څلورمه ورځ هم د تورخم لار تړلې ده؛ طالب سفیر ته پاکستان د لارې د خلاصېدو ډاډ ورکړی
ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي له پاکستاني ځواکونو سره د تېرې چارشنبې ورځې تر نښتې وروسته نن (شنبه، سپتمبر ۹مه) څلورمه ورځ هم تورخم دروازه د هر ډول مسافرو او ترانزیت پر مخ د پاکستان له لوري بنده ده.
دغو چارواکو له خلکو غوښتي چې تورخم ته د سفر کولو هڅه دې نه کوي.
بله خوا، اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سرپرست سفیر سردار احمد شکیب ویلي، د تورخم دروازې بندېدو په تړاو یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي، ښاغلي شکیب د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په لیدنه کې د تورخم درواې د بندېدو په اړه غږېدلی او د دروازې بندېدل یې د دواړو هېوادونو په زیان بللي دي.
ویل شوي چې اصف دراني ډاډ ورکړی دوی به هڅه کوي چې پاکستاني چارواکي قانع کړي د تورخم دروازه د عام تګ-راتګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر مخ پرانیزي.
د تورخم دروازې تر بندېدو وروسته، د افغانستان کرنیز محصولات د خرابېدو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د نښتې په ورځ (تېره چهارشنبه) د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وویل چې، "نښته د پاکستاني پوځیانو لخوا پر افغان ځواکونو د ډزو له پیلولو سره رامنځته شوه چې افغان ځواکونو د پاکستان بريد ته ځوابي غبرګون وښود او نښته وشوه."
خو پاکستاني چارواکو بیا ویلي وو چې "طالب سرتېرو په هغه ځای پوسته جوړوله" چې پاکستانی لوری پرې خوښ نه و."
تورخم ته څېرمه د افغانستان له ختیځ ننګرهار ولایته رپوټونه وايي، هلته له تورخم دروازې بېرته راستنې شوې له مېوو ډکې لارۍ په منډي کې ولاړې دي او د خرابېدو له وېرې یې په نیمه بیه پلوري.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ ویلي، د تورخم دروازه به تر هغه بنده وي چې د امنیتي ګواښونو په اړه خبرو کې پرمختګ نه وي شوی.
ممتاز زهرا بلوچ دا هم ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکا تر وتلو وروسته پاتې شوې وسلې د "ترهګرو لاس ته لوېدلې" چې په وینا یې د "پاکستان لپاره ګواښ" دی.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل ویلي چې دوی پخپله خاوره کې هغو جنګیالیو ته ځای نه ورکوي چې د نورو هېوادونو لپاره ګواښ وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
تورخم لار پر ډيورنډ کرښه د خلکو د اوښتو راوښتو تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره هم یوه مهمه لار ده.
ګڼ افغانان د درملنې لپاره هم پېښور او یا نورو سیمو ته ځي او په ځانګړي ډول د لر او بر پښتنو تر منځ د کرښې دواړو غاړو ته خپلوۍ او عزیزۍ هم شته چې پر دې لاره تګ راتګ کوي.
خو که تېر پرځول شوی جمهوري نظام و او که اوس د طالبانو حکومت، دغه لار وخت نا وخت د پاکستان او افغانستان حکومتونو تر منځ د لانجونو او بېلابېلو ستونزو له کبله تړل شوې ده.
د ځینو شمېرو له مخې، دوه کاله وړاندې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې د طالب جنګیالیو او پاکستاني عسکرو ترمنځ ګڼې نښتې رامنځ ته شوې دي.












