نیمروز کې د طالبانو او ایراني ځواکونو نښته: له دواړو لوریو 'دوه کسان وژل شوي،‌ ګڼ‌ ټپیان دي'

ایران

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، رپوټونه وايي په زرنج ښار کې هم ځیني توغندي لګېدلي دي‌

د نیمروز په ګنګ ولسوالۍ کې د طالبانو او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ګڼ‌ نور ټپیان دي.

رپوټونو کې ویل شوي چې دغه جګړه (شنبه) سهار د ایراني اړخ له خوا دې سیمه کې پر پوله د دیوال جوړېدو پر سره رامنځته شوې.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور‌ وايي،‌ په دغه نښته کې دواړه لوریو ته مرګژوبله اووښتې.

ښاغلی ټکور وايي، په جګړه کې "دواړو لوریو ته یو یو کس وژل شوی او ګڼ ټپیان دی."

د کورنیو چارو دغه ویاند زیاتوي،‌ چې حکومت یې د جګړې پلوی نه دی او دواړو اړخونو مشران د "وضعیت د کابو" کولو لپاره خبرې پیل کړې دي.

د ایران د انتظامي ځواک قومندان احمد رادان خپلو سرتیرو ته ویلي چې "په میړانه له خپلې پولې دفاع وکړي."

تر اوسه د دغې نښتې کره لامل روښانه نه دی او دواړه لوري یو پر بل د ډزو د پیل پړه اچوي.‌

رپوټونو کې راغلي چې د ایران یو شمېر توغندي ان په "زرنج ښار کې هم لګېدلي دي."

د ویډیو تشریح، نیمروز کې د طالبانو او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته

په نیمرزو کې د طالبانو د پولیسو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي،‌ بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل چې د ایراني ځواکونو "په ډزو کې یو ولسي وګړی وژل شوی، دوه ښځې او دوه نور ماشومان ټپیان دي."

د دې سرچینې په وینا،‌ ایراني پوله ساتو پر رزنج ښار د توپونو ګڼې ډزې وګړې.

دغه چارواکی وايي، د دواړو اړخونو له خبرو وروسته جګړه اوس درېدلې او ټاکل شوې سبا بیا خبرې پیل شي.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د نیمرزو د مرکز زرنج اوسېدونکو هم بي بي سي ته منلي، چې د ایران لخوا توغول شوي توغندي دغه ښار کې پر استوګنیزه سیمه لګېدلي.

دوی وايي نښته په ځايي وخت ۱۱ بجې پیل شوه او شاوخوا دوه ساعته یې دوام درلود.

د ایران نیمه دولتي خبري‌اژانس 'تسنیم' که څه هم په دې نښته کې د سپکو وسلو او توپخانې کارېدل تایید کړي، خو دا یې رد کړې چې پر زرنج ښار دې د توغندیو برید شوی دی.‌

دغه اژانس لیکلي چې جګړه اوس درېدلې او د دواړو خواو سرحدي چارواکو خبرې پیل کړې دي.

تسنیم دا هم لیکلي چې، تر اوسه د دې نښتې لامل مالوم نه دی.

د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ مخکې هم څو ځله نښتې شوې دي.

د دې نښتې راپور داسې مهال ورکول کېږي چې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن شنبه کابل کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره لیدلي‌ دي.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټر لیکلي چې ښاغلي متقي ویلي "د دواړو لوریو تر منځ مسایل د دوه اړخیزه خبرو او تفاهم له لارې ښه حل کېدای شي."

په دغه ناسته کې د هلمند سیند کې د ایران د حقابې د تامین تر څنګ پر نورو دوه اړخیزو مسایلو هم بحث شوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي، چې ښاغلي‌قمي "د افغانستان او ایران تر منځ دواړو خواوو په همغږي د سرحد په مدیریت ټينګار وکړ، او د خپل حکومت د وروستي اقداماتو په اړه مختصر معلومات وړاندې کړل."

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت سره د هلمند سیند اوبو کې د ایران د حق په اړه د کړکېچ له راپورته کېدو وروسته د ایران یو جګپوړی امنیتي پلاوی هم کابل ته تللی و.