرو نه شي څرګندېدی، دا له څرګندونې لوړ جنایت و".

دا خبره یې داستوګنې له ودانيو يوه ډکه کوڅه کې وکړه، چې ډېرې يې په کنډوالو اوښتې دي.

د دوما سيمه يو وخت يو غوړېدلی ځای و، ځکه د يوې داسې سيمې مرکز بلل کېږي، چې د دمشق لپاره د ډوډۍ په ټوکرۍ پېژندل کېږي. خو د سوريې کورنۍ جګړې پر مهال چې ۱۴ کاله روانه وه، د سختو نښتو ترڅ کې یې ډېرې برخې اوس کنډوالې شوې دي.

استوګونيزې مېنې، او ښوونځي په بشپړ ډول په کنډوالو اوښتي دي، او ويل کېږي، ډېره ويجاړي يې چې دې سيمه کې پېښه شوې، د روسيې هوايي ګوزارونو له امله وه.

له جګړې مخکې طه يو ملکی وګړی و، د ايجارې چارو کې بوخت و او سوداګري يې کوله. خو ۲۰۱۱ کال کې یې چې د سوریې نظام دوما کې سوله ييز احتجاجونه په وحشتناک ډول وځپل، وسلې ته لاس کړ، او بيا دغه ښارګوتي کې د مخالفو وسله والو يو مشر شو.

کله چې د "جيش الاسلام" په نامه اسلامي ټلوالې پر دې سيمې ولکه وکړه، طه یې د مشرتابه له منلو ډډه وکړه، او په برابر ډول هم د واکمن نظام او هم د دغې وسله والې ټلوالې مخالف شو.

BBC
د عکس تشریح، ځينې راپورونه وايي احمد طه د ترور څلورو هڅو سره مخامخ شوی او مشر زوی یې وژل شوی

په ۲۰۱۸ کال کې، له پنځه کلنې وحشتناکې کلابندۍ وروسته چې، د سوریې پوځ پر دې سيمې لګولې وه، پاڅونوال پای کې پر دې سلا شول، چې د خوندي لارې برابرۍ بدل کې له دې سيمې شمال لور ادلب ته ووځي. دوما کې د جوړجاړي ضمانت په توګه، د روسیې پوځي پوليس ځای پر ځای شول. دغه وخت کې، د ښارګوټي له ۴۰ سلنې زیاته برخه ويجاړه شوې وه، پر دې سربېره استوګن یې د خوراکي توکو له سخت کموالي کړېدل.

دوما کې بېرته خپلې مېنې ته ستنېدا

له شپږو کلونو لرې والي وروسته، طه اوس بېرته دوما کې خپل کورته ستون شوی دی. ستنېدا یې له هغه ناببره يرغل وروسته شونې شوه، چې د ۲۰۲۴ کال نومبر پای او ډېسمبر لومړیو کې د احمد الشرع او د ده د هيئت تحرير الشام ډلې په مشرۍ مخالفو وسله والو ډلو پيل کړی و.

داسې حال کې چې خپل زاړه مرسيډیس ګاډي کې یې د ښار بېلابېلو برخو کې چکر راکاوه، روښانه برېښده چې ژوند په ريښتيا هم دوما ته په ستنېدو دی.

د مرکزي جومات شاوخوا لارو کوڅو کې، پلورنځيو، دوکانونو او د مېوو او سبو بازار کې د پېروپلور زوږ روان دی.

داسې حال کې چې د پېرودونکو او سوداګرو ګڼې ګوڼې کې وړاندې روان وو، د سيمې خلکو د پوښتنو او يا هم له احمد طه سره روغبړ لپاره درولو.

BBC
د عکس تشریح، داسې ښکاري دوما کې ژوند بېرته طبيعې بڼې ته په ستنېدو دی

طه راته ويل "د روسيې، او هم د نظام او ټولو هغوی زور سره سره چې ملاتړ يې کاوه، موږ خپل ټاټوبي ته ستانه شوو"، او پر دې يې پوره ټینګار سره ويل، سوريه کې بايد ټول پاتې روسي ځواکونه له دغه هېواده ووځي.

ده زياته کړه "روسیه زموږ لپاره يو غليم دی".

د دمشق لارو کوڅو کې چې تر ډېره ګڼ شمېر سوريانو سره مخامخېږي، د روسيې په اړه له طه سره ورته نظرونه شریکوي.

BBC
د عکس تشریح، پر دوما يو شمېر کيمياوي بریدونه وشول او جګړه کې یې ودانۍ او ښوونځي په بشپړ ډول کنډوالې شوي

د اسد نظام له پر ځېدو اوونۍ وروسته هم دا ښار د خوښۍ او ښادۍ احساس کوي. د دريو ستوريو بيرغ چې مخالفانو پورته کړی و، او يو وخت د شلمې پېړۍ دېرشمو کلنو کې له فرانسې د خپلواکۍ اخيستو مبارزې نښه و، نن سبا هر ځای رپېږي.

