عمران خان: له ګاونډیانو سره په ګډه پرېکړه کوو چې طالبان په رسمیت وپېژنو که نه

عمران خان

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې تایید کړې چې د افغانستان له دریو نورو ګاونډیو هېوادونو، ایران، تاجکستان او ازبکستان سره به په شریکه د طالبانو حکومت منلو یا نه منلو پرېکړه کوي.

ښاغلي خان په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال جان سپمسن ته یوه مرکه کې وویل، د اپرېکړه به د بشري حقونو په تړاو د دوی ژمنو ته په کتو او پر دې بنسټ کېږي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي او طالبان به یو ټولشموله حکومت رامنخته کوي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان لومړی وزیر د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو په هکله د خپل هېواد دریځ څرګندوي. د نوموړي له څرګندونو دا هم معلومېږي چې دا په رسیمت پېژندنه به مشروطه وي.

عمران خان د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان د پاکستان لخوا جوړه شوې یوه ډله ده، وویل:

"قطعاً نه! بلکې طالبان د شورویانو له وتلو وروسته حالاتو رامنځته کړل، جنګسالارانو له یوه بل سره جګړه پیل کړه، او د هغه وضعیت پایله کې طالبان رامنځته شول، او دوی خلکو ته د قانون حاکمیت بېلګه وړاندې کړه، چې مخکې یې وجود نه و".

ښاغلي خان زیاته کړه، افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو خوښ دی، ځکه په وینا یې دوی سره د هماغسې وینې تویېدنې وېره وه چې د شورویانو له وتلو وروسته په افغانستان کې ولیدل شوه.

عمران خان په دې مرکه کې ویلي: "موږ فکر نه کاوه، طالبان به سملاسي کنټرول ترلاسه کړي، بلکې موږ ګومان کاوه، دوی به پښتون مېشتې سیمې ونیسي او کورنۍ جګړه به پیل شي، نو دې سره هم پر پاکستان اغېز کېده، نو له دې نظره هیڅ وینه تویه نه شوه، نو پر همدې بنسټ، تر اوسه هو، خو مخکې به څه کېږي؟ له موږ سره (یې په هکله) ډېرې اندېښنې دي".

د افغان ښځو او نجونو د زدکړو په هکله د طالبانو پالیسۍ په تړاو پوښتنې ته ځواب کې لومړي وزیر خان وویل، طالبانو ډاډ ورکړی چې دا چاره به په تدریجي ډول کوي، خو په وینا یې دوی (طالبان) باید دې ته وهڅول شي.

د بي بي سي خبریال جان سمپسن پوښتنه وکړه چې ایا عمران خان د طالبانو تګلاره تاییدوي. ښاغلي خان یې په ځواب کې وویل:

"نه! زه یوازې هغه څه تاییدوم چې دوی ویلي دي. اوس به څه کېږي. زه ګومان کوم خبر نه یم. رښتیا خو دا دي چې هیڅوک نه پوهېږي افغانستان به اوس پر کوم لور ځي. خو یو څه موږ یې هیله کوو او دعا کوو هغه دا دی چې له ۴۰ کلونو وروسته افغانان سوله او ثبات وویني".

مجاهد: پاکستان او ایران لاسوهنه نه کوي

طالبان، افغانستان

د عکس سرچینه، EPA

بل لور ته د طالبان ویاند او د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي، پاکستان او ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

نوموړي ویلي، حکومت یې د چارو د ښه والي لپاره د دې دواړو هېوادونو د مشورو او سپارښتنو هرکلی کوي.

ښاغلي مجاهد سه شنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د پاکستان او ایران په څېر ځینې نور هېوادونه هم له دوی سره په اړیکه کې دي.

نوموړي وویل، داسې هېوادونه شته چې یوازې په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي، او طالبان دې لړ کې د هغوی د مشورو هرکلی کوي.

یاده دې وي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څو ورځې وړاندې اعلان کړی و چې افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت جوړولو په تړاو یې طالبانو سره خبرې پیل کړې دي.

خو طالبانو تر اوسه نه ده منلې چې د پاکستان لومړي وزير دې په دې اړه د دوی له مشران سره اړیکه نیولي وي.