تهران ته د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د مشر سفر؛ د امریکا او ایران دوم پړاو مذاکرات روم کې کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبابادي ویلي، د دغه هېواد او امریکا د مرکچیانو دویمه ناسته به د شنبې پر ورځ د ایټالیا پلازمېنه روم کې ترسره شي.
هغه دا څرګندونې چارشنبه ایران تلویزیون سره مرکه کې کړې.
خو نوموړي ویلي، د ناستې ځای که هر چېرته وي، د عمان بهرنیو چارو وزیر به یې اسانچاری او منځګړی وي.
د یادونې ده چې ایراني او امریکايي چارواکو لومړي مذاکرات تېره شنبه د عمان پلازمېنه مسقط کې کړي وو.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف په ګډون تېره غونډه کې د مذاکراتو پر دوام ټینګار شوی و خو له تېرو دوو ورځو راهیسې یې د تر سره کېدو د ځای په اړه بېلابېل رپوټونه خپرېدل.
تازه د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریبابادي ویلي "د خبرو اترو د وخت او ځای پر ټاکلو باید ورځې او ساعتونه ونه لګوو."
هغه زیاته کړه چې "په دویم دور کې به مذاکراتو لپاره د چوکاټونو او کړنلارې پر ټاکلو تمرکز وشي. په دې مانا چې که ټاکلې وي د ایران اټومي پروګرام په تړاو، په ځانګړې توګه د دغه پروګرام اړوند د باور جوړونې او همدا راز په ملموس ډول د بندیزونو د رفع کولو پر موضوع خبرې کوو، نو باید مشخصه شي چې کوم ګامونه باید واخیستل شي، کوم موضوعات و ارزول شي او دقیقآ کوم بندیزونه باید لغوه شي."
ښاغلي غریبابادي د ډونلډ ټرمپ او سټیف ویټکاف د سېشنبې ورځې څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې ایران به خپل د اټومي بډاینې صنعت مذاکراتو کې د معامله وسیله ونه ګرځوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رفایل ګروسي چارشنبه تهران ته تللی و.

د عکس سرچینه، FARS
هغه تر دغه سفر او د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره تر کتنې مخکې د فرانسې لومونډ ورځپاڼې ته ویلي وو، دا اژانس لېوال دی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ مذاکراتو کې رول ولري.
نوموړي زیاته کړې وه چې "د اژانس له حضور پرته هر ډول هوکړه، یوازې تشه پاڼه ده."
ښاغلي ګروسي چې مخکې یې ویلي وو ایران اوس د اټومي وسلې جوړولو لپاره د بډایه شویو یورانیمو کافي زېرمه لري، لومونډ سره په دې تازه مرکه کې یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي "ډېر واټن نه لري."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دوی او امریکا ترمنځ خبرو کې نقش درلودو ته د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د لېوالتیا په اړه ویلي "اوس وخته دی چې اژانس دغه بهیر ته شامل کړو. هر وخت چې هوکړه رامنځته شي، اژانس به طبعآ راوبلل شي."
هغه مسکو ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پلان شوي سفر په اړه وویل: "روسیې ته د ښاغلي عراقچي سفر د ایران او روسیې ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو یوه برخه ده. او د ایران د مشر پیغام به د روسیې ولسمشر، ښاغلي پوتین ته ورسوي؛ او همدا راز به د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا لارې چارې و ارزوي."
ښاغلي عریبابادي دا هم وویل چې روسیه او چین مسقط کې د ترسره شویو مذاکراتو له جزییاتو خبر دي او دا چې دغه هېوادونه د ګواښونو د درولو، د بندیزونو لغوه کولو او د مذاکراتو د دوام پر درېځ ولاړ دي.








