د روسیې دولتي رسنۍ وايي، اسد له سوریې څخه له تېښتې وروسته مسکو ته رسېدلی
د روسیې دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د سوریې مخکینی ولسمشر بشار الاسد د دمشق له تېښتې وروسته مسکو ته رسېدلی دی.
په دې رپوټونو کې د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریمیلین سرچینو له قوله ویل شوي، چې د بشار الاسد کورنۍ هم له نوموړي سره روسیې ته رسېدلې.
په دې رپوټونو کې زیاته شوې، روسیې حکومت بشار الاسد او د ده کورنۍ ته سیاسي پناه ورکړې ده.
بي بي سي نه ده توانېدلې په خپلواکه توګه د دې رپوټونو تائید ترلاسه کړي.
روسیه د بشار الاسد حکومت یو مهم اتحادي و. بشار الاسد تېره شپه په داسې حال کې له پلازمېنې دمشقه ووت، چې د هئیت تحریر الشام په مشرتابه وسله وال یاغیان پلازمېنې ته ننوتل.
له دې مخکې د هیئت تحریر الشام مشر د سوریې دولتي ټلویزیون له لارې خپله لومړۍ وینا وکړه. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ابو محمد الجولاني ویلي، وروسته له هغه چې اسد له دمشقه وتښتېد، "بېرته ستنېدو ته هېڅ ځای نه شته او راتلونکی زموږ دی."
د اسد د واکمنۍ سقوط ته نړیوال غبرګونونه
د بشار الاسد د ۲۴ کلنې واکمنۍ له ړنګېدو سره سم چې وسلهوالو مخالفانو یې د سقوط اعلان وکړ، نړیوالو بېلابېل غبرګونونه وښودل. ځینو د احتمالي ګډوډۍ خبرداری ورکړی، خو نورو بیا د اوسني وضعیت راتلل د سیاسي لاملونو له کبله بللي دي.
د طالبانو حکومت د هیئت تحریر الشام مشرتابه ته مبارکي ویلې
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سوریه کې له وروستیو پرمختیاوو سره "د حګړې او بېثباتۍ عامل له منځه ولاړ او پلازمېنه دمشق د هیئت تحریر الشام په مشري د سوریې د ولس لاس ته ولوېد، د یاد حرکت قیادت او ولس ته مبارکي وايي او هیله څرګندوي چې د انقلاب پاتې پړاوونه په داسې ډول مدیریت کړي چې د یوه امن، متحد او باثباته نظام خاوند شي."
د طالبانو په خبرپاڼه کې هیله ښودل شوې چې سوریه کې د واک د لېږد بهیر په داسې بڼه ترسره شي چې د ټول ولس هیلې پکې پوره او یو خپلواک او خدمتګار اسلامي نظام پکې جوړ شي او له هر ټول غچ اخیستې پکې ډډه وشي او د عمومي عفوې په سیوري کې د سوریې ټول ولس راټول شي.
بریتانیا، فرانسې او جرمني د اسد د رژیم سقوط ته ښه هرکلی ویلی.
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په ټولنیزو رسنیو لیکلي: "وحشي رژیم بالاخره نسکور شو."
"زه د سوریې خلکو ته درناوی کوم، د هغوی زړورتیا او صبر ته سلام کوم. په دې نازک وخت کې، زه له هغوی د سولې، ازادۍ،او یووالي هیله لرم. فرانسه به د منځني ختیځ د ټولو خلکو امنیت ته ژمنه پاتې شي."
د فرانس پرس اژانس له مخې، د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د اسد سقوط "ښه خبر" وباله او د سوریې د ثبات لپاره یې سیاسي حل ته غږ وکړ.
شولڅ وویل: "بشارالاسد خپل خلک په بې رحمانه توګه وځپل. هغه بې شمېره خلک ووژل او ګڼ شمېر خلک یې اړ کړي چې وتښتي، چې ډېری یې جرمني ته راغلي."
د برېتانیا مرستیالې لومړۍ وزیرې انجیلا راینر ویلي، که د اسد رژیم نسکور شوی وي، نو حکومت "دې خبر ته ښه هرکلی وايي."
