اسلام کلا کې اور؛ له ایران افغانستان ته تر یوې اونۍ د توکو لېږد بند شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د هرات والي وحید قتالي وايي، له ایران سره یې په ګډه پرېکړه کړې چې له دغه هېواد سره پر پوله اسلام کلا بندر کې د ګمرکي خدمتونو تر بیا پیلېدو پورې افغانستان ته د توکو د لېږد مخه ونیسي.
ښاغلي قتالي د اسلام کلا بندر ګمرک کې د لګېدلي اور په هکله د دوشنبې په ورځ خبري غونډه کې دا خبره وکړه:
"له ګاونډي هېواد سره دا پرېکړه شوې چې د ګمرکي خدمتونو پیلېدو او د ګمرک لپاره د بدیلې فضا پیدا کولو پورې تر یوې اونۍ پوله کې د توکو لېږد مخه ونیسي."
په ورته مهال د ایران د ګمرک ویاند وايي، اسلام کلا کې د اور تر کنټرولېدو وروسته داسې شرایط برابر شوي چې له مخې یې په پوله کې خلک د سندونو له مخې تګ را تګ کولی شي.
هرات کې له ایران سره پر پوله د افغانستان اسلام کلا ګمرک کې د شنبې په ورځ اور ولګېد او ښاغلی قتالي وايي، دې اور کې ۱۵ سلنه ګاډي سوځېدلي دي.
"پنځلس سلنه ګاډي هم بوږوونکی شمېر دی، میلیونونه ډالر تاوان اوښتی، خو د ۸۵ سلنه ګاډو په ژغورلو شکر کوو. ۹۸ سلنه اور مړ شوی او پاتې اور به هم تر نن مازیګر مړ شي. "
نوموړي دا هم وویل چې له ایراني چارواکو سره په همغږي یې د اور پر مهال د ګاډو ژغورلو لپاره د ایران د پولې دېوال چپه کړ او له کوم رسمي بهیر پرته یې ایران ته ګاډي واړول:
"له دې اور د ایران خراسان رضوي ولایت ته ۱۵۰۰ ګاډي لېږدول شوي دي. "
ښاغلي قتالي دا هم وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ، تجارت او نورو اړوند ادارو چارواکو یو ګډ پلاوی ایران ته لېږل کېږي چې مالومه کړي ایران ته اړولو شویو ګاډو کې کومو محصول ور کړی کوم تش دي او باید اول کوم ګاډي افغانستان ته ولېږدول شي.
هغه دا هم وویل، چې د پېښې پر مهال ۳۱۰ ګاډي د کمېشنرۍ څنګ ته امن سیمې ته لېږدول شوي دي.
د هغه په خبره، ۶۵۰ ګاډي له اور سره د ګاونډ له امله روزنګ تمځي ته د لویې لارې په اوږدو کې امن سیمې ته لېږدول شوي او بیا هرات ګمرک ته لېږدول شوي دي.
وحید قتالي زیاته کړه، چې افغان ځواکونو د ګاډو د خوندیتوب لپاره ګزمې کولې.

د عکس سرچینه، HERAT.GOV
د ژغورل شوی او سوځېدلو ګاډو د شمېر د کره والي په هکله چې وپوښتل شو، نو ښاغلي قتالي وویل:
"درې لورو ته مو ګاډي وژغورل، پېښه ډېره لویه وه او داسې ادعا لا نشته چې پېښه کې څوک مړ شوی وي، پلاوی ټاکو پېښه څارو، کوم ګاډي چې ګمرک ته ننوتلي ثبت شوي دي او یو ګاډی هم بې ثبته نشته، څوک بې ځایه دعوه نشي کولی سیستم شته چې موږ ته وايي، څومره ګاډي وو او څومره ژغورل شوي دي. "
اسلام کلا ګمرک کې اور وژلو لپاره له هرات ښار د اور وژنې ادارې خپل ګاډي استولي وو، خو اور مړول د افغان حکومت له امکاناتو بره خبره وه، ځکه افغان چارواکو له ایران مرسته وغوښته.
د هرات والي هم وویل چې د خرسان رضوي ولایت څو ولسوالیو ۲۴ اور وژونکي ګاډي پولې ته راوستل شول او لس ګاډي تراوسه په نوبت سره د اور وژلو کې مرسته کوي.
نوموړي دا هم وویل، چې د اور وژلو لپاره له ایران او بهرنیو ځواکونو د الوتکې مرسته وغوښتل شوه، خو د ټولو ځواب دا و چې دا ډول الوتکو سره د ځنګلونو اور مړه کېږي، خو د سونتوکو اور نه مړ کېږي.
هغه دا هم وویل چې دې پېښه کې ۱۷ کسان زیانمن شوي، چې وضعیت یې ښه دی، خو پنځه کسان د نږدېوالي له امله د درملنې لپاره ایران ته لېږدول شوي دي.











