تورخم دروازه پر دویمه ورځ هم د لویو ګاډو پر مخ تړلې؛ موټر چلوونکي وايي 'بار کړې مېوې' یې خوسا کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
تورخم دروازه نن دویمه ورځ هم تړلې، چې له کبله یې دواړو غاړو ته سلګونه بار وړونکي موټر او لویې لارۍ ولاړې دي.
دا لار پرون (شنبه د جنورۍ پر ۱۳مه) تورخم کې د پاسپورټ او ویزو جبري کېدو له کبله تړل شوې وه.
طالب چارواکو ویلي، لومړی پاکستاني ځواکونو له کوم اعلان پرته د ویزو د نشتوالي له امله د لویو ګاډو پر مخ لار وتړله، بیا دوی هم له ها غاړې د هغو پاکستاني موټر چلوونکو او موټرو درولو پرېکړه وکړه چې اسناد یې نه لرل.
د طالبانو په حکومت کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي نور محمد حنیف ویلي، دغه لار وروسته له هغه وتړل شوه چې "پاکستاني لوري له افغان موټر چلوونکو د پاسپورټ او ویزې غوښتنه کوله."
په خیبر پښتونخوا کې د تورخم سرحدي چارواکو خبریالانو ته ویلي، د دغه شرط د نرمولو په اړه تر اوسه کومه پریکړه نه ده شوې.
په سیمه کې ازاد خبریال مهراب اپریدی وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې په تورخم کې د موټر چلوونکو او ټرانزېټ لپاره د پاسپورټ او ویزې جبري کول ګڼ خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د هغه په ټکو له دې کبله په دوه اړخیزه سوداګري هم سیوری غوړیدلی او کاروبار ورسره په ټپه ولاړ دی.
بي بي سي ته په رالېږلو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري، چې د بېلابېلو توکو بار سلګونه لوی ګاډي له تورخمه تر لواړګي ولاړ دي.
د ننګرهار خوا ته هم د موټرو کاروانونه ولاړ دي.
موټر چلوونکي وايي "که دا انتظار لا اوږد شو نو د ملیونونو روپو مال ختمېږي."
د خیبر لخوا څو موټر چلوونکو په سیمه کې ازاد خبریال مهراب اپريدي ته ویلي "حکومتونه دې دوی ته په تورخم دروازه د ویزو لګولو او له دروازې د اسانه تېریدو زمېنې برابرې کړي."
د ضمیر په نوم یو بل موټر چلوونکی چې د پاکستان لخوا یې مالټې بار کړي وايي "کاش ویزې لګیدلی یوې ویزې ته به تر شپږو میاشتو انتظار کوې او ډېر لګښت هم پرې راځي."
د ده په وینا سوداګري او اړیکې په دې ډول سختو شرایطو کې دوام نه شي کولای.
د حقیق په نوم یو بل موټر چلوونکی وايي، "دویمه ورځ په داسې ځای کږو وږو غرو کې ګېر یوو، چې د خوراک څښاک هم څه درک نه لګي."

د عکس سرچینه، MEHRAB AFRIDI
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ډیر ناروغان بې ویزې او پاسپورټه پرېښودل کېدل، خو پاکستاني لوري یې تېره ورځ په اړه سملاسي تګلاره بدله کړې.
له دې مخکې د ترانزېت په ګډون د هر ډول سوداګریزو توکو موټر چلوونکو ته په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره د تګ راتګ اجازه وه.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ په سر رامنځته شوې لانجه نوې نه ده، بلکې د رپوټونو پر بنسټ په دې وروستیو کې نږدې هره میاشت وخت نا وخت ناندریزه شوې او له امله یې تګ راتګ ټکنی شوی دی.
له تورخم ورها خوا د افغانستان او پاکستان تر منځ بله بوخته لار د سپین بولدک او چمن دروازه ده.
دا لار هم له تېرو دریو میاشتو راهیسې د هغه څه له کبله چې اعتراض کوونکي یې د پاکستان نوي سختې پالیسۍ بولي بنده ده.
په چمن کې زرګونو پرلت کونکو د پرلت درې میاشتو له پوره کېدو سره سره د خپلو اعتراضونو د دوام خبره کړې او په وینا یې تر هغې چې پاکستان د تګ راتګ لپاره د ویزو او پاسپورټ برخه کې سخت شرایط نرم نه کړي، خپل پرلټ ته به دوام ورکوي.












