پنځه لاملونه چې له کبله یې د سوریې جګړې پای ته رسېدل سخت شوي

Two men in camouflage are seen from behind, tearing down a banner of Syria's President Bashar al-Assad.

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock

د عکس تشریح، څارونکي وايي، د بشار الاسد حکومت مخالفانو له ډېر مقاومت پرته پر حلب ښار ولکه ټینګه کړه.
    • Author, لوئس باروچو
    • دنده, بي بي سي نړیواله څانګه

په سوریې کې د بشار الاسد حکومت مخالفو وسله والو پراخ بریدونه پیل کړي او هغه فکر یې ناسم ثابت کړی، چې ګواکې په سوریه کې جګړه عملا پای ته رسېدلې ده.

د هيئة تحرير الشام وسله والې ډلې په مشرۍ دا بریدونه د دې لامل شوي، چې وسله وال د سوریې دویم لوی ښار حلب ونیسي او حکومتي ځواکونه له دې ښاره په شا شي. همدا بریدونه د دې لامل شول، چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې لومړی ځل په سوریه کې مېشت روسي هوايي ځواکونه په حلب سیمه کې بمبارۍ وکړي.

د سوریې جګړې له پیل نژدې ۱۴ کاله وروسته له دې بریدونو سره داسې اندېښنې راپورته شوې دي، چې کېدای شي د سوریې جګړه بیا پراخه شي. له ۲۰۱۸ کال راهیسې سوریه پر درېیو برخو وېشل شوې ده، چې یوه یې د بشار الاسد مستبد حکومت، بله یې د وسله والو کردانو او درېیمه برخه یې د اسلامپالو یاغیانو تر کنټرول لاندې ده.

دلته پر هغو پنځو لاملونو غږیږو، چې له کبله یې د جګړې پای ته رسېدل ستونزمن ښکاري.

بهرنۍ ګټې

رپوټونو کې ویل شوي، وسله والو یاغیانو پرلپسې پر حلب هوايي ډګر او شاوخوا لسګونو ښارګوټو ولکه ټینګه کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رپوټونو کې ویل شوي، وسله والو یاغیانو پرلپسې پر حلب هوايي ډګر او شاوخوا لسګونو ښارګوټو ولکه ټینګه کړه.

سوریه د تربګنۍ پر نړیوال ډګر بدله شوې او په دې هېواد کې له یوه بل سره سیالي کوونکي قدرتونه وسله والو ډلو ته د مرستې ورکولو له لارې په خپلو ستراتيژیکو ګټو پسې ګرځي. هغه وسله والې اپوزېسیون ډلې چې مرکزیت نه لري، سعودي عرب، ترکیه او امریکا ورسره مرستې کوي، د بشار الاسد حکومت ننګوي. خو د سوریې حکومت توانېدلی د ایران او روسیې له کلک ملاتړ سره ځان وساتي.

د کړکېچ له پراخېدو سره د اسلامي دولت نومې ډلې او القاعده په څېر سخت دریځې جهادي ډلې هم په دې جګړه کې ښکېلې شوې او له دې سره په نړیواله کچه اندېښنې ډېرې شوې. په دې جګړه کې د سوریې کردانو ښکېلتیا چې د امریکا په ملاتړ غواړي خپلې سیمو کې خپلواکي ولري، دا کړکېچ لا پېچلی کړ.

که یو لور ته ایران او روسیه د بشار الاسد حکومت په ژغورنه کې مهم او مرکزي لور لري، نو بل پلو ترکیه له یاغي وسله والو سره د دې لپاره مرستې کوي، چې په شمال کې خپله پوله خوندي وساتي.

په ۲۰۲۰ کال کې ترکیې او روسیې په ادلیب سیمه کې د اوربند لپاره منځګړیتوب وکړ او ګډې ګزمې یې کولې، خو بیا هم په ځینو مواردو کې دا اوربند ماتېده. د دې اوربند له کبله په پراخه کچه د جګړې مخه ونیول شوه، خو د سوریې حکومت و نه شو کولای بېرته هغه سیمې ونیسي، چې له کنټروله یې وتلې وې.

