د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نیمروز کې پر ګډه پوله وسلواله نښته پای ته رسېدلې

یک سرباز طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دواړه خواوې نښته تائیدوي او زیاتوي چې اوس ډزې بندې شوې دي او وضعیت عادي دی

افغان طالبانو او ایراني تائید کړې ده چې چارشنبه نیمروز ولایت کې له ایران سره پر ګډه پوله د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ وسلواله نښته ختمه شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، نښته د ناسم پوهاوي له کبله رامنځته شوې، خو د دواړو خواو لخوا په همغږۍ ختمه شوې ده.

په کابل کې د ایران سفارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب زاده له قوله ویلي، پر ګډه پوله د دواړو خواو ترمنځ د اختلاف له امله نښته شوې، خو د دواړو لوریو په همغږۍ ختمه شوې ده.

ایراني چارواکو یا افغان طالبانو لا وضاحت نه دی کړی چې دا اختلاف پر څه موضوع رامنځته شوی دی.

د تسنیم خبري اژانس، چې د ایران 'سپاه پاسداران' ډلې ته نږدې بلل کېږي، دا خبر تائید کړ او وایي، نښته د 'شغالیک' سیمه کې رامنځته شوې ده.

ځینې ناتائید شوي رپوټونه وایي چې دې نښته کې ایراني ځواکونو ته مرګژوبله هم اوښتې، همدا راز د اماج خبري شبکې ادعا کړې د چې له دې نښتې وروسته یو شمېر ایراني ځواکونه د طالبانو لخوا نیول شوي‌ دي، خو تر اوسه خپلواکو سرچینو دا ادعاوې نه دي تائید کړې.

اماج نیوز همدا راز یوه ویډیو هم خپره کړې او وایي چې د پېښې د صحنې ویډیو ده.

په دې ویډیو کې نامالوم کسان په بلوڅي ژبه غږېږي او وایي،‌ "طالبانو ډزې کړې دي- دوست محمد پوسته یې نیولې، سیاه چم پوسته یې نیولې".

خو د تسنیم خبري‌ اژانس وایي، د ایراني ځواکونو هېڅ کومه پوسته د افغان طالبانو لخوا نه ده نیولې شوې.‌

د افغانستان نیمروز ولایت د ایران له سیستان-بلوچستان سره پر ګډه پوله پروت دی.

پر دغه پوله د انساني‌ قاچاق ترڅنګ د نشه یي توکو قاچاق هم کېږي او همدا راز د افغانستان د هلمند او هریردو سیندونو اوبه هم له همدې سیمې ایران ته داخلېږي.‌

په سیمه کې وچکالي، د اوبو کمښت او د قاچاقبرو فعالیتونه هغه ستونزې دي چې له کبله یې پخوا هم د دواړو هېوادونو وسلوالو ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي سبب شوې دي.