سوريه وايي له روسيې سره په ګډو عملياتو کې يې لسګونه وسله وال وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوریې دفاع وزارت ویلي ځواکونو یې د روسیې له هوايي ځواک سره په ګډو عملیاتو کې لسګونه وسله وال وژلي دي.
د یاد وزارت له خوا خپاره شوي بیان کې راغلي چې دا هوايي عملیات د حلب ښار په څنډه کې پر السفیره ښارګوټي شوي دي. له دې وړاندې د سوریې دفاع وزارت ویلي وو د حماه ښار شاخوا سیمو ته یې لوی شمېر کې ځواکونه استولي دي. پرون وسله والو ویلي وو چې د حماه ښار مرکز ته رسېدلي دي.
له بلې خوا د سوریې ولسمشر بشار الاسد د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي او د مخالفینو په ځپلو کې یې د متحدینو مرسته مهمه بللې ده. نوموړي دغه راز د زور او ځواک په کارولو د مخالفینو پر ماتولو ټینګار کړی.
د سوریې دفاع وزارت ویلي د هېواد په شمال ختیځ کې په څو سیمو کې د وسله والو مخالفینو د بریدونه مخه یې نیولې او ټينګار یې کړی چې نژدې راتلونکې کې به له دفاعي حالته ووځي او د سیمو بېرته نیولو لپاره به بريد پيل کړي.
د روسیې دفاع وزارت هم په دې اړه یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې په ادلب، حماه او حلب ولایتونو د ترهګرو د بریدونو مخنیوي لپاره د سوریې د ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
د دې وزارت بیان کې ادعا شوې چې د مخالفو وسله والو د ټولېدو پر ځایونو پرونیو توغندیز او هوايي بریدونو کې ۳۲۰ وسله وال وژل شوي دي.
خو د روسیې او سوریې هوايي ځواکونو بریدونو کې ولسي وګړو ته د پراخې مرګ ژوبلې رپوټونه هم ورکړل شوي دي. د "سپین خولیو" په نوم د سوریې د ملکي دفاع بنسټ ویلي یوازې پرونیو بریدونو کې ۲۵ تنه وژل شوي دي.
بریتانوۍ میشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې هم د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پخلی کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
بریتانیا مېشتې د سوریې د بشر حقونو د څار ډلې ویلي، د سوریې سوېل ته د حکومت مخالفو وسلهوالو له پرمختګ سره روسیې د یکشنبې په لومړیو ساعتونو کې د هوایي بریدونو لړۍ پیل کړه.
سرچینه وايي، روسیې د ادلب او حماه پر هغو کلیوالو سیمو بمبارۍ کړې چې د حکومت مخالفو وسلهوالو ډلې د عملیاتو مشري پکې کېږي.
د رپوټونو له مخې، له چارشنبې ورځې راهیسې په روانو بریدونو او جګړه کې له ۳۰۰ ډېر خلک وژل شوي، چې لږ تر لږه ۲۰ تنه یې ملکي وګړي دي.
د سوریې د حکومت مخالفو وسله والو ډلو د حلب له نیولو وروسته د دغه ښار نړیوال هوايي ډګر هم نیولی دی.
دې ډلو ویلي د ادلب ټولې اړوندې سیمې یې هم نیولي دي. حلب د سوریې له پلازمېنې وروسته د دغه هېواد دویم لوی ښار دی.
د سوریې حکومت مخالفو وسله والو د دغه هېواد په شمال ختیځ کې په درېیو ولایتونو حلب ادلب او حماه کې د پرمختګونو ادعا کړې ده.
د هیئة تحریر الشام په نوم د مخالفو وسله والو ویاند ویلي وسله وال یې د حلب ښار د "ډېری سیمو" له نیولو وروسته د دې ښار نړیوال هوايي ډګر یې هم نیولی او وسله وال یې هلته د خپلې ولکې ټینګولو په حال کې دي.
دې ډلو پر حلب او شاوخوا سیمو روانو عملیاتو ته د "یرغل مخنیوی" نوم ورکړی.
دې وسله والو ډلو دغه راز ویلي چې د څنګ لوري ولایت ادلب ټولې برخې اوس د دوی په واک کې دي. له دې وړاندې یې د ادلب ولایت د ستراتیژیک ښار معرة النعمان او څو نورو ښار ګوټو د نیولو خبر ورکړی و.
مخالفو وسله والو ډلو ویلي حماه ښار ته هم ننوتي دي او په شمالي برخه کې یې څو ښارګوټي نیولي دي. خو د سوریې دولتي رسنیو ویلي حماه کې وضعیت ارام او پوځ ټولې سیمې په کنټرول کې لري.
د سوریې د بشري حقونو سازمان چې مرکز یې لندن کې دی د دې خبر پخلی کړی چې مخالفو وسله والو ډلو چې په یو وار او ناڅاپي توګه یې پراخ بریدونه پیل کړي، په ادلب او حماه کې ستراتیژیکي سیمې او ښارګوټي نیولي دي.
د وسله والو د پرمختګ په اړه دې رپوټونو ته په ځواب کې د سوریې دفاع وزارت یو بیان خپور کړی او له خلکو یې غوښتي چې د بیان په وینا د "درواغو خبرونه" ونه مني.
بیان کې دغه راز راغلي چې پوځ د "ترهګرو" ډلو پر وړاندې په سخته جګړه بوخت دی. د سوریې دفاع وزارت ویلي پوځ د ځوابي برید لپاره پر چمتووالي بوخت دی.
