د پاکستاني پوځ اعلامیه: د افغانستان له خاورې راباندې برید شوی؛ دا ډول پېښې باید تکرار نشي

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر 'ای ایس پي ار ' په یوه اعلامیه کې ویلي، یو شمېر وسلوالو هڅه کړې چې کرمه ایجنسۍ کې پر ډیورنډ کرښه پاکستان ته واړوي، چې له کبله یې هلته له پاکستاني پوځيانو سره وسلواله نښته شوې.

اعلامیه کې زیاته شوې چې دې پېښه کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي، خو پاکستان ته د دې وسلوالو د اوښتو مخه نیول شوې.

د پاکستان پوځ وايي، دا پېښه غندي او تمه لري چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارول شي. اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې داسې پېښې بیا تکرار نه شي.

بي بي سي د پاکستاني پوځ د دې ادعا په اړه د افغان طالبانو غبرګون وغوښت، خو دې ډلې تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

په تېرو څو کلونو کې د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو چارواکو بیا بیا د یوه او بل له خاورې د وسله والو ورتلو او بریدونو ادعا کوله.

خو د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تېره اوونۍ کابل کې له طالب چارواکو سره تر لیدنې وروسته اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، اوس فضا بدله شوې او د افغانستان نویو واکمنانو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.