سوریه کې جنګېدونکي هيئة‌ تحرير الشام وسله وال څوک دي؟

سوریه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سوریه کې کورنۍ جګړه ۲۰۱۱ کال کې پيل شوه.
    • Author, سباسټین عشیر
    • دنده, د منځني ختیځ لپاره سیمه ییز د بي بي سي ایډیټر

د چهارشنبې پر ورځ (۲۷ نومبر) په سوریه کې د حکومت مخالفو وسله‌والو له کلونو وروسته خورا پراخ بریدونه پیل کړل. تر یکشنبې پورې دې وسله‌والو د سوریې د دویم لوی ښار حلب (پراخې سیمې) ونیولې او په سوېل کې یې د حماه سیمې پر لور پرمختګ کاوه.

همدا بریدونه د دې لامل شول، چې په سوریه کې دېره روسي هوايي ځواکونه له ۲۰۱۶ کال وروسته لومړی ځل پر حلب بمباري وکړي او د سوریې حکومتي ځواکونه له دې ښاره ووځي.

ابو محمد الجولاني څوک دی؟‌

د ویډیو تشریح، د بشار الاسد مخالفه هیئة تحریر الشام ډله څومره پېژنئ؟

د هغه ریښتینی نوم، د زوکړې نېټه، ځای او ژوندلیک سره اړوند راپورونه بېلابېل دي، چې د هغه شخصیت په اړه ډیرې پټې خبرې رامنځته کوي. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، هغه د ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹ ترمنځ زېږېدلی دی، په داسې حال کې چې د انټرپول راپور وايي هغه په ۱۹۷۵ کال کې زېږېدلی دی.

هغه له بي‌بي‌اېس امریکايي شبکې سره په مرکه کې، خپل ریښتینی نوم احمد حسین الشرع یاد کړ او د هغه لقب د جولان له لوړو سره تړاو لري، چې په دې سیمه کې د هغه د کورنۍ د اړیکو څرګندوی دی.‌ هغه په دې مرکه کې وویل په ۱۹۸۲ کال کې د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې زیږېدلی، هلته یې پلار تر ۱۹۸۹ کال پورې د تېلو انجینیر په توګه کار کاوه او په هماغه کال کې د جولاني کورنۍ سوریې ته راستانه شوه او هلته د دمشق المزة کلي کې لوی شو.‌

د ځینو خبري راپورونو له مخې، جولاني په ۱۹۸۱ کال د سوریې دیر الزور ښار کې زېږېدلی. ویل کېږي چې هغه دوه کاله طب لوستی، خو په درېیم کال یې زدکړه پرېښوده او په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له یرغل وروسته د القاعده له سخت‌ دریځې شبکې سره یوځای شو.

syria

ګومان کېږي چې هغه ژر په جهادي ډلو پرمختګ وکړ، ان تر دې چې له ابو مصعب الزرقاوي سره یې نژدې اړیکې پیل کړې. بیا په ۲۰۰۶ کال کې لبنان ته لاړ، د الزرقاوي له وژل کېدو وروسته ویل کېږي د چې الجولاني د جند الشام په نوم د لبنان وسله والې ډلې پر روزنې څارنه کوله. وروسته، بیا عراق ته ولاړ او د امریکایي ځواکونو لخوا یو وخت بندي شو او د ۲۰۰۸ کال په وروستیو کې له خوشي کېدو وروسته د عراق له اسلامي دولت سره یوځای شو.

د څارونکو په وینا، جولاني د ۲۰۱۱ کال په اګسټ کې سوریې ته راستون شو او هلته یې د القاعده د یوې څانګې جوړولو لپاره د بشار الاسد پر وړاندې جګړه کې ګډون وکړ.

خو د لبناني ورځپاڼې "السفیر" د راپور له مخې، ځینې وايي هغه عراقي دی او د "جولاني" لقب یې د فلوجه د جولان د سیمې له کبله دی.

کله چې هغه د جبهة‌النصرة مشر شو، د بریتانیا د کویلیام تحقیقي ادارې یادونه کړې وه چې جولاني "په عراق کې تجربه لري"، همدارنګه، د راپور له مخې، پر جولاني پورې ټول اړوند معلومات "په دقت سره ساتل شوي" دي، تر دې چې د جبهه النصرة زیاتره غړي هم د خپل رهبر هویت نه پوهېږي.

