د افغانستان او ایران پولې ته څېرمه ځواکونه لیدل شوي؛ طالبان وايي اسلام کلا کې وضعیت عادي دی

    • Author, سمیع الله موسی زی
    • دنده, بي بي سي
ایران پوله

د عکس سرچینه، Getty Images

له ایران سره د افغانستان پر ګډه پوله د ځواکونو ځای پر ځای کولو ته په غبرګون کې د طالبانو دفاع وزارت ویلي، د ځواکونو خوځښت د معمول له مخې ترسره شوی.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د سیمې ځايي اوسېدونکو ویلي، دواړو خواوو خپل ځواکونه پولې ته څېرمه ځای پر ځای کړي دي.

د هرات په اسلام کلا بندري ښارګوټي کې ځايی خلکو د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي ایران او د طالبانو حکومت دواړو خپل ځواکونه د پولې شاوخوا کې ځای پر ځای کړي دي. دوی وايي سیمه کې وضعیت عادي نه ښکاري او نظامي بڼه یې خپله کړې ده.

له پرون سې شنبې راهیسې پر خواله رسنیو ډېرې ویډیوګانې لاس پر لاس کېږي چې ښيې د طالبانو ځواکونه چې لسګونه زغروال ګاډي او ټانکونه ور سره دي د حرکت په حال کې دي.

ځايي اوسېدونکو ویلي دا ځواکونه د اسلام کلا پر لور ایران سره ګډې پولې خواته روان دي.

بل خوا اسلام کلا بندر کې سوداګرو بي بي سي ته ویلي چې ورته ویل شوي چې خپل ګاډي له ګمرکه ژر تر ژره وباسي. د ګمرګ چارواکو هم د ګمرکي بهیر چټک کړی.

له سیمې تر لاسه شوي رپوټونه او معلومات د ایران او طالبانو حکومت ترمنځ د یوې نوې ترینګلتیا ښکارندويي کوي، خو طالبان یې ردوي او ټينګار کوي چې هر څه عادي دي.

د هرات د ګمرک مشر مولوي محمد بلال یوه ویډیويي پيغام کې د عادي حالت خبره کړې ده.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت له ویاند عنایت الله خوارزمي مې وپوښتل چې اسلام کلا ته ځواکونه د څه لپاره استول شوي؟ ده په لیکلي بڼه ځواب کې وویل چې اسلام کلا ته د ځواکونو استول نه تاییدوي او د لېږد پرمهال لیدل شوي ځواکونه د عادي خوځښتونو یوه برخه ده.

ده ویلي ځواکونه کله یوې او کله بلې خواته تګ راتګ کوي.

له بلې خوا د ایران انقلاب ساتي ځواک ته نږدې خبرې اژانس تسنیم د ایران په لور کې د اسلام کلا بندر یوه ویډیو خپره کړي او رپوټ یې ورکړی سوداګریز ګاډي عادي تګ راتګ کوي. تسنیم ویلي، دوغارون بندر کې هم چې تېره شنبه نښته شوې وه د تېر په شان تګ راتګ روان دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د طالبانو دفاع وزارت ویلي، هلمند کې د عزم قول ادرو قوماندان چې مخکي یې نوم میوند قول اردو وو، نیمروز ته تللی.

د دفاع وزارت بیان کې ویل شوي ملا شرف الدین تقي له دریم او پنځم سرحدي کنډکه لیدنه وکړه.

نوموړي د طالبانو د اړونده ځواکونو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار کړی او ویلي یې دي چې سرحدي ځواکونه د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ساتونکي دي، د خپلو پولو ساتنه یې مسؤولیت دی خو حکومت یې له ګاونډیو هېوادنو سره دپلوماتیکو اړیکو ته ژمن دی.

د تېرې شنبې پر ورځ نیمروز ولایت کې له ایران سره وسله واله نښته کې یو طالب او دوه ایراني پولي ساتي ووژل شول. که له یوې دواړو خواوو یو بل د نښتې پيلولو کې ملامت وباله، خو له بلې خوا دواړو خواوو هڅه وکړه چې رامنځته شوې ستونزه کوچني وښيي او پر ښو اړیکو یې ټينګار وکړ.

ځینو ایراني چارواکو بیا دا پېښه د امریکا یو دام وباله چې ګواکې ایران ته یې ایښې دی.