پنجاب کې د تېلو ټانکر اور لګېدو قربانیان ۱۴۵ ته رسېدلي

د ویډیو تشریح، پاکستان: د تېلو ټانکر کې د اور لګېدو له امله لسګونه تنه وژل شوي

د پاکستان پنجاب ایالت په بهاولپور سیمه کې د تیلو یوه ټانکر چاودنې له امله ۱۴۵ کسان وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شته. داسې وېره شته چې ښايي د قربانیانو شمېر له دې هم زیات شي.

پېښه نن سهار (۲۵ جون) هغه مهال رامنځ ته شوه چې له تیلو ډک ټانکر واوښت او اور یې واخیست.

د ځینو رپوټونو له مخې یو شمېر ټپیان د پاکستان پوځ چورلکې روغتون ته رسولي.

پېښه څنګه رامنځ ته شوه

د بهاولپور د پوليسو افسر سليم افضل وايي، د تېلو يو ټانکر د ډېر تېزوالي له امله احمد پور سيمې ته نژدې واوښت او د تېلو بهېدل ترې پيل شول.

د پوليسو د دغه مشر په وينا له پېښې وروسته د شاوخوا کليو زيات شمېر کسان چې په هغو کې ماشومان او ښځې هم وې د پېښې ځای کې راغونډ شول او د تېلو ټولول يې پيل کړل چې ناڅاپه اور ولګېد او خلک په کې وسوځېدل.

د پولیسو په وینا دغه ټانکر چې له کراچۍ نه لاهور ته روان و ۲۵ زره لیتره تیل په کې و.

په دغه پېښه کې ۶ ګاډي او ۱۲ موټرسایکل هم سوځېدلي دي.

په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شته.
بهاولپور

د عکس سرچینه، EPA

بهاولپور

د عکس سرچینه، EPA