سوریه

د عکس سرچینه، Getty Images

عراق ته د جولاني د سفر د تاریخ په اړه هم بېلابېل رپوټونه دي، ځینې راپورونه وايي هغه په ۲۰۰۸ کال سوریه کې له زندانه تر خوشي کېدو وروسته عراق ته لاړ او په ۲۰۱۱ کال د پاڅون له پیلېدا سره بېرته سوریې ته د جبهة‌النصرة د قومندان په توګه ستون شو، خو ځینې رپوټونه وايي چې هغه په ۲۰۰۳ کال عراق ته تللی و او هلته د ابو مصعب الزرقاوي تر مشرتابه لاندې له القاعده سره یوځای شو.

په عراق کې د فعالیت پر مهال، جولاني د ابو مصعب الزرقاوي تر نظارت لاندې ځلانده مقام ترلاسه کړ او په سرحدي عملیاتو کې یې د خونړیو عملیاتو لپاره یو پل جوړ کړ.

په ۲۰۱۰ کال کې، امریکایي ځواکونو هغه په عراق کې ونیو او په بوکا کمپ کې یې بندي کړ.

دې پړاو د جهادیانو له شبکو سره د هغه اړیکي پیاوړي کړل، په تېره د "اسلامي دولت" نومې (داعش) له راتلونکو مشرانو سره او هغه څو کاله د امریکایي ځواکونو په زندانونو کې تېر کړل.

په دې توګه، د جولاني په اړه راپورونه بېلابېل دي، خو دا خبره یقینې ده چې د جولاني لومړني کلونه د سوریې د هغه وخت له "بعثي" (کمونیستي) واکمن رژیم سره هم‌مهاله وو، چې په هغه دوره کې هر ډول ریښتیني سیاسي مخالفان له منځه وړل شوي او د حکومت او اسلامي یاغیانو ترمنځ جګړې هم شوې دي.

د هيئة‌ تحرير الشام وسله وال څوک دي؟

سوریه

د عکس سرچینه، Getty Images

د دغو بریدونو مشري د هيئة‌ تحرير الشام (ایچ ټي اېس) په نامه وسله‌والې ډلې وکړه، چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې له پخوا ښکېله ده.

دا ډله په ۲۰۱۱ کال کې د جبهة‌النصرة په نامه جوړه شوه، چې له القاعده سره یې مخامخ تړاو درلود.

د اسلامي دولت نومې ډلې مشر ابوبکر البغدادي هم د دې ډلې په تاسیس کې ښکېل و.

دا له هغو اغېزناکو او خونړیو ډلو یوه بلل کېده، چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد حکومت پر ضد جنګېدل.

د انقلابي جذبې پر ځای جهادي جذبه د دوی محرکه قوه بلل کېده او هغه مهال همدا داسې موضوع وه، چې د یاغیانو لوی ایتلاف او دوی تر منځ یو ځای کېدو ته خنډ بلل کېده.

په ۲۰۱۶ کال کې بیا د دې ډلې مشر ابو محمد الجولاني په ډاګه له القاعده سره د تړاو پرې کولو اعلان وکړ، جبهة‌النصرة یې منحل کړه او یو کال وروسته یې له نورو ورته ډلو سره د ټلوالې له جوړولو وروسته د هيئة‌تحرير الشام په نامه نوی سازمان جوړ کړ.

syria

له تېرو څلورو کلونو راهیسې د سوریې جګړې په هکله فکر کېده، چې پای ته رسېدلې. د دې هېواد په لویو ښارونو کې د ولسمشر بشارالاسد واکمنۍ ته هېڅ لوی ګواښ نه لیدل کېده، خو د سوریې ځینې برخې بیا د ده د حکومت له کنټروله وتلې وې.

په دې کې د سوریې په ختیځ کې د کردانو اکثریت سیمې هم راځي، چې د کورنۍ جګړې له پیله تر ډېره د سوریې مرکزي حکومت له کنټروله وتلې دي. په سویل کې هم په وقفې سره تاوتریخوالي دوام درلود.

دا هغه سیمې دي، چې په ۲۰۱۱ کال کې له همدې سیمې د بشارالاسد حکومت پر ضد پاڅون پیل شو.

د سوریې په سارايي سیمو کې بیا د اسلامي دولت نومې ډلې د وسله والو د پټنځایونو له کبله اوس هم خلک له خطر سره مخامخېږي. په ځانګړې توګه دا خطر هغه وخت لا زیات شي، چې ځايي خلک په دې سیمو کې د خوراک یو ډول مرخېړي موندلو لپاره سارا ته وځي.

