د سوډان کورنۍ جګړه؛ پر اوه ورځني اوربند هوکړه کړې

سوډان

د عکس سرچینه، EPA

په سوډان کې د جګړې دواړو غاړو په اوه ورځني اوربند هوکړه کړې ده.

تر دې وړاندې د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو یا ار اې اېف ترمنځ اوربند له اعلانېدو لږ وروسته بېرته مات شوی و.

خو د امریکا او سعودي عربستان د یوې ګډې اعلامیې پربنسټ د یوې نوې هوکړې له مخې به د اوربند پر میکانیزم څارنه کېږي.

په دې اوه ورځني بشردوستانه اوربند کې به سوډاني چارواکي د لومړنیو او ضروري خدماتو بېرته پیلېدو ته اجازه ورکوي.

دې جګړې سوډان د ګډوډۍ خوا ته بېولی او اټکل شوی چې د دې جګړې له کبله تر یو میلیون ډېر خلک له خپلو کورونو کوچېدلي دي.

د خوړو د زېرمو او نورو اړینو کمښت رامنځته شوی او مرستندویو ډلو پلازمېنه خرطوم کې- چې تر ټولو د ډېر تاوتریخوالي شاهد وـ څو ځلې د کافي خدماتو وړاندې کولو کې د خپلې بې‌وسۍ خبر ورکړی و.

له پوځ او د چټک غبرګون له ځواکونو غوښتل شوي چې د ضروري خدمتونو او بشردوستانه مرستو وېشل کېدو ته اجازه ورکړي او له روغتونونو پوځیان وباسي.

امریکا او سعودي چې په جده کې یې د سولې د مذاکراتو منځګړتوب کاوه، ویلي اوربند د دوشبنې له ماښامه عملي شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې سوډان کې د سولې د منځګړتابه او اسانچاريتوب لپاره مخکنیو هڅو ته په اشاره ویلي، دا ځل یو لوی توپیر لري.

سوډان

د عکس سرچینه، Getty Images

په خبرپاڼه کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي: "د مخکنیو اوربندونو برعکس به امریکا، سعودي او نړیواله ټولنه په جده کې د شوې هوکړې له مخې، چې جانبینو لاسلیک کړې، پر اوربند د نظارتي میکانیزم له لارې ملاتړی رول ولري".

د اپریل پر ۱۵مه، خرطوم کې له څو ورځنۍ ترینګلتیا وروسته جګړه پیل شوه؛ ځکه چې د ار اېس اېف ځواکونه په ټول هېواد کې ځای پرځای شوي وو چې پوځ دا یو ګواښ باله.

وروسته د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د پخواني مرستیال او چټک غبرګون ځواکونو د قومندان محمد حمدان دقلو ترمنځ جګړه ونښته.

تر ننه په دې جګړه کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

سوډان د افریقا دریم ستر هېواد دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې که جګړه پای ونه مومي، وضعیت لا ترینګلی کېدای شي.

په تېرو دوو اونیو کې دواړې ښکېلې غاړې لومړی ځل سعودي عربستان کې د سولې د خبرو لپاره حاضرې شوې وې.

د مې پر ۱۱مه، دواړو غاړو یو ژمنلیک لاسلیک کړ چې موخه یې سوډان ته د بشردوستانه مرستو او هلته د وېشلو لپاره د زمینې برابرول وو.

خو د روانې اونۍ لومړیو کې، د ملګرو ملتونو د مرستو مسؤل مارتی ګریفیتس د فرانسې خبري اژنس ته وویل، دا هوکړه په "فاحش" ډول نقض شوې او اوربند پای ته رسېدلی دی.