د هرات اسلام کلا ګمرک کې اور
د افغانستان لوېدیځهرات ولايت په اسلام کلا ګمرګ کې د پراخې اورلګېدنې راپورونه ورکړل شوي دي او ویل کېږي چې د تېلو ګڼو ټانکرونو اور اخیستی دی.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد بي بي سي ته وويل، د "سون توکو" څو ټانکرونو اور اخيستي دي. نوموړی وايي د اور وژنې هڅې روانې دي او ګڼ موټر يې د پېښې له ځايه ايستلي دي.