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو تایاني په "ایکس" ویلي: "زه په سوریه کې د وضعیت بدلون په ډېر دقت سره څارم. زه په دوامداره توګه په دمشق کې زموږ له سفارت او د وزیر اعظمې له دفتر سره په اړیکه کې یم." هغه د بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه هم وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters
قطر په خپله وینا کې قطر ټینګار کړی چې باید سوریه د "ګډوډۍ لور ته ولاړه نه شي."
مصر ویلي چې د سوریې بدلونونه "ډېر جدي" پاموړ ګڼي او د سوریې د دولت او خلکو ملاتړ کوي، د دې هېواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ ته ژمن دی. د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې له ټولو سوریایي اړخونو غوښتنه کړې چې د دولت ملي شتمنۍ او بنسټونه وساتي او د هېواد لوړې ګټې په پام کې ونیسي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان اعلان وکړ چې هېواد یې غواړي د سوریې د یووالي په "تضمین" کې مرسته وکړي.
فیدان په "ایکس" کې لیکلي: "ترکیه چمتو ده چې په سوریه کې د ټپونو د رغولو، د هېواد د یووالي، د خاورې د بشپړتیا او امنیت د تضمین لپاره اړین مسؤلیتونه پر غاړه واخلي."
د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د اسد رژیم سقوط "یو مثبت ګام" دی او "له ډېر وخت راهیسې یې انتظار کېده."
ایران د سوریې په اړه د "مناسبو دریځونو" د غوره کولو اعلان کړی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سیمې د یوه اغېزناک هېواد په توګه به د سوریې د امنیت او ثبات د ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.
چین هیله ښودلې چې سوریه به "ژر تر ژره ثبات ته ورسېږي." دا خبرې د چین د حکومت لخوا د سوریې د وروستیو پېښو په تړاو په یوه رسمي بیان کې شوي دي.
په سوريه کې د ولسمشر بشار الاسد مخالف وسله وال وايي د پلازمېنې کنټرول يې په لاس کې اخيستی او بشار الاسد له هېواده وتلی دی. وړاندې رويټرز خبري اژانس ويلي وو چې ښاغلی اسد په الوتکه کې يوه نامعلوم ځای ته تللی دی.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپله تروټ سوشل خواله رسنۍ کې لیکلي چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد وروسته له هغه "له خپل هېواده تښتېدلی، چې د خپلې ټلوالې روسیې ملاتړ یې له لاسه ورکړ".
"اسد ولاړ. هغه له خپل هېواد ووت. د هغه ساتونکې روسیه، روسیه، روسیه چې ولادیمیر پوتین یې مشري کوي، نور د هغه له ساتلو سره علاقه نه لري".
ټرمپ په خپل پیغام کې دا هم ویلي سوریه کې د روسې د پاتې کېدو لپاره هېڅ دلیل نه دی پاتې چې په وینا یې "دوی د اوکرایین له امله له سوریې سره خپله علاقه له لاسه ورکړه- هغه ځای چې نژدې ۶۰۰،۰۰۰ روسي پوځیان پکې مړه یا ټپیان شوي، دا سیې یوه جګړه کې چې هېڅکله باید نه وای پیل شوې"
اسد چېرې ولاړ؟
روسیه: اسد 'جګړه کې له نورو ښکېلو اړخونو' سره له خبرو وروسته له هېواده وتلی
روسیه وایي بشار الاسد "جګړه کې له نورو ښکېلو اړخونو" سره له خبرو وروسته له خپل ځایه او هېواده وتلی دی او د واک د سولهییز لېږد لپاره یې لارښوونې ورکړې دي.
روسیه ټینګار کوي چې په دې خبرو کې یې برخه نه وه اخیستې او په سوریه کې یې پوځي اډې د لوړ خطر په حالت کې دي خو تر اوسه تر ګواښ لاندې نه دي.
روسیه وایي د سوریې له ټولو مخالفو ډلو سره په اړیکه کې ده.
روسیه د الاسد یو مهم متحد و، چې مخکې یې بشار الاسد ته واک کې د پاتېدو لپاره پوځي مرستې برابرولې.

د عکس سرچینه، Reuters
تازه پرمختګ:

- ټرمپ وايي بشار اسد د روسیې ملاتړ له لاسه ورکولو وروسته له خپله هېواده تښتېدلی
- د متحده عربي اماراتو یوه جګپوړي چارواکي بشار اسد ته له پناه ورکولو ډډه کړې ده.
