په مرکزي سوریه کې د اسرائیلو بریدونو ۱۶ کسان وژلي
د سوریې دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې، د دغه هېواد په مرکزي سیمو کې پر یو شمېر پوځي مرکزونو د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.
"سانا" د روغتون د یوه مدیر له قوله ویلي، چې د یکشنبې په شپه د حماه ولایت د مصیاف ښار اړونده سیمه کې په بریدونو کې ۳۶ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
په بریتانیا کې مېشتې څارونکې ډلې وړاندې ویلي وو چې لږترلږه څلور سرتېري او درې ملکي وګړي په بریدونو کې وژل شوي او هغه نظامي او ساینسي تاسیسات یې ویجاړ کړي چې د ایران ملاتړي وسله والې ډلې پکې وې.
د ایران غبرګون
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني دا بریدونه غندلي او ادعا کوي چې سوریه کې د ایران پر اړوندو مرکزونو د بریدونو په اړه خبر "نه شي تائیدولی."
د ایران حکومت عربي ژبې "العالَم" تلوېزیوني شبکې له ځینو انځورونو سره یو خبر خپور کړی چې وايي اسرائیلو په څو پړاوونو کې بریدونه کړي.
د اسرائیلو پوځ ویلي چې د بهرنیو رسنیو د رپوټونو په اړه څه نه وايي.

د عکس سرچینه، Al-Ikhbariya al-Suriyah TV
خو تر دې مخکې یې منلې وه چې په وروستیو کلونو کې یې په سوریه کې پر هغو هدفونو سلګونه بریدونه کړي چې د دوی په وینا له ایران او د دوی له متحده وسله والو ډلو سره تړاو لري.
د رپوټونو له مخې د اسرائیلو بریدونه د تېر کال په اکتوبر کې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې په لبنان او سوریه کې د حزب الله او نورو ډلو لخوا پر شمالي اسرائیلو د پولې پورې غاړې بریدونو په ځواب کې ګړندي شوي دي.
سانا د سوریې د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي، چې اسرائیلي الوتکې د لبنان په شمال لوېدیځ کې الوتنې کوي چې د یکشنبې په ورځ په سیمهيیز وخت شاوخوا یوولس نیمې بجې په مرکزي سیمه کې پر "یو شمېر پوځي ځایونو" توغندي وویشتل.
پوځي سرچينې زياته کړه: "زموږ هوايي دفاع يو شمېر توغندي ويشتلي دي."
دغه خبری اژانس رپوټ ورکړی چې په دغه برید کې یوه سیمهییزه لویه لاره هم زیانمنه شوې او دغه راز په "حیر عباس" سیمه کې اورلګېدلی دی.

د عکس سرچینه، alalam.ir
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله، چې په بریتانیا کې مېشته ډله ده، رپوټ ورکړی چې "د مصیاف سیمې د استوګنې د ساینسي څېړنو په مرکز کې ۱۳ زورورې چاودنې وشوې چېرې چې ایران پلوه ډلو او د وسلو د پراختیا متخصصین موجود دي."
دغه سرچینه وايي، په موټر کې سپاره درې ملکي وګړي او څلور ناپېژانده سرتېري وژل شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې، "اسرائیلو ۶۵ ځلې د سوریې خاوره په نښه کړې، چې ۴۸ یې هوايي او ۱۷ ځمکني بریدونه دي. په دې بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ هدفونه په نښه شوي او ویجاړ شوي چې د وسلو او مهماتو ډیپوګانې، مرکزونه او موټر په پکې په نښه شوي. دغو بریدونو کې د ۱۹۱ سرتېرو پر وژل کېدو سربېره ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.












