طالبان: ایران سره ښې اړیکې غواړو؛ تهران وايي جګړه د دواړو خواو په زیان ده

د عکس سرچینه، IRIB
د طالبانو حکومت سیاسي کمېسیون له ایران سره د ښو اړیکو غوښتنه او د حقابې په تړاو د ۱۳۵۱ کال د تړون پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.
دغه کمېسیون د طالبانو د چارسمبالي حکومت د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په مشرۍ له هغې وروسته غونډه کړې چې یوه ورځ دمخه یې نیمروز کې د طالب سرتېرو او ایراني لوري ترمنځ څو ساعته خونړۍ نښته وشوه.
طالب چارواکي وايي د سیاسي کمېسیون دې نوبتي غونډه کې د ایران د حقابې پر موضوع مفصلی خبرې شوې او "د موضوع ټول اړخونه په تفصیل او دقت سره وڅېړل شول."
باختر اژانس په دې اړه لیکلي: "غونډه کې د حقوقي اړخونو په نظر کې نیولو سره، د کابل او تهران ترمنځ د ۱۳۵۱هجري لمريز کال پر شوي تړون ټینګار وشو او د را پورته شوي کړکېچ د حل لپاره یې د دغه تړون رعایتول غوره حل لاره وګڼله. "
د ډېرو په باور د افغانستان او ایران ترمنځ وروستۍ نښته هم د اوبو پر سر د راپورته شوې ستونزو پایله ده.
د طالبانو سیاسي کمېسیون غړو له ګاونډیو، په ځانګړې توګه له ایران سره پر ښو او مثبتو اړیکو ټینګار کړی او دغه هېواد سره یې ښې اړیکې "د اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) د سیاست برخه" بللې ده.

د عکس سرچینه، زرنجمنبع تصویر،SOCIAL MEDIA
بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي اسیا سیمو عمومي مشر رسول موسوي هم ویلي د دواړو هېوادونو خلک باید پوه شي چې نښته د دواړو غاړو په تاوان ده.
د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال پر خپل ټویټر دا هم لیکلي چې "باید هوښیار واوسو! څه چې نن د نیمروز-زابل پر پوله تېرېږي، د ښکېلاکګرو د توطیې دوام دی."
خو له دې سره هممهاله د ایران دوه جګپوړي پوځي قوماندانان د تېرې ورځې د نښتې سیمې ته تللي او ویل کېږي هلته یې له ځايي عامو خلکو سره لیدلي دي.
دوی دا هم ویلي چې له افغانستان سره یې پوله ټینګه کړې او د تېري په صورت کې ځوابي برید ته چمتووالی لري.
دمګړۍ دواړه غاړې د جګړې د درېدو خبره کوي او وايي سیمه کې حالت عادي شوی دی.
د یادونې ده چې طالبانو د شنبې ورځې نښته کې د خپل یوه سرتېري د وژل کېدو پخلی کړی او ایراني رسنیو د ډزو په تبادله کې د دغه هېواد د دوو سرحدي ساتونکو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دا نښته د نیمروز ګنګ ولسوالۍ کې پر پوله شوې وه.
افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت پر خپله رسمي ټويټر پاڼه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرونۍ سرحدي شخړې لامل ايراني لوری و.
خو تر دې مخکې ایراني چارواکو ویلي وو، چې دا جګړه د طالبانو له خوا پیل شوې ده.










