'د طالبانو پوله ساتو ځواکونو روزلو ته مو د چمتووالي اعلان کړی'

 قاسم رضايي

د عکس سرچینه، MehrNewsCopyright

د عکس تشریح،

د ایران د انتظامي ځواکونو عمومي ځایناستي قومندان قاسم رضايي ویلي، د طالبانو د پوله ساتو ځواکونو روزلو ته یې "چمتووالی اعلان" کړی دی.‌

نوموړي دا‌ څرګندونې له مهر خبري اژانس سره کړې او وايي چې "موږ ان دې ته چمتووالی ښودلی چې په ګڼ مېشتو سرحدي سیمو کې د پروتوکولونو مراعاتولو په اړه یې وروزو، خو هغوی روزل کېدو ته لا نه دي حاضر شوي."

دغه جګپوړی ایرانی چارواکی پر پوله د ایراني پوله ساتو او طالب جنګیالیو ترمنځ د وروستۍ نښتې ځای ته هم ورغلی دی.

نوموړي‌ ویلي "څه چې پېښېږي د هغو ځینو طلب ډلګیو د بې غورۍ له کبله دي" چې سرحد کې دي.

دی وايي، له بلې خوا ځینې په وسلې سمبال قاچاقچیان هم "د پولې له پورې غاړې ډزې" کوي.

نیمروز

د عکس سرچینه، Social Media

د طالبانو او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښته کې دوه ایراني پوله ساتونکي او یو طالب جنګیالی وژل شوي دي.

د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ مخکې هم څو ځله نښتې شوې دي.

قومندان قاسم رضايي ټینګار. لري چې "زموږ د هېواد ختیځې پولې پوره ارامې دي، هېڅ ډول ستونزه نه شته او د انسانانو تګ-راتګ او سوداګرۍ راکړه ورکړه پکې په عادي ډول دوام لري".‌

د نوموړي په وینا، د افغانستان د مخکني حکومت په وخت کې "مو تقریباً پوله په ګډه اداره کوله، که څه هم ستونزې وې خو دوی ځواب ویونکي وو".‌

تر اوسه د طالبانو حکومت د دغه ایراني چارواکي دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت سره د هلمند سیند اوبو کې د ایران د حق په اړه د کړکېچ له راپورته کېدو وروسته د ایران یو جګپوړی امنیتي پلاوی هم کابل ته تللی و.