تورخم دروازه نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه
د طالبانو تر واک لاندې ملي تلوېزیون پر اېکس (ټویټر) پاڼه لیکلي، تورخم دروازه نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه، خو د خلاصېدو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د دروازې له پرانیستل کېدو سره دواړه غاړو ته په تمه خلک پورې وتل او بار وړونکو ګاډو ته له کرښې د تېرېدو اجازه ورکړل شوه.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر هم تایید کړې ده چې تورخم دروازه نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ په موخه خلاصه شوه.
وړاندې په تورخم کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکو پنجشنبې ماښام وويل، سبا د جمعې په ورځ د تورخم دروازه د مسافرو او موټرو پر مخ پرانيستل کېږي.
تورخم کې د طالبانو حکومت کمیسار مفتي عصمت الله یعقوب له بي بي سي سره په خبرو کې د لارې د پرانيستلو پخلی وکړ او زياته يې کړه، "دواړو لوريو ژمنه کړې چې د جمعې پر ورځ د افغانستان پر وخت د سهار اته بجې به د تورخم دروازه پرانيستل شي."
ښاغلي يعقوب زياته کړه، له پاکستاني لوري سره يې تازه خبرې نه دي شوې، خو وايي، "دروازه زموږ له لوري نه وه تړل شوې او موږ يې د خلاصولو ممانعت نه کوو، نن هغه لوري خپله دا پرېکړه کړې وه او موږ ته يې معلومات راکړل چې موږ اراده لرو سبا د افغانستان پر وخت اته بجې دروازه خلاصه شي او موږ ورته له خپل لوري ورته ډاډ ورکړ. "
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Facebook پای
پاکستان لوري تراوسه له رسنيو سره د لارې د خلاصېدو په اړه څه نه دي شريک کړي.
دغه لاره نهه ورځې وړاندې وروسته له هغه پاکستاني لوري وتړله چې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.
د نښتې په ورځ (چهارشنبه ۶ سپټمبر) د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت ويلي وو چې، "نښته د پاکستاني پوځیانو لخوا پر افغان ځواکونو د ډزو له پیلولو سره رامنځته شوه چې افغان ځواکونو د پاکستان بريد ته ځوابي غبرګون وښود او نښته وشوه."
پاکستاني چارواکو بیا ویلي وو چې "طالب سرتېرو په هغه ځای پوسته جوړوله" چې پاکستانی لوری پرې خوښ نه و."
خو ننګرهار کې بیا د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي بي بي سي ته وویل چې دغه پوسته له کرښې نژدې ۵۰۰ مترې لېرې د افغانستان خاروه کې ده او د ده په ټکو "نوې نه ده."

د عکس سرچینه، Getty Images
تورخم لار پر ډيورنډ کرښه د خلکو د اوښتو راوښتو تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره هم یوه مهمه لار ده.
ګڼ افغانان د درملنې لپاره هم پېښور او یا نورو سیمو ته ځي او په ځانګړي ډول د لر او بر پښتنو تر منځ د کرښې دواړو غاړو ته خپلوۍ هم شته چې پر دې لاره تګ راتګ کوي.
په سیمه کې د دواړو خواوو د ځواکونو تر منځ له وسله والې نښتې وروسته، د روان وضعیت تر ټولو ډېر زیان عامو خلکو او سوداګرو ته رسېدلی دی.
افغان سوداګر وايي دوی ته د لارې بندېدو له کبله هره ورځ د شاوخوا يو ميليون امریکايي ډالرو زيان وراوړي.
پاکستاني اړخ ته يې هم زيان دروند دی. د پښتونخوا له مرکز پېښوره تېره ورځ سوداګرو، ګاډو چلونکو او کاروباريانو د اعتراض په بڼه تورخم ته نژدې تر لواړګي پورې لاړل او له پاکستانه یې د لارې د خلاصېدو غوښتنه کوله.