اوس بیا یاغیان پر هغه نسبتاً کمزوري حکومت بریدونه کوي، چې متحدین یې په نورو کړکېچونو کې ښکېل دي.

په ملبرون پوهنتون کې د سیاسي علومو ماهر ډاکتر سایمن فرانکیل پرات په دې هکله وايي:

''اسد رژیم تر ډېرو کلونو پورې په کامیابۍ سره د ملاتړ پر بهرنیو ستنو تکیه کوله. خو د اسرائیلي ځواکونو د بمبارۍ له کبله د حزب الله ځپل کېدل او دغه راز په اوکرایین کې د جګړې له کبله د روسیې سرچینو ګډوډي او هلته لګېدل د دې لامل شول، چې اسد حکومت یوازې پاتې شي. همدا د ایچ ټي اېس لپاره یو فرصت شو، چې ناڅاپه سره راټول شي او د سیمو کنټرول ترلاسه کولو لپاره بریدونه وکړي.''

نوموړی زیاتوي، ''د جګړې بیا پېلېدل په شمال کې د یو شمېر کورنیو بې ثباتیو، چې هېڅکله په بشپړ نه دي حل شوې او دغه راز د هغه بهرني ملاتړ کمېدل یا له منځه تللو یوه ګډوله ده، چې اسد پرې تکیه کوله.''

نقشه

اقتصادي ځوړتیا او بشري کړکېچ

په دا وروستیو ورځو کې په ادلیب کې پر ایچ ټي اېس وسله والو هوايي بمبارۍ د ملکي خلکو ټپي کېدو لامل شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دا وروستیو ورځو کې په ادلیب کې پر ایچ ټي اېس وسله والو هوايي بمبارۍ د ملکي خلکو ټپي کېدو لامل شوې.

په سوریه کې د کلونو اوږده جګړه د دې لامل شوې، چې د دې هېواد اقتصاد وځپل شي، اډانه یا زېربنا یې له منځه لاړه شي او له همدې کبله میلیونونه خلک په خورا ناوړه وضعیت کې ژوند کولو ته اړ شي. له همدې کبله یو داسې بشري بحران پیدا شوی، چې د حل لپاره هېڅ یوه څرګنده تګلاره نه معلومېږي.

ملګري ملتونه وايي، د جګړې له پیله مخکې چې د سوریې ټولټال نفوس ۲۲ میلیونه شمېرل شوی و، د هغه نفوس نیمايي وګړي بې ځایه شوي دي. له دې نه شپږ اعشاریه اته میلیونه کسان په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي او تر دوو میلیونو پورې په داسې پنډغالو کې ژوند کوي، چې له سختې ګڼې ګوڼې ډک دي او د بنسټیزو اړتیا وړ توکو ته پکې لاسرسی خورا محدود دی. د سوریې شپږ میلیونه وګړي بیا له هېواده بهر ته تښتېدلي، چې ډېری یې لبنان، اردن او ترکیې ته تللي، چې ټولټال د پنځه اعشاریه درې میلیونو کډوالو کوربتوب کوي.

په سوریې کې د ورلډ ویژن ادارې مشر ایمانویل ایش وايي: ''وضعیت ښه نه دی، په بېلا بېلو سیمو کې نښتې روانې دي او له همدې کبله په هېواد کې دننه د بې ځایه شویو خلکو شمېر ډېرېږي. خلک یو او بل لور ته تښتي، زموږ د اندېښنې یو اړخ دا دی، چې د سوریې په شمال کې وار له مخه دوه میلیونه خلک په کمپونو کې دي او ځینې (نوي) بې ځایه شوي خلک هم د مرستو ترلاسه کولو په تمه هماغو سیمو ته ځي، خو هلته وضعیت داسې نه دی، چې نور بې ځایه شوي خلک پکې ځای شي.''

تر ۲۰۲۳ پورې او د نویو نښتو له پیل مخکې په سوریه کې ۱۵ اعشاریه درې میلیونه خلک بشري مرستو ته اړ و، چې ریکارډ لوړه کچه ده او دغه راز ۱۲ میلیونه کسان بیا د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخامخ وو. د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې بیا د ترکیې ګازیانتیف سیمې ته نژدې زلزلې وضعیت لاپسې ناوړه کړ، چې په سوریه کې یې له کبله ۵۹۰۰ کسان ووژل شول او ټولټال یې اته اعشاریه اته میلیونه کسان اغېزمن کړل.

