تورخم دروازه بیا د بار وړونکو موټرو او بې ویزې ناروغانو پر مخ تړل شوې

د عکس سرچینه، MEHRAB AFRIDI
د افغانستان او پاکستان تر منځ په ډیورنډ کرښه تورخم د تګ راتګ لار یو ځل بیا د ټرانزیټ پر مخ تړل شوې چې له کبله یې سلګونه په توکو بار موټر دواړو خواوو ته ولاړ دي.
د طالبانو په حکومت کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي نور حمد حنیف ویلي، دغه لار وروسته له هغه وتړل شوه چې "پاکستاني لوري له افغان موټر چلوونکو د پاسپورټ او ویزې غوښتنه کوله."
هغه ویلي د پاکستاني پولیسو له دې عمل وروسته دوی هم په ورته ګام لاس پورې کړی او هغو پاکستاني موټر چلوونکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي چې ویزه او پاسپورټ نه لري.
د ښاغلي حنیف په ټکو له دې ټکر وروسته د تورخم په لار ټرانزېټ بند شوی دی.
بلخوا په سیمه کې ځایې سرچینو بي بي سي ته ویلي د تورخم دروازه د تېرې شپې راهیسې د هر ډول باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې چې له کبله یې دواړه خواوې سلګونه موټر درول شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د تورخم کمیسار مولوي عدالجبار حکمت بیا دولتي باختر خبري اژانس ته ویلي، له دې غبرګون وروسته پاکستان سملاسي د هغو ناروغانو پر مخ هم دراوزه تړلې چې پخوا به بې ویزې د د درملنې لپاره پرېښودل کېدل.
هغه ویلي، "د پاکستان له لوري نن ټولو هغو ناروغانو ته، چې پاسپورت او ويزه نه لري پښتونخوا ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي."
له دې ور ها خوا چې لار بنده او سلګونه موټر په تمه ولاړ دي د تورخم شاوخوا لویو موټرو کې داسې تازه مېوې هم بار دي چې که لار ژر خلاصه نه شي، ښايي "خرابې" شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ډیرۍ ناروغان بې ویزې او پاسپورټه پرېښودل کېدل خو نن یې په اړه سملاسي تګلاره بدله کړې.
پاکستان حکومت بار وړونکو موټر چلوونکو لپاره د پاسپورت او ویزې درلودل لازمي یاد کړي و.
له دې مخکې د ترانزېت په ګډون د هر ډول سوداګریزو توکو موټر چلوونکو ته په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره د تګ راتګ اجازه وه.
"پاکستان دې دا لار یا سمه بنده یا سمه خلاصه کړې"

د عکس سرچینه، MEHRAB AFRIDI
د افغانستان او پاکستان تر منځ په دې دروازه رامنځته شوې لانجه نوې نه ده بلکې د رپوټونو پر بنسټ په دې وروستیو کې نږدې هره میاشت وخت نا وخت ناندریزه شوې او له امله یې تګ راتګ ټکنی شوی دی.
تېره سپټمبر میاشت خو ان دواړو خواوو د تورخم دروازې شاوخوا نظامي حالت اعلان کړی و او د خپلمنځي اختلافونو له کبله دا دروازه د سوداګرۍ او تګ راتګ په موخه څو ورځې تړل شوې وه.
ډیسمبر کې هم دا دروازه د هغه څه له کبله چې طالبانو "د پاکستان نا قانونه تاسیسات" بللې وه، دروازه تړل شوې وه.
نن (شنبه) د دروازې له تړل کېدو وروسته لواړګي کې یوه ازاد خبریال مهراب اپریدي بي بي سي پښتو ته ویلي هر ځل دې لانجې ګاډي چلوونکي سخت خفه کړې او کاروبار ورسره ټکنی شوی دی.

د عکس سرچینه، taliban
د هغه په ټکو نن شنبه دواړو لوریو ته سلګونه ګاډي د قانوني سفري اسنادو نه درلودو له کبله درول شوي چې ورسره صادرات او واردات په ټپه ولاړ دي.
پاکستان په دې وروستیو کې هلته په مېشت افغان کډوالو او ورتلونکو افغانانو قوانین سخت کړي او له ویزې پرته هستوګنه یې ناقانونه اعلان کړې ده.
دغه هېواد په سپین بولدک کې هم د پښتنو اوسیدونکو لپاره له پاسپورټه پرته تګ راتګ بند کړی چې په غبرګون یې یې له تېرو نږدې درېیو میاشتو راهیسې خلکو پرلت وکړ.











