نیمروز کې د طالبانو او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته

د ویډیو تشریح، نیمروز کې د طالبانو او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته

د نیمروز په ګنګ ولسوالۍ کې د طالبانو او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ګڼ‌ نور ټپیان دي.

رپوټونو کې ویل شوي چې جګړه سهار د ایراني اړخ له خوا دې سیمه کې پر پوله د دیوال جوړېدو پر سره رامنځته شوې وه.

دواړه لوريو یو پر بل د ډزو د پیل تور پورې کړی.

بي بي سي ته ویل شوي چې د دواړو اړخونو د مشرانو له خبرو وروسته جګړه اوس درېدلې.

له سيمې بي‌ بي سي ته رالېږل شوې ويډيو.