اموي جومات کې د جمعې لمانځه لپاره ګڼه ګڼه ده، دا ديني مراسم، د اسد رژيم د پای په اونيزه لمانځنه اوښتي. د جومات پرانيستی انګړ له خلکو ډک دی، چې د اتمې پېړۍ په سره اوبدل شوو نقاشيو سینګار شوی دی. د دمشق نارينه او ښځينه او ډېر نور هغوی چې د دغه هېواد له بېلابېلو برخو راغلي او هم بهرنیان، په پوره آزدۍ سره ګډ راغونډ دي.

ابو هشام مو وليد چې د سوریې منځ کې له حما له خپلو ملګرو سره دغو لمانځنو کې ګډون لپاره راغلی دی.

دغه سړي راته ويل "روسان مو هېواد ته راغلل، زورواکانو، ظالمانو او يرغلګرو سره یې مرسته کوله".

د روسیې په اړه د مسيحيو لږکيو احساس

BBC
د عکس تشریح، د سيريانۍ ارتودوکس کليسا پېټريارک اغناطیوس دوهم افرام بي بي سي سره خبرو کې

سوريه کې د مسيحيانو فرقو مشران، چې روسیې یې د ساتنې ټټر وهلی و، وايي دوی د مسکو له لوري د وړاندې شوې مرستې ډېره کمه برخه ليدلې ده.

د سريانۍ ارتودوکس کليسا پېټريارک اغناطيوس دوهم افرام سره مو مرکه وکړی شوی. ده مو د باب توما منځ کې د سېنټ جورج کتيدرل کلیسا کې هرکلی وکړ. دا دمشق کې د مسيحاينو يوه زړه ناحيه ده. کليسا لويه خو په نوې کلاسيکه بڼه يوه ساده ودانۍ ده. د پاسه پرې صليب او يو روښانه رسم کاږل شوی، چې سېنټ جورج په کې د ښامار پر وړاندې مبارزې حال کې ښکاري.

د سوريې دغه پېټريارک ویل "پخوا مو د روسیې يا بهرنۍ نړۍ کوم بل چا له لوري د ملاتړ ترلاسه کولو کې کومه تجربه نه وه، روسان دلته خپلو ځانګړو موخو ته رسېدو لپاره راغلي وو".

د باب توما څنډو کې، د مسيحيانو اختر سينګارونه خپاره دي، سره له دې چې د لمانځنو موسم تياريانو لګښوتونه د ډېرو اروپاييو هېوادونو پرتله خورا کم ښکاري. کاتوليک مخکښان، داسې حال کې چې په ګلانو پوښل شوې نېکتايانې یې تړلې، چندې ټولوي.

سامر د خپلې مشهورې ډوډۍ پلورلو لپاره ولاړ دی. دا ډوډۍ دې سيمه کې چې د کليساوو انګړونه يې د کرېسمېس په ونو سينګار شوې، دینې مراسمو کې کارېږي.

دلته يو رستورانت چې "لاکاپيټل" نومېږي، ناست کسان په کې يوازې مسيحيان نه دي. داسې نجونې هم ليدلی شې، چې حجاب او پړوني یې پر سر دي، او د داسې يوې روښانه لوحې مخکې "سېلفيانې" اخلي چې "نېکمرغه کرېسمېس" پرې لیکل شوي، او پر يوه لويه هنداره ځوړنده ده.

له دې سره سره، د لمانځنو دغه چاپېریال تر شا ژور داغونه هم پټ دي.

په ۲۰۱۱ کال کې د کورنۍ جګړې پیل کې، سوريه کې د مسيحيانو شمېر ۱،۵ ميليون اټکلېده. خو اوس یې د مسيحيانو سازمانونه شمېر ۳۰۰ زره اټکلوي. او دا یې دغه هېواد کې د شمېر خورا لوی کموالی دی.

دا کموالی يې جګړې ته د روسیې له رادانګلو سره سره راغلی دی. پتېيل شوې وه د روسیې مداخله سوریه کې د لږکیو ساتنې لارې چارې برابرې کړي، خو د دغه حالت له مخې باب توما کې ډېر ورسره د خيانت احساس کوي.

يوه یې ويل "کله چې لومړیو کې روسان راغلل، ويل يې (ستاسې لاسنيوي لپاره راغلي يوو)، خو زموږ سره د مرستې پر ځای یې د سوریې ويجاړي زیاته کړه".

BBC
د عکس تشریح، د نظام بدلون د کورنۍ جګړې سملاسي پای معنا نه لري، خو د سوریې ځوانان د دايمې سولې ټينګښت هيلمن دي

اوسنی حالت روسيې لپاره په څه معنا؟

نو سوریه کې دا ټول راټوکېدلی حالت او هم یې پر مديترانې سمندرغاړي د طرطوس سمندري او حميميم هوايي اډو برخليک، چې د ۴۹ کلونې ايجارې تړونونو له مخې د مسکو تر واک لاندې دي، د روسیې لپاره څه معنا لري؟

د دوما وسله والو مخالفانو ليکو مشر احمد طه راته ويل، د هغې کرکې سره سره چې د روسيې پر وړاندې یې احساسوي، دی پر دې اړتیا پوهېږي، چې سوریه کې یې بايد لنډمهالي مشران مسکو سره د خپل هېواد راتلونکو اړيکو په اړه څنګه په سټراټيژيک ډول حالت وانګېري.

