سوریه کې د ترکيې بریدونو یو میلیون کسان له اوبو بې برخې کړي

- Author, نماک خوشنو، کرسټوفر ګیلیس او سفورا سمیت
- دنده, بي بي سي - ای
د سوریې په شمال ختیځو وچکالۍ ځپلو سیمو کې نژدې یو میلیون خلک نه اوبو ته لاسرسی لري او نه هم برېښنا لري، چې د ماهرینو په خبره له نړیوالو قوانینو سرغړونه بلل کېدای شي.
هغه شمېرې چې د بي بي سي نړیوالې څانګې یو ځای کړې، ښيي چې د ترکیې ځواکونو د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو تر کنټرول لاندې خپلواکو سیمو کې د ۲۰۱۹ کال له اکتوبر میاشتې بیا د ۲۰۲۴ کال تر جنورۍ پورې د تېلو او ګازو پر کارځایونو او برېښناکوټونو له ۱۰۰ ډېر بریدونه کړي دي.
د همدې بریدونه له کبله په دې سیمه کې چې له مخکې کورنۍ جګړې او له تېر یوه کاله راهیسې وچکالۍ ځپلې، ستونزې نورې هم زیاتې شوې دي.
په دې سیمو کې مخکې هم اوبه کمې وې، خو د تېر کال په اکتوبر کې پر یوه برېښناکوټ د بمبارۍ له کبله د دې سیمې د اوبو وېشلو مرکز ته برېښنا بنده شوه او دا مرکز له هغه راهیسې فعالیت نه کوي.
په ترکیې کې چارواکو ویلي، دوی د ''عاید او وړتیا'' هغه مرکز بمبار کړی، چې د دوی په خبره هغو بېلتونپالو کردانو ترې ګټه اخیسته، چې دوی یې ترهګر بولي.
دوی زیاتوي، دا معلومه وه، چې سیمه له مخکې وچکالۍ ځپلې، ''د اوبو وېش نامناسب نظام او ورستې اډانې'' ستونزې لا زیاتې کړې.
د سوریې په ختیځ او شمال کې د کردانو خپلواکې سیمې چې د (اې اې این، اي اېس) په مخفف نامه هم یادېږي، چارواکو مخکې پر ترکیې تور پورې کړی، چې غواړي ''زموږ خلک له منځه یوسي.''

د الحسکه ایالت له یو میلیون ډېر اوسېدونکي چې مخکې یې د اوبو له الوک نومي مرکزه اوبه ترلاسه کولې اوس پر هغو اوبو تکیه دي، چې نژدې ۲۰ کیلومتره لېرې د پمپونو له لارې رایستل کېږي.
هره ورځ سلګونه ټانکرونه دې سیمې ته اوبه لېږدوي او اړوند چارواکي ښوونځیو، دارالایتام، روغتونونو او هغو کسانو ته لومړیتوب ورکوي، چې اوبو ته سخت اړ وي. خو د اوبو رسولو دا چاره ټولو ته بسنه نه کوي.
بي بي سي په الحسکه ښار کې داسې خلک ولیدل، چې د اوبو ټانکرونو ته یې انتظار کاوه او د ټانکرونو ډرېورانو ته یې زارۍ کولې، چې اوبه ورکړي. د یوه ټانکر ډرېور احمد الاحمد وویل: ''دلته اوبه تر سروزرو هم زیاتې ګرانې دي. هر څوک غواړي لا زیاتې اوبه ومومي، هر یو زارۍ کوي، چې اوبه ورکړو.''
ځینو خلکو ومنله چې د اوبو پر سر یې شخړې کړې او یوې ښځې د ټانکر ډرېور وګواښه: ''که دی (ټانکر ډرېور) اوبه رانکړي، د ګاډي ټائرونه به یې پنکچر کړم.''
د دې ښار د اوبو مدیریت ادارې مرستیال مشر یحیی احمد وویل: ''که رښتیا درته ووایم، د سوریې شمال ختیځې سیمې له یوه بشري ناورین سره مخامخ دي.''

د دغې سیمې خلک نه یوازې د سوریې په کورنۍ جګړه کې ځپل شوي، بلکې له ترکیې سره د کردانو په مشرتابه د هغو ځواکونو په جګړه کې هم ځپل کېږي، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د امریکا په مشرتابه د ائتلافي ځواکونو په مرسته د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) وسله وال له سیمې وشړل او دا سیمه یې خپلواکه اعلان کړه.
د یادونې ده، چې د ائیتلافي ځواکونو یو شمېر سرتېري لا هم په دې سیمه کې دېره دي، چې د داعش وسله والو د بیا یو ځای کېدو مخه ونیسي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا سیمه د خپل هېواد پولو ته څېرمه یو ''ترهګر دولت'' بللی دی. د ترکیې حکومت د کردانو هغه ملېشه ځواک چې په سیمه کې د شته پوځیانو اکثریت تشکیلوي، د کردستان کارګر ګوند (پي کې کې) اضافي برخه بولي، چې له ترکیې سره یې د کردانو د خپلواکۍ لپاره تر لسیزو پورې جګړه کړې ده.
ترکیې، اروپايي ټولنې، بریتانیا او امریکا متحدو ایالتونو پي کې کې رسماً یو ترهګر سازمان بللی دی.
د ۲۰۲۳ کال اکتوبر او ۲۰۲۴ کال جنورۍ میاشتو تر منځ په دې سیمه کې درې ځایه برېښناکوټونه بمبار شوي او دغه راز په سوادیحه سیمه کې مرکزي برېښناکوټ هم په نښه شوی دی.
بي بي سي دې برېښناکوټونو د سټیلایټ تصویرونو، عیني شاهدانو د ویډیويي کلیپونو، خبري رپوټونو او د بمبار شویو ځایونو له لیدو وروسته دې ځایونو ته اوښتی زیان تائید کړی دی.
د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ بریدونو مخکیني او وروسته اخیستل شوي سټیلایټ تصویرونه په سیمه کې یوه ناڅاپي او خورا پراخه تپه تیاره ښيي. د ناسا ادارې یو ساینسپوه رانجې شریستها په دې هکله وايي: ''د جنورۍ پر ۱۸مه... په سیمه کې د برېښنا یوه خورا لویه پرچاوۍ ولیدل شوه.''