دفاع وزارت له حماه ولایت هم د ځواکونو د په شا کېدو رپوټونه رد کړي ، د دې وزارت له خوا خپاره شوي بیان کې ټينګار شوی چې ځواکونه د حماه په شمالي او ختیځو سیمو کې په خپلو مرکزونو دي او د هر ډول برید د مخنیوي لپاره چمتو دی.
په همدې لړ کې د سوريې ولسسمشر بشار الاسد د متحده عربي امارتو له ولسمشر او د عراق له لومړي وزیر سره غږېدلی.
نوموړي خپل اماراتي سیال ته ویلي چې د خپلو ملاتړو او ملګرو په مټ د ده په وینا ترهګرو او د دوی ملاتړو ته ماتې ورکولی شي. هغه د خپل هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا ټينګار کړی.

د عکس سرچینه، UGC
د عراق د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني له دفتره خپره شوې وینا پاڼه کې ویل شوي چې بشار الاسد ته یې ویلي د سوریې امنیت او ثبات د عراق او سیمې امنیت او ثبات سره تړلي دي.
د عربي هېوادونو ټولنې سوریې وروستي تحولات د اندېښنې وړ دي او ټينګار کوي چې د دې هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی باید وشي.
له حلب ښار تازه ترلاسه شویو رپوټونو کې ویل شوي چې پرون د روسیې هوايي ځواکونو پر دغه هوايي بریدونه کړي دي. دا له ۲۰۱۶ کال راهیسې لومړی ځل دی چې روسي ځواکونه چې د سوریې د دولت په ملاتړ دغه هېواد ځای پر ځای شوي، بریدونه کړي دي.
د ''هيئة تحرير الشام'' سخت دریځې وسله والې ډلې پر اړوند چېنل خپره شوې ویډیو کې وسله وال کسان لیدل کېږي، چې په ښار کې دننه جګړه کوي.
د بي بي سي تائید څانګې په ویډیو کې ښکارېدونکی ځای د حلب ښار لوېدیځه برخه یاده کړې ده.
بل لور د سوریې حکومتي ځواکونو ادعا کړې، چې پر چهارشنبه یې د هيئة تحرير الشام او نورو اړوند ډلو له بریدونو
وروسته په حلب او ادلب سیمو کې یو شمېر هدفونه بېرته نیولي دي.
په ۲۰۱۱ کال کې د دیموکراسۍ پلوه مظاهره کوونکو پر ضد د سوریې حکومت له تاوتریخوالي پیل شوې جګړه کې تر اوسه نژدې نیم میلیون خلک وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د یو شمېر جهادي ډلو په ګډون ځینو وسله والو ډلو بیا له دې کړکېچن وضعیته په ګټه اخیستلو سره د سوریې پراخې سیمې ولکه کړې.
خو د سوریې حکومت د روسیې او ځینو نورو متحدینو په ملاتړ ډېرې له لاسه وتلې سیمې بېرته لاندې کړې.
ادلب چې د هيئة تحرير الشام وسله والو وروستی مهم مرکز بلل کېږي، د ترکیې ځواکونه هم پکې دېره دي او یو شمېر هغه وسله والې ډلې هم پکې شته، چې د ترکیې ملاتړ له ځان سره لري.
تېره ورځ د سوریې د بشري حقونو څارونکي وویل چې وسلهوالو دوه هغه موټر چوولي چې له چاودېدونکو توکو یې ډک کړي وو او وروسته یې د کلیو په لور پرمختګ کړی. په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
د هیئة تحریر الشام او ورسره ټلوالو ډلو ویلي، دوی د چهارشنبې په ورځ له برید پیلولو وروسته په حلب او ادلب ولایتونو کې پر یو شمېر کلیو او ښارونو کنټرول ترلاسه کړی دی.
د جمعې په ورځ د یاغیانو اړوند چینل کې خپره شوې یوه بیانیه کې ویل شوي: "زموږ ځواکونو د حلب ښار ته ننوتل پیل کړي."

لومړی، د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې راپور ورکړ و چې سوریايي او روسي الوتکو د جمعې په ورځ په حلب کې ۲۳ هوایي بریدونه وکړل.
سرچینې وویل، ۲۵۵ کسان، چې زیاتره یې جنګیالي وو، په جګړه کې وژل شوي دي، چې دا د یاغیانو او د حکومت ملاتړو ځواکونو ترمنځ تر څو کلونو وروسته د سوریې ترټولو خونړۍ جګړه وه.
یادې سرچینې وویل، اپوزیسیون ځواکونو له چهارشنبې راهیسې له ۵۰ پر ډېرو ښارونو او کلیو خپل کنټرول ترلاسه کړی دی.
په ۲۰۱۱ کال کله چې د سوریې کورنۍ جګړه پیل شوې ده، په ۲۰۲۰ کال هغه مهال یوڅه کمه شوه چې ترکیې او روسیې - چې د سوریې اصلي ملګري دي - یو اوربند ترتیب کړ چې د ادلب ښار د بېتره نیولو د حکومت هڅه ودروي.
ادلب اوس مهال د اپوزېسیون وروستۍ پیاوړې ځای دی او هلته له څلورو میلیونو ډېر خلک اوسېږي چې ډېری یې د جګړې پرمهال بېځایه شوي او په سختو حالاتو کې ژوند کوي.












