تر کابل وروسته د جلال اباد یوه مارکېټ کې اور

د ویډیو تشریح، کابل کې لګېدلی اور

د جمعې په شپه نږدې دوولس بجې کابل ښار کې د تېلو پمپ کې تر اور وروسته د جمعې په ورځ نږدې لس بجې د جلال اباد ښار یوه مارکېټ کې اور لګېدلی دی.

د والي ویاند وايي، اور د نور عمر په نوم د سینګار توکو سرای کې لګېدلی دی.

عطاالله خوګیاڼي د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته ویلي، چې اور وژونکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

نوموړی دا هم وايي، چې اور د برېښنا شارټۍ له امله اور بل شوی دی.

له څو ګړیو سره سره اور کنټرول شوی نه دی او لامل یې ګڼه ګوڼه او لاس ګاډي بلل شوي دي.

پر دوکاندرانو سربېره دواطلب او پولیس هم لګیا دي له همدغه او ور څېرمه مارکېټونو سامان باسي.

د کابل اور

ز

د عکس سرچینه، facebook

د عکس تشریح، د کابل ښار عبدالحق څلور لارې سره تېل پمپ کې د اور له امله ورڅېرمه وداني هم سوځېدلې

تېره شپه نږدې دوولس بجې د کابل ښار د عبدالحق څلور لارې سره جوخت د تېلو پمپ یا ټانک هم اور اخیستی و.

روغتیا وزارت دې پېښه کې د دریو وکسانو د وژل کېدو او ۲۷ نورو ټپي کېده خبره کوي.

د دغه اور لګېدو سره د چاودنو ورته غږونه هم اورېدل شوي چې له امله د ریم مکرویان د څو نږدې بلاکونو شیشې ماتې شوې او استوګن یې تر څو ګړیو له ودانیو بهر و.

که څه هم د دې اور لامل روښان نه دی، خو د پمپ څېښتن یې څنګ لورې ودانۍ او هغه هم د تېل پمپ د اور لګېدو سبب بولي.

جلال اباد
د عکس تشریح، د جلال اباد ښار ډنډ غاړې ته څېرمه مارکېټ کې اور.

د تېر نومبر په اوله د کابل ښار پښتونستان واټ سره نږدې د برېښنايي وسایلو یوه مارکېټ کې اور هم له ماښام شپږ بجو د سهار تر اوو بجو روان و.

هغه مهال د سوداګرۍ خونو د بهرنیو اړیکو مشر اذرخش حافظي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې د اور له امله په لسګونو میلیونو امریکايي ډالر تاوان اوښتی دی.

د ژمي موسم کې د ځان ګرمولو لپاره اور بلول او ودانیو کې د خوندیتابه تدابیرو په پام کې نه نیول او بې معیاري ودانۍ افغانستان کې د اور لګېدو مهم لاملونه بلل کېږي.