طالبان سندرغاړي نه زغمي، خو زه نه شم کولای موسیقي پرېږدم

د عکس سرچینه، Courtesy Ayesha Khan
- Author, حمیرا کنول
- دنده, بي بي سي اردو
د خونې په منځ کې ایښې باجه غږېده، نجلۍ سندره بلله او بیا یې ناڅاپه په چیغو وژړل، خو د ډاډ ورکولو لپاره مې هیڅ خبره نه ورته درلوده.
دغه نجلۍ عایشه خان نومېږي، چې د یوه پردي هېواد، د پردي ښار په یوه خونه کې له څو اونیو راهیسې یوازې ژوند کوي.
دې نه یوازې خپل وطن، ښار او کور تر شا پرې ایښي، بلکې خپل ارمانونه یې هم همالته نیمګړي ترې پاتې دی.
دا وايي:
یوازې له دې کبله مې هېواد نه دی پرې ایښی، چې مسلمانه یم او بشپړ حجاب نه کوم، بلکې له دې کبله مې هېواد پرېښود چې یوه نجلۍ یم او سندرغاړې یم. ''
عایشه وايي، کله چې طالبان د پلازمېنې نژدې سیمو ته ورسېدل، استاد یې ورته وویل، چې اوس نو له هېواده د وتلو وخت دی.
عایشه لومړی ځل د 'ستاره افغان ' خپرونه کې راڅرګنده شوه او له دوو کلونو راهیسې یې کابل کې د موسیقۍ زدکړه کوله.
د عایشه ځانګړتیا په ژوندۍ بڼه د سندرو ویلو وړتیا ده.
عایشه وايي له موسیقۍ سره یې مینه بې کچې ده او نه شي کولای ترې لاس پر سر شي.

د عکس سرچینه، Courtesy Ayesha Khan
دا وايي:
''زما لپاره موسیقي د ځان، خپل کلتور او احساساتو د اظهار وسیله ده، د یوې ښځې په حیث ګرانه ده چې د خپلو احساساتو څرګندونه وشي، خو د موسیقۍ له لارې دا کېدای شي، ځکه ټول خلک له موسیقي سره مینه کوي. ''
عایشه وايي، پوهېده چې راتلونکی یې ناڅرګند دی، خو د موسیقۍ مینې اړه کړه، چې هېواد پرېږدي.
دا وايي:
''پاسپورټ مې درلود، خو په هغه وضعیت کې ان د ګاونډیو هېوادونو تر پولو تګ هم اسانه چاره نه وه، څو جوړه کالي مې غوټه کړل او له خپلې خونې راووتم، زما او زما د ګرانې خورلڼې لارې هم بیلې شوې، چې کلونه مو په یوه خونه کې ژوند کړی و. ''
له موسیقۍ سره د مینې له کبله عایشه لومړی له کورنۍ هم جلا شوې.
دا په دې هکله ډېره نه غږیږي، خو په خبره یې لومړی د کور پرېښوول او بیا له هېواده وتل اسان نه و. ''نوموړې وايي، د حقوقو محصله وم، پلار مې غوښتل وکیله شم، خو زما زړه په موسیقۍ کې بند و او د مسلک په توګه د موسیقۍ له انتخاب سره ډېرې ننګونې ملې وې. ''
عایشه وايي، ''په ښوونځي کې ډېره ستایل کېدم، خو کورنۍ مې دودپال وو، هلته د داسې ذوق پالل امکان نه درلود. ''

د عکس سرچینه، Courtesy Ayesha Khan
دا زیاتوي، ''د ستاره افغان خپرونه مشهوره وه، یوه ورځ مې د ازموینې لپاره غږیز کلیپ ورواستاوه، په لیست کې مې نوم راغی، خو د سندرې له خپرېدو مخکې مې لیلیه کې استوګنه غوره کړه، ځکه پوهېدم چې کورنۍ به مې هیڅکله داسې اجازه رانه کړي او زه د دې اجازې لپاره د دوی پر وړاندې نه شوای درېدای.
عایشه وايي، نه پوهېږم دې هېواد کې به تر څه وخته کډواله یم، خو په هېواد کې پاتې دوستانو ته هم اندېښمنه یم. دا وايي، ''له خورلڼو سره خبرې سختې دي، اندېښمنه کېږم، دوی د طالبانو په هکله د خبرو په ترڅ کې د سختیو، بندیزونو او ګواښونو خبرې کوي، دوی ان خپلې کوڅې ته نه شي تلای، ټولې زړه ماتې او نهیلې دي. ''
عایشه راته وویل، ''دوې میاشتې کېږي، چې کرۍ شپه د افغانستان او هلته پاتې افغانانو اندېښنو اخیستی یم، ځان ته او هغو کسانو ته اندېښمنه یم چې له هېواده وتلي دي. '' دا وايي، ''مرکه راته اسانه نه وه، خو غواړم د ځان او هغو ټولو هنرمندانو په استازیتوب وغږیږم چې افغانستان کې له خطرونو سره مخامخ دي، غواړم طالبانو ته هم ووایم، چې تاسو پوهېږئ که نه چې دا د هر افغان افغانستان دی. ''

''
دا وايي، افغانستان یوازې د طالبانو نه دی او ''دوی باید ښځو ته له درناوي سره او له بنسټیزو حقونو سره د ژوند کولو حق ورکړي. ''
عایشه وايي، نړیوال ته یې پیغام دا دی چې ''زما د عمر کسان ځان خوندي نه محسوسوي، په عاجزۍ سره له ټولو هیله کوم چې زموږ مرسته وکړئ، او زموږ د ازادي بېرته ترلاسه کولو لپاره زموږ تر څنګ ودرېږئ. ''
د مرکې په پای کې د عایشې له سترګو اوښکې څڅېدې او له ما یې وپوښتل، ''په اردو ژبه سندره درته ووایم؟ ''
په خندا مې ورته وویل، هو!
چې غزل یې ویله، په زړه کې مې د دې د هوډ ستاینه کوله، ځکه عایشه په افغانستان کې د یوې بلې ناهیلي کوونکې دورې په ترڅ کې د یوه نوي نسل استازې راته ایسیده چې هیڅکله نه غواړي دې نوي وضعیت ته تسلیم شي.