- حکومت مخالفو وسله والو د سوریې ملي تلوېزیون له لارې د بشار اسد د حکومت ړنګېدل اعلان کړل
- دمشق کې د ایران د سفارت پر ودانۍ د برید او ملکیت د تخریبولو انځورونه خپاره شوي
- د سوریې لومړي وزیر محمد جلالي د ازادو ټاکنو غوښتنه کړې ده
- دمشق کې د عراق سفارت بېځایه شوی دی
- بې ځایه شوي سوریایان د لبنان – سوریې پولې ته رسېدلي چې خپل هېواد ته ستانه شي
- اسرائيلي پوځ له سوریې سره خوندي سیمه کې د خپلو ځواکونو ځای پر ځای کولو اعلان کړی
- د هیئة تحریر الشام مشر ابو محمد الجولاني ویلي، راځئ معاصر تاریخ کې تر ټولو د ستر انقلاب د بریا انځور بشپړ کړو

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله هم وايي، یوه شخصي الوتکه چې د دمشق له هوايي ډګره پورته شوه، ښايي بشار الاسد پکې سپور و.
په ورته وخت کې د حکومت مخالف وسله وال ادعا کوي چې ، د سوریې پلازمېنې ته ننوتلي دي.
رویټرز خبري اژانس د بشارالاسد د حکومت د مخالفو دوو سرچینو په حواله ویلي چې دوی دمشق ته د پوځ او یا د حکومتي ځواکونو له کوم مقاومت پرته ننوتلي دي.
همدا ډول راپورونه وايي، د بشارالاسد مخالفو وسله والو په دمشق کې د راډیو او ټلویزیون ودانۍ کنټرول ترلاسه کړی دی.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، هېواد یې باید په سوریه کې د روان پرمختګ څرنګوالي کې هېڅ رول ونه لوبوي.
وسلهوالو یاغیانو د 'درعا' سیمه نیولې
د راپورونو له مخې، د سوریې په جنوب کې وسلهوالو یاغیانو د 'درعا' سیمه نیولې ده. دا هغه ځای دی چې په ۲۰۱۱ کې د دغه هېواد د ولسمشر بشارالاسد پر ضد پاڅون ترې راټوکېدلی و.
د جګړې څارونکې یوې بریتانیا مېشتې ادارې راپور ورکړی چې "سيمهييزو جهتونو" له حکومتي ځواکونو سره تر "تاوتریخجنو نښتو" وروسته دغلته ډېری نظامي مرکزونه نیولي او کنټرول یې پرې ترلاسه کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د یاغیانو سرچینې وايي چې دوی داسې یوې هوکړې ته رسېدلي چې پر بنسټ یې د سوریې وسلهوال ځواکونه شاتګ وکړي او پوځي چارواکو ته اجازه ورکړل شي چې په خوندي ډول پلازمېنې دمشق ته لاړ شي؛ هغه سیمه چې د جګړې له دغه ډګره شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لرې ده.
بيبيسي په خپلواکه توګه دا راپورونه نه شي تاییدولی چې وايي، یاغیان د سوریې په شمال کې د 'حمص' ښار څنډو ته د رسېدو ادعا کوي.
بریتانیا مېشتې د جګړې څارونکې او د سوریې د بشري حقونو څار ډلې د جمعې په ورځ وویل چې یاغیانو د سوریې په جنوب کې د 'درعا' سیمې ۹۰ سلنه برخه تر خپل کنټرول لاندې راوستې او یوازې د 'الصنمین' سیمه لا هم د حکومت په لاس کې ده.

د عکس سرچینه، EPA
د حمص څنډو ته د یاغیانو د رسېدو ادعا نه وروسته د دغه لوی ښار لسګونه زره اوسېدونکي له ښاره بهر پ تېښته دي.
د سوریې حکومت مخالف وسله وال په داسې حال کې په دې جګړې کې د پرمختګ ادعا کوي چې ایله یوه اونۍ مخکې یې د بشار الاسد حکومت پر ضد پراخ بریدونه پیل کړل او لومړی لوی ښار حلب یې ونیو.
پر پنجشنبه بیا حکومتي ځواکونه له حماه ښاره په شا شول او وسله والو یې کنټرول ترلاسه کړ.