د سوریې نوي مشر احمد الشرع، له بي بي سي سره خپله لومړۍ مرکه کې چې د ډېسمبر پر ۱۸ مه یې کړې وه، له روسيې سره اړيکي "سټراټيژيک" وبلل.

د روسيې بهرنیو چارو وزير سرګی لافروف چې کله خبرې کولې د همدې وينا کارولو ته مخه کړه، او ويل یې "مناسبه ده دې اشاره وشي، چې د سوریې نوې ادارې مشر احمد الشرع، چې دا څه موده مخکې يې بي بي سي سره خبرې کولې، له روسیې سره د سوريې اړيکي پخواني او سټراټيژيک وبلل. او موږ ورسره همنظري يوو. موږ د سوريې ملګرو سره ډېرې ګډې ګټې لرو".

د سوریې پوځي څېړونکی ترکي الحسن چې، د سوریې د پوځ کورناستی لوامشر دی، او له اوږدې مودې یې روسيې سره د هېواد اړيکي څاري، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو سره په تړاو عملي تګلوری غوره کوي.

دمشق کې یې استوګنیزه سيمه کې د کور دېوالونه د کتابونو پر رفکونو پوښل شوي، او روښانه برېښي چې نظر یې د اوسنيو خبرونو له اجنډا نه، له تاريخه اغېزمن شوی دی.

BBC
د عکس تشریح، پوځي کارپوه ترکي الحسن پر دې نظر دی، چې د روسیې او سوريې ترمنځ بايد تر يوې کچې اړيکه وي

الحسن راته روښانوله، چې مسکو سره د سوريې پوځي همکاري د اسد له نظامه ورهاخوا مخينه لري، او وايي "د سوريې پوځ يې له جوړښت راهيسې د ختيځ، په تېره بيا د شوروي اتحاد پر وسلو سمبال و. او اوس يې وسلې له روسیې سمبالېږي".

دا خبره دا راپه يادوي، چې د وسلو ټولې وسيلې او سيستمونه چې نن یې د سوریې پوځ کاروي، يا د شوروي زمانې او يا هم د اوسنۍ روسیې توليد دی.

د ۱۹۵۶ نه تر ۱۹۹۱ کال پورې موده کې سوریې له مسکوه، ۵۰۰۰ ټانکونه، ۱۲۰۰ جنګي الوتکې، ۷۰ بېړۍ او ډېر نور سيستمونه او نورې وسلې تر لاسه کړې وې، چې د روسيو ارزونو له مخې يې ټولټال ارزښت له ۲۶ ميليارډ ډالرو اوښت.

د شوروي اتحاد تر نړېدو پورې يې له نيمو ډېرې پیسې نه وې ورکړل شوې، خو په ۲۰۰۵ کال کې ولسمشر ولادیمير پوتين، د دغه پور ۷۳ سلنه برخه لغوه کړه، او بيا هم روسیې دمشق ته د وسلو ورکړې بهير همداسې روان وساته.

ترکي الحسن وايي، د نوې سوریې پوځ بيا جوړښت يا يې په بشپړ ډول له سره په وسلوسمبالونه غواړي او يا هم دا چې د روسيې له لوري د وسلو پر ورکړې پرله پسې تکيه وشي. د همدې خبرې له مخې بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ د يو ډول اړيکو شتوالی وي.

سوريه کې د روسیې دواړې پوځي اډې دوه بنسټیز محورونه هم جوړوي، چې له مخې یې د افريقا ټولو برخو، په تېره بيا ليبيا، د مرکزي افريقا جمهوريت، مالي او بورکينا فاسو کې د مسکو شتوالي پايښت لپاره ملاتړ برابروي.

BBC
د عکس تشریح، سوريه له لسيزو راهيسې په بنسټیز ډول د خپل پوځ سمبالولو کې پر روسۍ وسلې تکيه کوي

داسې حال کې چې د سوريې وګړي هيله لري هېواد کې يې غليمانه چاپېريال پای ته ورسي، ځينې باور لري چې د روسيې شتون دوام ښايي د دوی هېواد کې د سولې ساتنه کې مرسته وکړي.

د ارتودوکس سريانيانو پېټريارک اغناطيوس دوهم افرام بي بي سي سره خبرو کې ويل "دلته د روسانو هرکلی کوو، چې دولت مو ځواکمن وساتي، او پوځ مو پياوړی کړي".

د سوریې پوځي کارپوه بيا پوښتل "روسيه نوي نظام ته څه وړاندې کولی شي؟ او نوی نظام د سياسي پوځی همکارۍ برخه کې څه کولی شي؟"

ده ټينګار کاوه، دغو پوښتنو ته ځوابونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو اړيکو بڼه ټاکي.