ایران د هرات اسلام کلا بندر ته د توکو لېږد بیا پیل کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
ایراني چارواکو اعلان کړی چې د اسلام کلا بندر ته یې له سون توکو پرته د نورو سوداګریزو توکو لېږد له سره پیل کړی دی.
د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد وروسته له هغې و ځنډېد چې د دغه بندر په ګمرک کې سلګونه موټر وسوځېدل او لسګونه ميليونه ډالر زيان يې واړاوه.
د ایران د دوغارون بندر له لارې د هرات اسلام کلا بندر د خوراکي توکو د لېږد بهیر وروسته له هغې پیلېږي چې په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د لومړینو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني وايي، د اوونۍ په اوږدو کې د اسلام کلا بندر د بیا پرانیستنې په تړاو هڅې روانې وې چې د توکو د لېږد را لېږد بهیر په وقفه یي ډول بیا پیل شوی دی.
د ښاغلي جیلاني په خبره د شته ستونزو له حل وروسته، سوداګریزو موټرو ته د لېږد اجازه ورکړل شوې ده او ټرانزيټي فعاليتونه بيا پيل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د مالې وزارت د رسنیو د برخې مسول فرید نوښت وايي، اوس هڅه کېږي چې د هغه سوداګریزو توکو موټر چې د مصرف نېټه یې کمه ده د لېږد چارې یې ژر بشپړې شي چې سوداګر له ستونزو سره مخامخ نه شي.
د مالیې وزارت وايي په اسلام کلا بندر کې اور لګېدنې سوداګر له زیاتو مالي زیانونو سره مخامخ کړل نو له دې امله نه غواړي چې، د لارو بندېدل او موټرو ځنډ سوداګر لا زیانمن کړي.
په دغه بندر کې له اورلګېدنې وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو مسولانو وویل، په دغه پیښه کې یې سلګونه میلیونه تاوانونه وکړل او سلګونه موټر یې د اور لمبه شول.
د ګمرکي بندر د سیستم له منځه تلل او د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره ناسم چاپېریال هغه لاملونه وو چې له امله یې شاوخوا یوه اوونۍ دغه بندر د لویو موټرو پر مخ تړل شوی و.












