د امریکا او ایران مذاکرات: ایرانی پلاوی روسیې ته او د سعودي دفاع وزیر ایران ته تللی

خالد بن سلمان نن پنجشنبه تهران ته ورسېد.

د عکس سرچینه، tasnim

د عکس تشریح، خالد بن سلمان نن پنجشنبه تهران ته ورسېد.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي مسکو ته تللی او په تازه څرګندونو کې یې ویلي، چې ''د اتومي پروګرام بحث یې تل له روسي دوستانو سره شریک کړی او تر اوسه پورې نژدې مشورې شوې دي، له روسیې او چین سره مو سلا، مشورې وکړې.''

نوموړی وايي، دا سفر له مخکې پلان شوی و او ده د ایران د مذهبي مشر یو پیغام هم د روسیې ولسمشر ته رسولی دی او په دا وروستیو کې د ایران اتومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن تر منځ د خبرو له پیل سره همهاله ترسره شوی دی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې تل د نړیوالو او سیمه ییزو موضوعاتو په هکله له روسیې سره سلا، مشوره کړې او دا ځل به هم همداسې کېږي.

ښاغلی عراقچي داسې مهال مسکو ته سفر کوي، چې د سعودي عرب دفاع وزیر تهران ته رسېدلی دی.

خالد بن سلمان له مل پلاوي سره یو ځای نن تهران ته ورسېد.

نوموړی دا سفر د ایران لوی درستیز محمد باقري په رسمي بلنه کوي.

له دې مخکې د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس مدیر رافائل ګروسي چې له درېیو ورځو راهیسې په ایران کې دی، د ایران اتومي سازمان ادارې له مشر محمد اسلامي سره په تهران کې لیدلي دي. دوی دواړه به وروسته یوې ګډې خبري غونډې ته وینا وکړي.

بل لور د اتومي انرژۍ په نړیوال سازمان کې د روسیې استازی وايي، مسکو د ایران اتومي پروګرام پر سر د روانو مذاکراتو ملاتړ کوي. ښاغلی ګروسي داسې مهال تهران ته سفر کوي، چې دوې ورځې وروسته د ایټالیا په روم کې د ایران او امریکا تر منځ خبرې بیا پیلېږي. دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان مشر د ایران اتومي پروګرام په هکله خپل هر اړخیز رپوټ وړاندې کوي.

دا رپوټ به د شورا د مشرتابه پرېکړه لیک پر بنسټ چمتو کېږي. د دې رپوټ محتوا به د روان کال په اکتوبر کې پر ایران د ملګرو ملتونو بندیزونو دوام یا لېرې کولو کې مهم رول ولري.

ښاغلي ګروسي پرون د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره هم لیدلي وو. ښاغلي عراقچي د اتومي انرژۍ د نړیوال اتومي اژانس له مشر سره لیدنه ګټوره بللې او په خبره یې:''په داسې حال کې چې ځینې قوتونه د روانو مذاکراتو ګډوډ کولو هڅې کوي، د اوس لپاره د سولې یوه عمومي مدیر ته اړتیا لرو.''

نوموړي زیاته کړې، دا اژانس کولای شي په راتلونکيو میاشتو کې د ایران اتومي پروګرام په سوله ییز حل کې مهم رول ولري. نوموړي وویل: ''موږ غواړو د ګروسي پر هغه ژمنه باور وکړو، چې اژانس به د سیاست له اغېزو لېرې وي او تمرکز به یې پر مسلکي ماموریت ورټول وي.''

د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان عمومي مدیر (کیڼ لاس ته) د ایران بهرنیو چارو له وزیر عراقچي سره لیدلي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان عمومي مدیر (کیڼ لاس ته) د ایران بهرنیو چارو له وزیر عراقچي سره لیدلي.

بل لور د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس لپاره د روسیې استازی میخایل اولیانوف چې تهران ته د ښاغلي ګورسي له سفر مخکې یې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې وايي، روسیه د اختلافونو له منځه وړلو په پار د روان مذاکراتو ملاتړ کوي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي، چې د ایران اتومي پروګرام په تړاو مذاکره کوونکو کې هم شامل دی، د ایران له رسمي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، چې د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان عمومي مدیر د ایران او امریکا تر منځ مذاکراتو سره د یو ځای کېدو لپاره ''بیړه'' کړې ده. نوموړی

وايي، د ایران او امریکا مذاکراتو کې د پرمختګ په صورت کې به اژانس ته د ناظر یا څارونکي په توګه مراجعه کېده.

د ایران بهرنیو چارو وزیر (ښي لاس ته) د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس له عمومي مدیر سره لیدنه 'ګټوره' بللې.

د عکس سرچینه، EPA

تهران ته له سفر مخکې ښاغلي ګروسي د فرانسې له لوموند ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي و، چې اژانس د ایران او امریکا تر منځ مذاکراتو کې رول نه لري، خو په وینا یې: ''په دې هکله بې تفاوته نه دی.'' نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی و، چې ایران د اتومي بم چمتو کولو ته ''نژدې شوی دی.''

د اتومي انرژۍ د نړیوال اژانس عمومي مدیر د ایران او امریکا تر منځ د اتومي پروګرام پر موضوع روانو خبرو ته په اشارې وویل، د هر ډول توافق په صورت کې به یې تائید د دوی مسوولیت وي او کله چې یې متن چمتو شي له اژانسه به غوښتل کېږي، چې نظر پرې څرګند کړي.

ښاغلي ګروسي له دې مخکې ویلي و، چې د ایران بډای شویو یورانیمو کچه کافي ده، چې اتومي وسله ترې جوړه شي، له لوموند سره مرکه کې ویلي ''ایران د اتومي وسله تر لاسه کولو ته اوږد واټن نه لري.''

خو ایران بیا په تکرار سره ټینګار کوي، چې اتومي پروګرام یې د سوله ییزو موخو لپاره دی.

رافائل ګروسي داسې مهال تهران ته سفر کوي، چې امریکايي چارواکو د ایران له لوري په بشپړ ډول د یورانیمو بډای کولو بهیر درولو په هکله تازه دریځونه څرګند کړي او ایراني چارواکو هم غبرګون څرګند کړی دی.

ایران وايي، د یورانیمو بډای کولو مخنیوي موضوع پر سر مذاکرات نه کوي او دا خپل حق بولي.