سوریه

په شمال لوېدیځ ادلب کې بیا تر ډېره واک د هغو وسله‌والو ډلو دی، چې د جګړې له پیله مخکښ وو. ایچ ټي اېس چې په ادلب کې تر نورو برلاسې وسله‌واله ډله ده، پر حلب یې ناڅاپي برید پیل کړ.

سوریې حکومت تر څو کلونو هڅه کوله د ادلب کنټرول ترلاسه کړي او له همدې کبله هلته جګړه روانه وه، خو په ۲۰۲۰ کال کې بیا د روسیې په منځګړیتوب چې له اوږدې مودې راهیسې د اسد حکومت ملاتړی دی او دغه راز د ترکیې په منځګړیتوب چې د یاغیانو ملاتړی هېواد دی، یو اوربند وشو، چې تر ډېره پر ځای پاتې و.

په دې ښار کې نژدې څلور میلیونه کسان اوسېږي. دا ډېری کسان د هغو سیمو اوسېدونکي وو، چې د بشار الاسد حکومت پوځیانو له ویجاړونکو جګړو وروسته بېرته ونیولې او اوسېدونکي یې ادلب ته وتښتېدل.

خپلمنځي شخړې

ادلب د خورا خونړیو جګړو له ډګرونو یو و او دغه راز په همدې ځای کې یاغیانو خورا ستره ماتې وخوړه. د بریا لپاره ولسمشر اسد یوازې پر خپل هغه پوځ تکیه نه شوی کولای چې وسلې او تجهیزات یې کم، مورال یې ټیټ او ډېری د جبري عسکري خدمت لپاره راوستل شوي وو. دوی به ډېر ژر تیت او پرک شول او تر ډېره وخته يې خپل سنګرونه کلک نشوی ساتلی.

د دې پر ځای نوموړي د روسیې پر هوايي ځواک تکیه ډېره کړه او دغه راز یې په ځمکنۍ جګړه کې تکیه تر ډېره پر هغو وسله‌والو ملېشو وه، چې د ایران پوځي مرستې ورسره کولې. په دې کې حزب الله وسله‌وال هم وو.

اوس داسې ډېر شکونه نه دي پاتې چې دا وروستیو کې په لبنان کې د اسرائیلو بریدونو حزب‌الله ته زیان اړولی او دغه راز په سوریه کې پر ایراني پوځي قوماندانانو د اسرائیلو بریدونو په ادلب کې جهادي او یاغي وسله‌والې ډلې هڅولې دي، چې پر حلب یو داسې ناڅاپي برید وکړي، چې تمه یې نه کېده.

له تېرو څو میاشتو راهیسې اسرائیلي ځواکونو پر هغو وسله‌والو ډلو او د دوی پر اکمالاتي کرښو بریدونه ډېر کړي، چې د ایران ملاتړ ورسره دی او د همدې ملاتړ او مرستو پر مټ د حزب الله په ګډون دغه وسله‌والې ډلې په سوریه کې فعالې وې.

سوریه

د عکس سرچینه، Reuters

له دوی پرته د ولسمشر بشار الاسد پوځ یوازې پاتې کېږي.

هيئة‌تحرير الشام ډلې له څه مودې راهیسې په ادلب کې خپل مرکزیت پیاوړی کړی او په دې سیمه کې یې د واکمنۍ واګې په لاس کې دي، خو د رسمیت موندلو هڅې یې له بشري حقونو د سرغړونې تورونو له کبله ټکنۍ پاتې دي.

دغه ډله له ځینو نورو وسله‌والو ډلو سره هم په تاوتریخوالي کې ښکېله پاتې شوې.

له ادلب هاخوا د دوی غوښتنې هم تر اوسه څرګندې نه دي. له القاعده سره له پرېکون وروسته د یوه پراخ خلافت رامنځته کولو پر ځای لکه داعش چې یې ناکامه هڅه وکړه، د یوه سخت دریځه اسلامي حکومت جوړولو لپاره د دې ډلې ټول پام یوازې پر سوریه ورټول دی.

تر اوسه پورې دغې ډلې په پراخه کچه د سوریې کړکېچ بیا تازه کولو او یا هم د هېواد په ډېرو برخو کې د اسد حکومت واکمني ننګولو هڅې هم نه دي څرګندې کړې.