روسیه: د افغانستان او تاجکستان تر منځ د پولې له دریو، دوې برخې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستان سره د تاجکستان د پولې سیمې له دریو دوې برخې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وايي:
''موږ د افغانستان او تاجکستان تر منځ د پولې سیمه کې د تاوتریخوالي ډېرېدو ته متوجه یو. طالبانو ډلې په چټکۍ سره د سرحدي سیمو لویه برخه اشغال کړې او اوسمهال د پولې له دریو، دوې برخې کنټرولوي. ''
نوموړې وايي، مسکو چمتو دی، پر خپل متحد هېواد تاجکستان د ''برید مخنیوي '' لپاره ''اضافي اقدامات '' وکړي او په افغانستان کې یې له ټولو اړخونو وغوښتل چې ''د تاوتریخوالي د ډېرېدو مخنیوی وکړي. ''
بل لور ته افغانستان کې د روانې جګړې ډګر نن په هرات او کندهار کې زیات تود و. رباط سنګي، ګلران او کرخ د هرات هغه ولسوالۍ دي چې طالبانو یې تازه د نیولو ادعا کړې له دې سره د هرات له لسو زیاتې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلې دي.
د دې ترڅنګ د اسلام قلعه بندر چې د افغانستان یو مهم بندرګڼل کېږي، طالبانو یې د پنځه نورو بندرونو ترڅنګ د نیولو ادعا کړې ده.
افغان حکومت د طالبانو له خوا د اسلام قلعه بندر د نیولو ادعا ردوي خو د ولسوالیو په اړه یې څه ویلي نه دي.
هرات کې د روانو ناخوالو ترڅنګ د هرات پخوانی والي او پخواني جهادي مشر محمد اسماعیل خان د مقاومت تر نامه لاندې سویل ختیځ حوزې د دفاع په نامه ولسي خوڅښت پیل کړی دی.

د عکس سرچینه، IRNA
ویل کېږي چې اسماعیل خان دا خوځښت له ولایتي چارواکو سره په همغږۍ پیل کړی دی.
د دې ترڅنګ افغان امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې دهرات ګذره ولسوالۍ کې یې طالبانو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.
بلخوا د کندهار ښار لویدځه څنډه اوومه حوزه کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې، چې د مرګژوبلې په اړه یې دواړو غاړو تر دې مه په رسمي ډول څه نه دي ویلي .
دا نښته د سرپوزي زندان شاوخوا ۵ کیلومترۍ کې شوې چې مېر بازار سیمې ته هم نژدې ده.
سرپوزي زندان کې ډېری سیاسي بندیان وي خوافغان چارواکي وايي، د زندان شاوخوا تازه سرتېري ځای پر ځای شوي دي او طالبان په شا شوي دي . د کندهار امنیه قومندان سالم احساس وايي چې حالت د دوی به کنترول کې دي.
د دې ترڅنګ افغان امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې سپین بولدک کې یې د هوايي بریدونو په لړ کې نژدې ۳۰ طالبان وژلي دي.
همدارنګه دکورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، افغان ځواکونو تازه ۱۴ ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولې دي.
''د ولسوالیو بیرته نیولو پلان روان دی ۱۴ ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیول شوې.
همدا ولسوالۍ چې طالبان ادعا کوي، تر اغیزې لاندې یې دي یا یې نیولې دي ټول خدمات یې د افغان حکومت لخوا ترسره کېږي. ''











