ټرمپ: ایران په قصدي ډول اټومي هوکړه ځنډوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، په دې باور دی چې ايران په قصدي ډول اتومي تړون ځنډوي. ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا خبرداری ورکړی چې ايران بايد د اټومي وسلو د جوړولو هر ډول هڅې ودروي ګنې د ده په ټکو له "سختو پايلو" سره به مخامخ شی چې په هغو کې پر "اټومي تاسيساتو پوځي بريد" هم کېدی شي.
ښاغلي ټرمپ د تهران او واشنګټن تر منځ په عمان کې له خبرو اترو دوه ورځې وروسته له خبريالانو سره په ناسته کې دغه څرګندوې کړې دي.
نوموړي ويلي، ايران د اټومي وسلو جوړولو ته "ډېر نژدې" شوی او خبرداری يې ورکړ چې تهران بايد ژر تر ژره اقدام وکړي ترڅو د سختو پايلو مخنيوی وشي.
ایران تل د خپل اټومي پروګرام پر سوله ییزه ټینګار کړی دی.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو دوهم پړاو په داسې حال کې ترسره کېږي چې د خبرو اترو د ځای په اړه متضاد خبرونه خپاره شوي دي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي وو چې ژر به د ایران په هکله پرېکړه وکړي.
ښاغلی ټرمپ دا خبره له هغه وروسته کړې وه، چې پر شنبه په عمان کې د ایران او امریکا تر منځ خبرې د دواړو هېوادونو چارواکو ''مثبتې او رغنده'' وبللې او توافق وشو، چې روانه اونۍ به دا خبرې بیا کېږي.
ټرمپ مخکې ګواښ کړی و، چې که د ایران اتومي پروګرام درولو خبرې بې پایلې شي، ښايي پوځي اقدام وکړي. خو د امریکا ختیځ له وخت سره سم پر یکشنبه نوموړي په ایرفورس ون الوتکه کې له خبریالانو سره مرکه کې وویل، د ایران په هکله له خپلو سلاکارانو سره غږېدلی او ژر به پرېکړه وکړي.
نوموړي پر دې موضوع نور جزیات نه دي څرګند کړي.
د شنبې پر ورځ د عباس عراقچي او سټېو ویټکاف تر منځ له خبرو وروسته دا دویم ځل دی، چې ولسمشر ټرمپ په دې هکله لنډې خبرې کوي، خو د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
ټرمپ په دې هکله لومړی ځل ویلي و: ''فکر کوم، چې خبرې سمې پرمخ روانې دي. تر هغو چې پایلې ته نه وي رسېدلې، څه نه شي ویل کېدای، ځکه نو نه غواړم په دې هکله څه ووایم. خو وضعیت بد نه دی، فکر کوم وضعیت نسبتا سم پر مخ درومي.''
د ایران مذهبي مشر بیا پر یکشنبه له خپلو پوځي مشرانو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ، چې باید ''د لوړ کچ تیارسئ حالت کې واوسي او هراړخیز چمتوالی ولري.''
بله ناسته چېرې ده؟
بله ناسته به د راتلونکې شنبې پر ورځ کېږي، خو تر اوسه پورې یې د ځای په هکله رسماً څه نه دي ویل شوي. بل لور د اکسیوس خبري شبکې په رپوټ کې د دوو سرچینو له قوله ویل شوي، چې د دې مذاکراتو دویمه ناسته به د ایټالیا پلازمېنه روم کې وي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي په دې هکله خبرو کې وویل، د عمان مذاکراتو په څېر به راتلونکې خبرې هم غیر مستقیمې وي، خو په وینا یې ځای ځایګی یې ښايي بدل وي. له دې مخکې ځینو سرچینو ویلي و، چې د راتلونکې شنبې خبرې ښايي په اروپا کې وي.
د عمان پر ځای د اروپا په یوه ښار کې د خبرو ځای ټاکلو یو احتمالي دلیل له امریکا متحدو ایالتونو د عمان لېرې والی یاد شوی او اروپا بیا داسې ځای بلل شوی، چې د امریکا او ایران دواړو استازو ته به د سفر لپاره په منځني واټن کې مناسب ځای وي.
په واشنګټن کې د کړکېچ نړیوالې ډلې غړی علي واعظ د بي بي سي فارسي څانګې له ۶۰ دقیقو خپرونې سره مرکه کې وویل، عمان له امریکا ډېر لېرې دی او که دا خبرې هره شنبه دوام کوي، د امریکايي استازو لپاره به تګ راتګ ستونزمن شي او بله دا چې په راتلونکو ورځو کې به د عمان هوا خورا زیاته ګرمه شي، چې اروپا ته د خبرو انقال یو دلیل دا هم کېدای شي.
د مخامخ خبرو رپوټونه
د اکسیوس په رپوټ کې د یوې نژدې سرچینې له قوله ویل شوي، چې د ایران او امریکا استازو ''۴۵ دقیقې مخامخ خبرې کړې.'' خو ایراني چارواکو دا موضوع نه ده تائید کړې.
ایراني چارواکو له دې مخکې د خدای پامانۍ پر مهال د یوې لنډې مخامخ لیدنې خبره کړې وه. د ایران استازي عباس عراقچي هم ویلي و: ''له امریکايي دیپلوماتانو سره مخامختیا کې مې تل دیپلوماتیک نزاکتونه مراعت کړي دي.''
له صدا و سیما خبري شبکې سره مرکه کې ښاغلي عراقچي وویل: ''دوه نیم ساعته په دوو جلا خونو کې'' د عمان بهرنیو چارو وزیر له لارې خبرو دوام وکړ، او هغه (څلور ځله) د دې خونو تر منځ لاړ-راغی، چې پیغامونه تبادله کړي.''
د ده په خبره مذاکرات ''ډېر محترمانه'' او ''له موضوع سره برابر'' روان و.
د دې مذاکراتو له پیل مخکې بیا د امریکا او ایران چارواکو د دې څرنګوالي په هکله ضد او نقیض نظرونه څرګند کړي وو. ایراني چارواکو پر ''غیر مستقیم'' مذاکراتو ټینګار کاوه او ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته ویلي و، چې خبرې به مستقیمې وي.
له پوځي مشرانو سره لیدنه

د عکس سرچینه، Khamenei.ir
په ایران کې له امریکا سره د خبرو مخالفو سخت دریځو ''د مخامخ خبرو'' کلک مخالفت وکړ، خو د اصلاح غوښتونکو داسې غږونه هم واورېدل شول، چې مذاکرات باید چټک او مخامخ وي.
بل لور د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنهيي د یکشنبې پر ورځ د ایراني ځواکونو له قوماندانانو سره په ''نوروزي غونډه'' کې د شنبې ورځې مذاکراتو ته له اشارې پرته وویل: ''هغه څه چې دښمن یې احساسوي د اسلامي جمهوریت نوم نه دی، بلکې هغه هوډ چې (یو) هېواد غواړي مسلمان، مستقل، د هویت څښتن پاتې شي او د خپل عزت لپاره پر بل چا تکیه و نه کړي، د دوی د غوسه کېدو لامل دی.''
د ښاغلي خامنهيي وېبپاڼې پر ''سوفټ ویئر او هارډ ویئر سخت چمتوالی'' د نوموړي ټینګار تر څنګ سرلیک کښل شوی چې ''د لوړ کچ چمتوالی لازم دی''.
د ایران لوی درستیز محمد باقري ایراني مشرانو ته په خپله وینا کې وویل: ''وسله وال ځواکونه د خلکو په ملاتړ بشپړ چمتوالی لري او د ایران دښمنان به هېڅکله نه پرېږدي چې خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي.''








