بريتانيا وايي طالبانو درې بريتانوي وګړي بنديان کړي

د ویډیو تشریح، بريتانيا وايي طالبانو دری بريتانوي وګړي بنديان کړي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېرې هڅې کوي چې له دریو بریتانوي کسانو سره چې په افغانستان کې د طالبانو مخفي پولیسو نیولي دي تماس ونیسي.

فکر کېږي له نیول شویو کسانو یو یې داسې څوک دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ ګې خطرناکو هېوادونو ته سفر کوي او پر انټرنټ ډېر مینه وال لري.

دوه نور بیا داسې کسان دي چې په افغانستان کې په هغه کور کې اوسېدل چې د بهرنیو مرستندویه کارکوونکو لخوا کارېده. پر همدې کور د چاپې پرمهال نیول شوي.