ځانګړو اسرائیلي ځواکونو سوریه کې د 'حزبالله' د توغندیو د تولید مرکز بمبار کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
په سوریه کې د "حزب الله ډلې د توغندیو د تولید مرکز" پر ضد د اسرائیلو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په اړه جزییات خپاره شوي دي.
د اسرائیلو حکومت د دې عملیاتو په اړه - چې د اونۍ په پیل کې د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ترسره شوي- څه نه دي ویلي.
د سوریې دولتي رسنۍ وايي، د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ۹) په دغه برید کې چې له لبنان سره د پولې په څلوېښت کیلومترۍ کې شمال ته پروت دی، د 'مصیاف' ښار ته څېرمه په برید کې ۱۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د 'نیویارک ټایمز' په وینا، د اسرائیلو ځانګړي ځواکونه له چورلکو ښکته شول، چاودېدونکي توکي یې د ایران لخوا یوه جوړ شوي بنسټ کې ځای پرځای کړل او حساس معلومات یې ترې وایستل.
ورځپاڼه د امریکايي او نورو چارواکو په حواله د 'زړورو' عملیاتو انځور وړاندې کوي چې موخه یې د ځمکې لاندې پوځي تاسیسات ویجاړول دي.
ظاهراً دا هوايي بریدونه د سوریې د هوايي دفاعي سیستم د نابودولو او د مرستندویه ځواکونو د راتګ د مخنیوي لپاره کارول شوي وو.
د 'اکسیوس' خبري وېبپاڼې هم د دې عملیاتو په اړه د درېیو 'باخبره' سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د اسرائیلو په هوایي ځواک کې "د شیلډګ ځانګړي کنډک" دا عملیات ترسره کړي.
'اکسیوس' دا هم ویلي چې اسرائیل د عملیاتو د مخه امریکا ته خبر ورکړی و او سپینې ماڼۍ یې مخالفت نه و کړی.
بيبيسي په خپلواکه توګه د دغو راپورونو په پخلي نه ده توانېدلې.
د اسرائيلو حکومت د دې بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو داسې ښکاري چې د عملياتو موخه دا وه چې ايران له خپلو متحدينو او تر مشرۍ لاندې حزب الله ډلې ته د دقيقو هدف ویشتونکو توغنديو له ورکولو ډډه وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائیل شپږ کاله مخکې هم پر دې تاسیساتو برید کړی و او په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې یې پر سوریې لسګونه هوايي بریدونه کړي دي.
په هر حال، په سوریه کې د اسرائیلو ځمکنیو ځواکونو حضور خورا کم دی.
دا عملیات به په وروستیو کلونو کې د دې ډول له خورا پېچلو عملیاتو وي.
د سوریې د روغتیا وزارت په وینا، د روانې اونۍ په پیل کې د مصیاف په ښار کې پر یو شمېر پوځي مرکزونو د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د غزې د جګړې له پیل راهیسې په لبنان او سوریه کې د حزبالله او نورو ډلو له خوا د اسرائیلو پر شمالي سیمو د بریدونو په غبرګون کې د اسرائیلو هوايي بریدونه ډېر شوي.
د سوریې د بشري حقونو د څار بریتانیا مېشته ډله چې په سوریه کې پر باخبرو سرچینو تکیه کوي وايي، اسرائیلو د روان کال له پیله په سوریه کې تر ۶۰ زیات هوايي او توپچي بریدونه کړي دي.
د دې ډلې په وینا، په دې بریدونو کې د وسلو ګودامونو، موټرو او د ایراني ملاتړو ملېشو د مرکزونو په ګډون شاوخوا ۱۴۰ هدفونه ویجاړ او یا هم له منځه تللي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې هم ویلي چې په بریدونو کې د سوریې د حکومتي ځواکونو د ۴۶ غړو، د لبنان د حزب الله د ۴۳ غړو او د ایران د انقلابي ګارډ د ۲۴ غړو په ګډون د ۲۲ ملکي وګړو په شمول لږ تر لږه ۲۰۸ کسان وژل شوي دي.











