اسلام کلا ګمرک کې لګېدلی اور مړ شوی خو لسګونه ميليونه ډالر زيان يې اړولی
د افغانستان لوېديځ ولايت هرات په اسلام کلا ګمرک کې لګېدلی اور کابو شوی خو د چارواکو په وينا ګڼ مالي زيان يې اړولی دی.
افغان چارواکي وايي "د ۴۰ تر ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت نژدې ۵۰۰ ټانکر سوځېدلي". خو د مالیې وزارت او د هرات د والي دفتر وايي، تر اوسه د اوښتي زیان دقیقه کچه مالومه نه ده.
د افغانستان د مالیې وزارت ویلي، د دلوې/سلواغې ۲۵ مه د اسلام کلا ګمرک کې اور له یوه ټانکر سوځېدو پیل شوی چې وروسته د ټول ګمرک ته غځېدلی او ډېر زیات زیان یې اړولی دی. د هرات چارواکي وايي د اور شدت کم شوی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان امنیتي بنسټونو سیمې ته د وضعیت د مهارولو لپاره یوه ډله ټاکلې ده.
'سوداګرۍ وزارت اسلام کلا ګمرک کې موټر بند ساتلي وو'

د عکس سرچینه، Reuters
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس قاضي زاده وايي، د لومړنیو شمېرو له مخې، د اسلام کلا ګمرک کې د تېرې شنبې ورځې لګېدلي اور نژدې ۵۰۰ موټر سوځېدلي او ۴۰-۵۰ میلیون ډالرو پورې زیان اوښتی دی.
ښاغلی قاضي زاده وايي، تېره شپه یې تر ناوخته د هرات له والي سره د اورلګېدو ځای کې تېره کړه چې په وینا یې پېښه تر اټکل ډېره خطرناکه وه، خو له بدغه مرغه نامسئولو کسانو له اوره پاتې شوي ځینې مالونه لوټلي هم دي.
نوموړی وايي، د سوداګرۍ وزارت د هغې پرېکړې په اړه ډېر اندېښمن دي چې دوه اونۍ یې اسلام کلا ګمرک کې د خپلې نوې تګلارې له کبله ګمرک کې د موټرو ساتلو امر کړی و.
د اسلام کلا ګمرک کې، چې له ایران سره د افغانستان لوی سرحدي ګمرک دی، د اور لګېدو پرمهال سلګونه د ګازو او تېلو ټانکر ولاړ وو.
اور د شنبې په ورځ شاوخوا یوه بجه له هرات ښاره شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره لیرې پیل شو.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، ځینې ټانکر یې د اور له خوراکه ژغورلي دي، خو اور دومره زورور و چې تر یو کیلومترۍ پورې هېڅوک نه شوای ورنژدې کېدلای.
د هرات امبولانس خدماتو مشر ابراهیم محمدي وايي، تر اوسه دوی ته د پېښې له ځایه ۱۷ ژوبل شوي کسان وروړل شوي، چې ځینې یې سخت سوځېدلي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دی روښانه شوی.
د هرات والي وحید قتالي هم په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي، چې اورلګېدو ډېر مالي زیان اړولی.
د اسلام کلا - دوغارون ګمرک هم رخصت شوی چې د افغانستان د برېښنا شرکت په وینا، له ایرانه وارداتي برېښنا هم پرې شوې ده.
د اکبر خان شیرزاد په نامه یوه عیني شاهد بي بي سي ته ویلي، لومړی د ګازو یوه ټانکر اور اخیستی او بیا دا ټانکر چاودلی او نورو ټانکرو اور اخیستی دی.













