د ایران کورنیو چارو وزیر: طالبانو سره خبرې شوې، دمګړۍ څه ستونزه نه لرو

ایران

د عکس سرچینه، FARS

د عکس تشریح، د ایران کورنیو چارو وزیر ویلي سرحدي لار تګ راتګ لپاره پرانیستې او وضعیت ارام دی

د ایران کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د وروستۍ نښتې په اړه ویلي چې "نښته لنډه وه، حل شوه او د طالبانو لوري سره خبرې هم شوې دي."

هغه زیاته کړې چې "موږ دمګړۍ کومه ستونزه نه لرو، سرحدي لار تګ راتګ لپاره پرانیستې او وضعیت ارام دی."

اوړمه ورځ د طالبانو او د ایران سرحدي ځواکونو ترمنځ د نیمروز کنګ ولسوالۍ کې پر پوله نښته وشوه چې سپکې او درنې وسلې پکې وکارېدې.

دې نښتې څو ساعته دوام درلود.

طالبانو په دې نښته کې د خپل یوه سرتېري د وژل کېدو منښته وکړه او ایراني رسنیو د دغه هېواد د دوو سرحدي ساتونکو د وژل کېدو خبر ورکړ.

اوس د ایران کورنیو چارو وزیر ویلي چې "د افغان پوله ساتونکو لخوا سرحدي‌ ډزې شوې" او دا چې "وړ ځواب یې هم وویل شو."

تر هغه مخکې نورو ایراني چارواکو هم ویلي، چې دا سرحدي نښته د افغانستان لخوا پیل شوې، خو طالبان یې د پیلېدو پړه پر ایراني اړخ اچوي.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت یکشنبه د ټویټر یوه پیغام کې وویل چې د نښتې د پیلېدو لامل ایرانی لوری و.

د طالبانو او ایراني پوله ساتونکو ترمنځ تر وړاندې هم څو ځله د نښتو خبرونه ورکړ شوي.

Iran

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند د اوړمې ورځې له نښتې وروسته وویل چې "اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] ګاونډي سره جګړه نه غواړي."

د ایران د عامه نظم ځواکونو قومندان احمد رضا رادان بیا خپلو پوله ساتونکو ته امر کړی و چې "په مېړانه او پرېکنده ډول د خپلو پولو دفاع وکړي."

هغه له طالبانو ته هم غوښتي وو چې باید د خپلې ناسنجول شوې او د نړیوالو اصولو خلاف کړنې ځواب ویونکي اوسي."

د ایران د استازو جرګې غړي اسماعیل کوثري بیا چې پخوانی پوځي جنرال دی، دا سرحدي نښته "د یوې کورنۍ د هلکانو ترمنځ اختلاف" ته ورته بللې وه.‌

د طالبانو او ایراني پوله ساتونکو ترمنځ دې نښتې ته پر خواله رسنیو هم ګڼ غبرګونونه ښودل شوي وو.

په دې اړه تبصره کوونکو کې د دواړو هېوادونو ځینې پېژندل شوې څېرې هم وې.

په دې لړ کې د ایران د مخکینې پاچا 'محمدرضا پهلوي' زوی شهزاده رضا پهلوي پر خپل ټویټر طالبانو سره نښته کې د دوو وژل شویو ایراني پوله ساتونکو کورنیو سره خواخوږي ښودلې.

هغه د ایران پر واکمن رژیم په نیوکې سره زیاته کړې "د ایران ځواکمن پوځ یې چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتونکی او د سیمې د سولې او ثبات ضامن و، کمزوری کړ."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مخالفې "ملي مقاومت جبهې" مشر احمد مسعود په یوه تلویحي غبرګون کې د مولانا د شعر دا بیت خپور کړی چې «نگفتمت مرو آن‌جا که آشنات منم؟» یا "درته ومې نه ویل چې هلته مه ځه، اشنا دې زه یم؟"

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ښاغلي مسعود د دغه بیت په خپرولو سره ظاهرا د طالبانو حکومت سره د تهران نږدې تعامل او له دوی سره نه ملاتړ ته اشاره کړې ده.‌

د ایراني پوله ساتونکو او طالبانو ترمنځ له سرحدي نښتې یوه ورځ وروسته د ایران د انتظامي ځواکونو مرستیال قاسم رضايي او د دغه هېواد پوځ کې د ځمکني ځواک قوماندان کیومرث حیدري د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت سیستان سیمې ته سفر کړی و.