ټرمپ: که د ایران خلاف د "پوځي ګام اړتیا" پېښه شي، نو اسرائیل به پکې مهم رول ولري

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا خبرداری وکړی چې که اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوي لپاره "پوځي عملیاتو" ته اړتیا پېښه شي، نو د دغه هېواد پر خلاف به پوځي ګام واخیستل شي.
ټرمپ زیاته کړې چې اسرائیل به د ایران د اټومي پروګرام مقابلې لپاره د احتمالي پوځي ځواک په کارېدو کې مهم نقش ولري او د دغو عملیاتو مشري به کوي.
د امریکا ولسمشر دا څرګندونې چارشنبه سپینه ماڼې کې کړې.
هغه ټينګار کړی چې د ایران پرمختګ او سوکالي غواړي او یوازنۍ غوښتنه یې دا ده چې دغه هېواد اټومي وسلو ته لارسرسی ونه مومي.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکلې منځني ختیځ لپاره یې ځانګړی استازی سټیف وایټکاف د شنبې پر ورځ عمان کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره یوې اټوميهوکړې ته د رسېدو په تړاو خبرې پیل کړي.
ښاغلي ټرمپ د دې لیدنې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "ډېر فرصت نه لرو. له همدې کبله به پرې نږدو چې [ایران] اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي. خو غواړو پرمختګ وشي."
هغه زیاته کړه "د ایران خلک ډېر ښه او هوښیار خلک دي... خو په ستونزمن وضعیت کې دي. تاوجن حکومت لري."
نوموړي وویل: "چندان غوښتنه نه لرم. یوازې صبر به وکړو."
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د عمان غونډه یوازې د مذاکراتو د امکان ارزولو لپاره ترسره کېږي.
د یادونې ده چې امریکا وايي دا کتنه په مستقیم ډول ترسره کېږي، خو ایران یې غیرمستیقمه لیدنه بولي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان چارشنبه (د اپرېل ۹مه) وویل چې دا مذاکرات به "غیرمستقیم" وي او د ایران اسلامي جمهوریت د مشرتابه (ایتالله علي خامنهای) له لارښوونو سره سم به ترسره شي.

د عکس سرچینه، Mizan
ښاغلي پزشکیان د ایران د اټومي انرژۍ سازمان له کارکوونکو سره غونډې کې زیاته کړه: "مشرتابه ویلي چې مذاکراتو ته چمتو یو، خو په مستقیم ډول نه ځکه باور نه لرو... موږ غیرمستقیم او په برم او لوړ سر خبرې کوو. د دې لپاره چې موږ اټومي بم نه جوړوو، که هر ضمانت ته اړتیا وي ورکوو یې."
تر دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي و چې "امریکا غیر مستقیم مذاکرات منلي دي."
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر بیا روانۍ اوونۍ دغه هېواد ته د اسرائيل د لومړي وزیر د ورتګ پر مهال سپینه ماڼۍ کې رسنیو ته ویلي وو چې دا مذاکرات په "مستقیم ډول" ترسره کېږي.
هغه د نتنیاهو په حضور کې رسنیو ته وویل که د شنبې ورځې مذاکرات ناکام شي، نو ایران به له "لوی خطر" سره مخامخ شي.
تر ډونلډ ټرمپ وروسته د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت هم ویلي چې د شنبې ورځې خبرې په مستقیم ډول ترسره کېږي.
هغې سېشنبه له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، څنګه چې ولسمشر ټرمپ ټینګار کړی "که ایرانیان د دیپلوماسۍ او د هوکړې مسیر د دوام پرېکړه ونه کړي، چې زموږ په اند پر دې لوري د حرکت په حال کې دي، نو له ډېرو جدي پایلو سره به مخامخ شي."











