افغانستان کې طالبانو یوه ۷۰ کلنه بریتانیایۍ جوړه نیولې ده

د عکس سرچینه، Family handout
یوه بریتانیایۍ جوړه چې عمرونه یې له اویا کلونو ډېر ښودل شوی، په افغانستان کې طالبانو نیولې ده. ۷۹ کلن پیټر رینولډز او د هغه ۷۵ کلنه مېرمن باربي د فبروري پر لومړۍ بامیان کې خپل کور ته د ستنېدو پر مهال نیول شوي.
دغه جوړې په افغانستان کې ۱۸ کلونه روزنیزې پروژې چلولې او د هغوی لور ساره انټوېسل "ده سنډې ټایمز" ورځپاڼې ته ویلي: "هغوی یوازې له هغه هېواد سره د مرستې هڅه کوله چې مینه یې ورسره لرله."
دا لا نه ده روښانه چې دا جوړه ولې نیول شوې. د هغوی د پروژو یوه برخه د میندو او ماشومانو روزنه وه، چې ځایي چارواکو یې اجازه ورکړې وه، سره له دې چې طالبانو پر ښځو د کاراو له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی دی.
دا جوړه، چې لومړی د بریتانیا بات پوهنتون کې له یو بل سره اشنا شوې وه، په ۱۹۷۰ کال کې یې په کابل کې واده وکړ. له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې په کابل کې په پنځو ښوونځیو کې روزنیزې پروژې پر مخ وړلې او په بامیان کې یې هم د میندو او ماشومانو د روزنې پروژه چلوله.
کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بېرته واک ته ورسېدل، د هغوی ډېر کارکوونکي له نورو لوېدیځوالو سره یوځای ووتل، خو ښاغلي او اغلې رینولډز د پاتې کېدو پرېکړه وکړه.

د هغوی لور ساره انټوېسل، چې د بریتانیا په ډونټري نارتمپټانشایر سیمه کې اوسېږي، "ده سنډې" ورځپاڼې ته ویلي: "هغوی ویل په داسې حال کې چې افغانان له سختو شرایطو سره مخامخ دي، دوی یې یوازې نه شي پرېښودلی".
"هغوی تل مقررات رعایتول، ان که دا مقررات به بدلېدل هم."
له نیول کېدو وروسته، دا جوړه له خپلو څلورو اولادونو سره د پیغام له لارې په اړیکه نیولو توانېدلي. کورنۍ یې پوهېده چې دوی د کورنیو چارو وزارت لخوا نیول شوي او هغوی ډاډ ورکړی و چې "ښه دي."
خو درې ورځې وروسته، دا پیغامونه بند شول او اولادونو له هغه وخت راهیسې هېڅ خبر نه دی ترلاسه کړی.
د دوی لور "ده ټایمز" ورځپاڼې ته ویلي: "زما مور ۷۵ کلنه ده او پلار مې نژدې ۸۰ کلن دی او د زړه درملو ته اړتیا لري، ځکه چې مخکې کوچنۍ سکته پرې راغلې وه. هغوی یوازې دا هڅه کوله له هغه هېواد سره مرسته وکړي چې مینه ورسره لري. دا ډېره د حیرانتیا خبره ده چې هغوی له دې کبله نیول شوي چې میندې او ماشومان یې روزل".
طالبانو ته لیک
د راپور له مخې، د هغوی اولادونو یعنې ساره او د هغې درېیو وروڼو، طالبانو ته یو لیک استولی او له هغوی یې غوښتي چې مور او پلار یې خوشي کړي.
"موږ نه پوهېږو چې د دوی د نیولو دلیل څه دی. هغوی پر تاسو باور کړی او دا تمه لري چې د افغان وګړو په توګه به ورسره ښه چلن وشي."
"موږ پوهېږو چې ځینې وختونه د لوېدیځو هېوادونو او ستاسو حکومت ترمنځ د بندیانو تبادلې ګټورې ثابتې شوې. خو زموږ مور او پلار تل ژمن وو چې افغانستان ته وفادار پاتې شي او هغوی ویلي چې دوی به خپل ژوند قرباني کړي، خو د فدیې د معاملو برخه نه شي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د بهرنیو چارو وزارت خبر دی چې دوه بریتانوي اتباع په افغانستان کې نیول شوي، خو د مرستې امکانات محدود دي، ځکه چې بریتانیا طالبان په رسمیت نه پېژني او په کابل کې سفارت نه لري.
د طالبانو رسمي سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې دوی په بامیان ولایت کې ځینې بریتانوي اتباع نیولي دي، چې ګومان کېږي د یوې نادولتي مؤسسې لپاره یې کار کاوه.
یوه طالب چارواکي ادعا کړې چې دا کسان ۲۰ ورځې وړاندې وروسته له هغه ونیول شول چې د بامیان د پولیسو قوماندانۍ یا د سرحدي امنیتي ځواکونو له خبرولو پرته یې له الوتکې ګټه اخیسته.
طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې اعلان وکړ چې ښځې د نادولتي مؤسسو لپاره کار نه شي کولی او تېر دسمبر الجزیرې راپور ورکړی و چې حکومت ویلي هره هغه نادولتي مؤسسه به وتړي چې ښځې پکې کار کوي.