ملګري ملتونه وايي، ترکیې په سوادیحه، امودا او قامیشلي سیمو کې بمبارۍ کړې دي. ترکیې کې چارواکو ویلي، دوی د پي کې کې، د خلکو خوندیتوب ټولیو (وای پي جي) او کردستان دیموکراتیک پیوستون (پي وای ډي) وسله والو پر سنګرونو بریدونه کړي دي. واي پي جي د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو، چې د امریکا ملاتړ لري، په منځ کې تر ټولو لوی ملېشه ځواک او د پي وای ډي پوځي څانګه ده، چې د سیمې یو مهم سیاسي ګوند دی.
ترکیې بي بي سي ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویلي: ''ملکي خلک او ملکي تاسیسات زموږ په هدفونو کې شامل نه دي او هېڅکله به هم نه وي.''
خو د پروسږ کال په اکتوبر کې د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي و، ټول ''تاسیسات او انرژۍ مرکزونه'' چې د پي کې کې او وای پي جي اړوند دي او په ځانګړې توګه په عراق او سوریې کې موقعیت لري، د دوی د امنیتي، دفاع ځواکونو او استخباراتو لپاره ''قانوني هدفونه دي.''
له ۲۰۲۰ کال راهیسې د سوریې په شمال ختیځ او د عراق په ځینو برخو کې سختې وچکالۍ پراخې سیمې سختې ځپلې دي. د اروپا اقلیمي ادارې وايي، له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې د دجله او فرات سیندونو تر منځ سیمو کې تودوخه دوې درجې زیاته شوې ده.
د سیمې اوسېدونکو یو مهال له خابور سینده اوبه ترلاسه کولې، خو وروسته په سیند کې د اوبه کچه ډېره ټیټه شوه او خلک د الوک اوبو وېش مرکز ته اړ شول. په ۲۰۱۹ کال کې بیا ترکیې د راس العین سیمې کنټرول ترلاسه کړ، چې الوک مرکز په کې موقعیت لري.
ترکیې کې چارواکو وویل، دوی غواړي له ''ترهګریزو بریدونو'' د خوندیتوب لپاره یوه ''خوندي زون'' رامنځته کړي.
له هغه دوه کاله وروسته ملګرو ملتونو له الوک مرکزه د سوریې شمال ختیځو سیمو ته د اوبو وېش په هکله اندېښنې راپورته کړې، چې لږ تر لږه ۱۹ ځله پکې خنډ او ځنډ رامنځته شوی و. د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې بیا د ملګرو ملتونو یوه خپلواک کمېسیون وویل، د ۲۰۲۳ کال د اګست بریدونه جنګي جنایتونه بلل کېدای شي، ځکه د همدې بریدونو له کبله ملکي خلک له اوبو محروم شول.

بي بي سي خپلې موندنې له نړیوالو قانون پوهانو سره شریکې کړې
د ډوغټي سټریټ قانونپوهانو مرکز عارف ابراهم په دې هکله وویل، ''د انرژۍ پر مرکزونو د ترکیې بریدونو پر ملکي خلکو پاموړ اغېز کړی دی. دا له نړیوالو قوانینو سخته سرغړونه بلل کېدای شي.''
د بشري حقونو فعالانو اروپايي مرکز کې د نړیوالو جنايي وکیل پېټریک کروکر په دې هکله وايي، ''هغه اشارې چې ښيي دلته له نړیوالو قوانینو سرغړونه شوې دومره څرګندې دي، چې باید د څارنوالۍ یوه اداره یې په هکله پلټنې وکړي.''
د ترکیې حکومت بیا وايي، دوی نړیوالو قوانینو ته ''بشپړ درناوی'' کوي او د ملګرو ملتونو هغه رپوټ چې د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې یې خپور کړی، د خپلو ''بې بنسټه تورونو د ثابتولو لپاره کافي ثبوتونه نه لري.''
دوی په سیمه کې د اوبو کمښت لاملونه اقلیمي بدلون او ''له اوږدې مودې راهیسې د اوبو وېش متروک نظام'' بولي.
د الحسکه اوسېدونکو بي بي سي ته وویل، دوی داسې ګومان کوي، چې هېر شوي دي. د اوبو وېش ادارې کې د اوبو معیار ارزونې څانګې مشر عثمان ګادو په دې هکله وویل: موږ ډېرې قربانۍ ورکړې، زموږ ډېر کسان په جګړه کې ووژل شول، خو هېڅوک زموږ ژغورنې ته نه راځي. موږ یوازې د څښاک لپاره اوبه غواړو.
د دې رپوټ په چمتو کولو کې احمد نور او ایروان ریوایولټ هم همکاري کړې.