اقتصادي ګټې، پر مهمو سوداګریزو لارو او د نفتو استخراج پر مرکزونو د کنټرول ترلاسه کولو هڅې بیا د خپلمنځي جګړو او نارضایتۍ ډېرېدو لاملونه شول.

نقشه

مستبد حکومت

Syrian President Bashar al-Assad, dressed in an all-blue suit, attends the Arab League summit

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د چارو یو شنونکی وايي، اسد رژیم د واک پر سر جوړجاړي ته چمتو نه دی او وسله وال مخالفان یې د پرځولو لپاره پرلپسې جګړه کوي.

دواکمني ساتنې لپاره پر زور او تاوتریخوالي د اسد رژیم حکومت تکیه کولو هم وضعیت لا پسې ناوړه کړی دی. د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې چې په ۲۰۲۱ کال کې خپور شوی، ښيي چې حکومتي ځواکونو د تاوتریخوالي په پراخو پېښو کې لاس درلود، چې د کیمیاوي موادو بریدونه، پر بشري مرستو محدودیتونه، پر ګڼ مېشتو سیمو هوايي بمبارۍ او د بېلابېلو سیمو داسې محاصرې په کې شاملې دي، چې له کبله یې اوسېدونکي لوږې ګاللو ته اړ شوي دي.

د اروپايي شورا بهرنیو اړیکو منځني ختیځ او شمالي افریقا څانګې مشر جولین بارنیس – ډاکې وايي، ''استبداد د دې جګړې په محور کې دی. اسد رژیم پرلپسې د واک په شراکت او یا واکمني له جوړجاړي انکار کړی دی.''

د ملګرو ملتونو اټکل له مخې تر ۲۰۲۲ کال پورې په سوریه کې د جګړې له کبله ۳۰۶۸۸۷ کسان وژل شوي او زرګونه نور بیا د لوږې، ناروغیو او روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي له کبله محو کېدو ته نژدې شوي دي.

د منځني ختیځ امنیت په هکله د شاهي خدمتونو انسټیټیوټ فکري مرکز، چې مرکز یې په بریتانیا کې دی، یو ماهر بروکیو اوزکیلېک وايي، ''د رژیم ټوله توجه د حکومتولۍ پر ځای پر ځان ژغورنې ورټوله ده.''

وېشلې ټولنه

A birds-eye picture of Aleppo with black smoke rising above the city.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وسله والو یاغیانو په دا وروستیو کې پر حلب ښار بریدونه وکړل او اوس یې کنټرول ترلاسه کړی دی.

بارنیس – ډاکې وايي، ''په داسې حال کې چې سیاسي لوري د جګړې مخکښان دي، له دې هم انکار نه شي کېدای چې خورا غښتلي فرقه ییز اختلاف هم تر اوږده مهاله مهم رول لرلی دی.''

په ختیځه سوریه کې هغه سیمې چې اکثریت اوسېدونکي یې کردان دي، د جګړې له لومړیو کلونو راهیسې د حکومت له کنټروله بهر دي. بل لور د سوریې په سارايي سیمو کې د داعش ډلې ځینې وسله وال لا هم شته، چې په ځانګړې توګه د خوراک یو ډول مرخېړیو په موسم کې چې خلک یې په راټولولو پسې سارا ته وځي، ملکي خلکو ته ګواښ جوړوي.

په شمال لوېدیځ ادلیب کې بیا هغه مهال ګڼ شمېر یاغي وسله وال یو ځای شول، چې جګړه اوج ته رسېدلې وه او ایچ ټي اېس بیا چې د دې ډلو مشري کوي، پر سیمه واکمنه هم ده. د بېلابېلو وسله والو ډلو تر منځ خپلمنځي شخړو وضعیت لاپسې پېچلی کړی دی. د هغې ډلې په ګډون چې د ترکیې ملاتړ ورسره دی، ځینو ډلو د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي ایف) سره نښتې کړې.

