قطر وايي د حماس او اسرائیلو تر منځ لنډمهالی اوربند جمعه پيلېږي؛ لومړي پړاو کې ۱۳ يرغمل هم خوشي کېږي

اسراییل

د عکس سرچینه، Getty Images

قطر وايي د اسرائيلو او حماس ترمنځ لنډمهالی اوربند د جمعې په ورځ ځايي وخت سهار اووه بجې پيلېږي. پرون ویل شوي وو چې دغه اوربند به نن (پنجشنبه) پيل شي.

د حماس وسله والې څانګې عزالدین القسام هم تائید کړې چې څلور ورځنی اوربند به په غزه کې پر ځايي وخت سهار اوه بجې پیل شي.

د حماس د پوځي څانګې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ورځو کې به د تېلو څلور لارۍ او ۲۰۰ مرستندویه لاریو ته اجازه ورکړل شي چې غزې ته ننوځي.

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري چې هېواد یې د اوربند د ټینګولو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د خبرو اترو د منځګړیتوب دنده پر غاړه لري، ویلي، یرغمل شوي کسان چې د جمعې په ورځ خوشې کېږي ښځې او ماشومان دي.

د اسرائیلو د کابینې یو وزیر امیچای چکلي د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو او لنډمهاله اوربند د موافقې په غبرګون کې له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، چې دغه هوکړه د کابینې تر یوې اوږدې ناستې او رای ورکولو وروسته شوې ده.

نوموړي ويلي، "دا یوازې اوربند دی. موږ به د حماس پر ضد جګړه پای ته ونه رسوو."

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسراییل د نورو یرغمل شویو په بدل کې د اوربند په غځولو غور کوي، هغه وویل چې اسرائیل پر حماس باور نه لري چې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د قطر د بهرنیو د وزارت ویاند ویلي و، اسرائیلو، حماس، مصر او امریکا سره په ګډه "د اوربند د چټک پیلېدو او د اړینو اقداماتو د ډاډ ترلاسه کولو برخه کې چې دواړه خواوې یوې هوکړې ته غاړه کېږدي" کار او هڅې یې روانې دي.

قطري مرکچي محمد آل خلیفه سي اېن اېن خبري شبکې ته ویلي: "زمونږ کار لا نه دی ختم شوی."

د هغه په وینا: "د تاوتریخوالي د کمولو او اوږدمهاله اوربند لپاره به ښکېلو غاړو سره زمونږ خبرې دوام ولري."

اسراییل

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړي زیاته کړې، "پیل کې اسرائیلو ان دې ته غاړه نه کېښوده چې د لنډ مهاله لپاره دې جګړه ودروي، نو مونږ هیله لرو، پر همدغه ځای خپلې هڅې نه دروو او خپل کار ته دوام ورکوو."

د لنډمهالي اوربند له ځنډېدو سره هممهاله، اسرائیلي پوځ ویلي، غزه کې یې د حماس پر ۳۰۰ اهدافو بریدونه کړي دي.

د اسرائیلو پوځ پر اېلکس پاڼه (پخواني ټوېټر) لیکلي "پرون یې د عملیاتي مرکزونو، تر ځکمې لاندې جنګي تونلونو، د لاسي بمونو ګودامونو په ګډون پر نورو بېلابېلو اهدافو هوايي‌ بریدونه کړي."

اسرائیلي پوځ همدا رنګه د غزې په شمال کې د جبالیه پر شاوخوا سیمو د برید اعلان کړی او ویلي یې دي : "په بیت حانون کې یې موندلی تونل له منځه وړی دی."

"تمه ده د یرغمل کسانو خلاصون سبا پیل شي"

داسې حال کې چې یوه لوړ پوړي اسرائیلي چارواکي ویلي د یرغمل کسانو ازادېدل ځنډېدلي خو امریکا تمه ښودلې چې دا لړۍ به سبا (جمعه) پیل شي.

د امریکا ولسمشر ویاند تایید کړې چې، د حماس او اسرائیلو تر منځ هوکړه "په ښه وخت کې" شوې ده.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند آډرین واټسن له خولې ویل شوي چې دواړه خواوې د وروستي پړاو پر لوجستیکي جزیاتو او په ځانګړې توګه د پلان د پلي کېدو د لومړۍ ورځې لپاره پر طرحې کار کوي."

نوموړي وویل: "زمونږ اصلي موخه دا ده چې، ډاډ ترلاسه کړو یرغمل شوي بېرته خوندي خپلو هېواد ته ستانه شي دا پرېکړه ډېره پر وخت شوې او مونږ تمه لرو چې دا لړۍ د جمعې له ورځې پیل شي.

د اسرائیلو د ملي امنیت شورا سلاکار تزاچي هانګبي چارشنبه ناوخته ویلي و چې دا هوکړه به له جمعې مخکې پلي نه شي.

هغه د ځنډ لامل په ډاګه نه کړ.

اسرائیلو رسنۍ د یوه اسرائیلي چارواکي په حواله ویلي و چې، د هوکړې د پلي کېدو د ځنډ لامل د حماس او قطري منځګړي له خوا د هوکړې نه لاسلیکول یاد کړي و، خوزیاته کړې یې ده چې اسرائیل خوشبین دی چې د حماس او قطري منځګړي له خوا د هوکړې له لاسلیک وروسته به پلي شي.

اسرائیلو ته د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر سفر

اسراییل

د عکس سرچینه، Reuters

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کمرون نن پنج شنبه د نومبر پر ۲۳تمه، اسرائیلو ته په سفر تللی.

نوموړي ویلي :"ما غوښتل پخپله دلته راشم او د اکتوبر اوومې برید اصلي بڼه او وحشت چې تاسو تېر کړی، وګورم."

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر اسرائیلو کې د خبرو پر مهال د یرغمل کسانو پر خوندي خلاصون ټینګار کړی.

ښاغلي کمرون له هغو اړخونو چې په دې برخه کې پر هوکړه کار کوي غوښتي، چې یرغمل کسان ازاد کړي، جګړه د لنډ مهال لپاره ودروي چې دوی ډاډ ترلاسه کړي دا کار ترسره کېدونکی دی.

هغه ویلي: "دا هغه ورځ ده چې مونږ هیله لرو د دې بشري هوکړې شاهدان و اوسو. دا د یرغمل کسانو د خوندي ازادولو او د مرستو رسولو یو فرصت دی."

ټاکل شوې ده چې ښاغلي کمرون نن یو شمېر اسرائیلي ساسیونو او د یرغمل کسانو له کورنیو سره هم وګوري.