د سخت دریځې وسله والې ډلې "هیئة تحریر الشام" مشر ابو محمد الجولاني د حمص اوسېدونکو ته ویلي، "ستاسې وخت رارسېدلی دی. " د سوریې حکومت مخالفو وسله والو تېره اونۍ پراخ بریدونه پیل کړل، د سویل پر لور پرمختګ کوي او حمص یې ښايي د پلازمېنې دمشق په لار کې یو بل پړاو وي.
د وسله والو وروستي پرمختګونه د سوریې ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې په ترڅ کې د یوه لوري تر ټولو چټک پرمختګ بلل کېږي، چې د حکومتي پوځ کمزوري برالا کوي.
د ولسمشر بشار الاسد د لږکۍ علوي قبیلې ترهېدلي خلک له حمص ښاره د وتلو په حال کې لیدل شوي دي. په ویډیوييي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې په لویو لارو کې د موټرو سختې ګڼې، ګوڼې له کبله ډېر ځایه تګ راتګ په ټپه ولاړ دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوریې هغې وسله والې ډلې چې د دې بریدونو مشري کوي، پر خواله رسنۍ ټیلیګرام یوه پیغام کې ویلي: ''زموږ ځواکونو د حمص څنډو کې وروستی کلی هم ازاد کړ او اوس د ښار دېوالونو ته رسېدلي دي.''
بي بي سي نه ده توانېدلې دا خوځښتونه تائید کړي، خو په سوریه کې د بشري حقونو څار ډله (اېس او اېچ ار) چې د دې هېواد پر جګړه نظر ساتي او مرکز یې په بریتانیا کې دی وايي، وسله وال یاغیان د ښار په څو کیلومترۍ کې دي. د دغه سازمان مسوولین وايي، روسي جنګي الوتکو په نژدې راستن سیمه کې یو پل له دې کبله بمبار کړی، چې د یاغیانو پرمختګ سوکه کولو هڅه وکړي.
له هغه وروسته چې د سوریې حکومتي ځواکونو له څو ورځو جګړې وروسته د حماه ښار کنټرول له لاسه ورکړ، معلومه نه ده، چې دوی به د حمص دفاع وکولای شه او که نه. د سوریې دفاع وزارت هغه ادعاوې رد کړي، چې له مهم ستراتیژیک ښاره یې ځواکونو ایستلي، چې پلازمېنه دمشق د مدیترانې سمندر پر غاړه د علوي قبیلې له مرکزي سیمې سره نښلوي.
د هیئة تحریر الشام مشر ټینګار کوي چې د اسد د نظام ختمول یې هدف دی.
د جمعې پر ورځ، حکومت مخالف وسله وال د سوریې درېیم مهم لوی ښار حمص ته په داسې حال کې نژدې شوی، چې د سوریې د بشر حقونو د څار ادارې ویلي، هیئة تحریر الشام او نورې حکومت مخالفې ټلوالې ډلې د حمص شمال رستن او تلبیسه ښارونو ته د سوریې د پوځ په نشتوالي کې ننوتلې دي.
بي بي سي ته رسېدلي انځورونو کې ښکاري چې وسله وال یاغیان د حمص ښار په ځینو سیمو کې لیدل کېږي.
دا ښار د سوریې پلازمېنې دمشق ورڅېرمه پروت دی او که حکومتي ځواکونه ترې وځي دا به د سوریې په روانه جګړه کې د یاغیانو لوی بری وي.
د اسلامپالو په مشرۍ یاغیانو تر دې وړاندې د سوریې مرکزي ستر ښار حماه او له هغې مخکې ناڅاپه د حلب ښار نیولی دی.
د وسله والو یاغیانو او اسد پلوه حکومتي ځواکونو تر منځ جګړو لسګونه زره خلک کډې کولو ته اړ کړي.
د دغې ډلې له تازه پرمختګ سره اردون له سوریې سره د خپلو پولو د تړل کېد وویلي او روسیې بیا په خپلو وګړو غږ کړی چې ژر له دې هېواده ووځي.
مسکو په سوریه کې د اوسني حکومت او وسله والو ځواکونو یو مهم نږدې ملګری بلل کېږي.