دا هغه ډله ده، چې ډېری غړي یې کردان او د خلکو خوندیتوب ډلګیو (وای پي جي) اړوند دي. ترکیې دا ډله د یوه ترهګر سازمان په نوم پېژندلې ده. له هغه لږ وروسته چې اېچ ټي اېس بریدونه پیل کړل، د ازادې سوریې پوځ په نامه ډلې چې د ترکیې ملاتړ له ځان سره لري وویل، چې د ښار په شاوخوا سیمو کې یې ځینې کلي نیولي دي.

د یادونې ده، چې دا سیمې د سوریې حکومتي ځواکونو په کنټرول کې نه وې، بلکې د اېس ډي ایف وسله والو په ولکه کې وې، چې له کبله یې د دې جګړې تیت او پرک او څو اړخیزه بڼه راڅرګنده شوه.

ناکامه نړیواله دیپلوماسي

Rescue workers wearing white helmets and yellow jackets stand in a street covered in grey rubble, near a car engulfed in red flames. The air is full of smoke.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په سوریه کې د مرستندویانو یوه شبکه چې په سپین خولیو مشهور دي، په ادلیب کې له بمبارۍ وروسته د مرستې په چارو بوخت دي.

د مهمو رول لرونکو اړخونو تر منځ د اجنډا پېچلتیا له کبله د ملګرو ملتونو په مشرۍ د سولې خبرې ډېری مهال ناکامې شوې دي. ماهرین وايي، مهم اړخونه د جوړجاړي پر ځای ډېری مهال خپلو ستراتېژیکو هدفونو ته لومړیتوب ورکوي، چې له کبله یې تلپاتې حل ته لږ ځای پاتې کېږي. بارنیس - ډاکې په دې هکله وايي:

''ټول محرکات پر خپل ځای پاتې دي. په داسې حال کې چې اسد رژیم د واک پرېښوولو یا جوړجاړي لپاره چمتو نه دی، وسله وال مخالفان یې پرلپسې هڅې کوي، چې حکومت نسکور کړي او په هېواد کې خپل ځای وساتي.''

فرانکیل – پراټ په دې هکله زیاتوي:

''په سیمه کې نور هېوادونه بیا ځکه زړه، نازړه دي، چې دا څرګنده نه ده، څنګه حل به راوځي. زړه نا زړه هېوادونه محافظه کاري کوي. د بېلګې په توګه موږ ښايي د ایران او خلیجي هېوادونو تر منځ موقتې هوکړې ووینو، چې یو ډول ثبات راشي، یا دغه راز ښايي د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا ښايي د بهرنۍ پالیسي محافظه کاره خوځښتونو بېلګې ووینو.''

ځینې ماهرین بیا د ډونلډ ټرمپ حکومت پر مهال د امریکا یو بل اړخ ته لېږدېدونکې پالیسو ته هم اشاره کوي. د بېلګې په توګه رپوټونو کې ویل کېږي، چې ترکیې د ولسمشر په توګه واک ته د ډونلډ ټرمپ له رسېدو مخکې د خپل دریځ پیاوړي کولو لپاره د یاغیانو د وروستیو بریدونو ملاتړ کړی، چې په دې هکله د روسیې او امریکا په احتمالي خبرو کې ځای ولري.

بارنیس ډاکې بیا په دې هکله وايي، چې د منځني ختیځ په هکله تر اوسه د ټرمپ ادارې دریځ څرګند نه دی.

''له ټرمپ سره یوه داسې څانګه شته، چې په منځني ختیځ کې د اسرائیل پلوه او ایران ضد پالیسي پلویتوب کوي او بله ډله بیا ګوښیتوب او له منځني ختیځه د امریکا بشپړ وتل غواړي. خو دا معلومه نه ده، چې ټرمپ به د ایران په نښه کولو پالیسي پر مخ بیايي، که به د امریکا له منځه وتلو پالیسي تعقیب کړي او سیمه ییز قوتونه به پرېږدي چې په خپلواکه توګه خپل کړکېچ حل کړي.''