د حماس سیاسي مشر: له اسرائيلو سره د اوربند هوکړې ته نژدې شوي یوو

غزه

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock

د حماس ډلې مشر وايي، له اسرائیلو سره د اوربند یوې هوکړې ته د رسېدو په حال کې دي.

تر دې مخکې هم د اسرائیلي برمته شويو د خلاصون د احتمال په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.

په قطر کې د حماس د مشرانو او قطري منځګړو ترمنځ خبرې اترې روانې دي او د سره صلیب د نړیوالې ادارې مشر هم دغه هېواد ته سفر کړی چې د هوکړې د عملي کېدو په صورت کې ورسره مرسته وکړي.

د ځینو فلسطیني خبري اژانسونو او رسنیو د راپورونو له مخې اسماعیل هنیه ویلي، دې ډلې خپل پیغام "قطري وروڼو او منځګړو ته ورکړی دی." د ښاغلي هنیه په وینا: "موږ د اوربند موافقې ته نژدې شوي یو."

اسرائیلو په دې اړه کوم نوی خبر نه دی خپور کړی.

دا خبر تر هغه وروسته راځي چې یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل د "جګړې د اوربند" په بدل کې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو تړون تر بل هر وخت نژدې شوی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، پر دې باور دی چې د حماس لخوا پر اسرائیل د برید پر مهال د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو هوکړه نږدې شوې ده.

په دې وروستیو کې اسرائيل لخوا غزه کې د روانو عملیاتو د درول کېدو په بدل کې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو د احتمالي هوکړې په اړه رپوټونه ډېر خپرېږي.

امریکایۍ واشنګټن پوست ورځپاڼې یکشنبه یوه رپوټ کې ویلي و، په دې تړاو هوکړه نږدې ده‌ او په امریکا کې د اسرائیل سفیر میشل هیرزوګ هم راتلونکو ورځو کې د همداسې هوکړې هیله ښودلې وه.

بل خوا د راپورونو له مخې، د اسرائیلي یرغمل شویو کورنیو غړو د لومړي وزیر او د اسرائیلو د جګړې کابینې سره ناسته نیمه لار پرېښوده.

له دغو کسانو یوه یې د اسرائیلو ۱۲ چینل ته ویلي، د اسرائیلي جنګي کابینې له دوو غړو سره د لیدنې په پایله کې پوه شوي، چې د یرغمل شویو بندیانو خلاصون د دوی په لومړیتوبونو کې دی، خو د ټولې اسرائیلي کابینې سره تر ناستې وروسته ورته څرګنده شوه، چې د اسرائیلو حکومت ته د یرغمل شویو کسانو خلاصولو د "حماس له منځه وړلو" سره برابر مهم دي.

دغه کس چې د اسراييلي يرغمل شويو کسانو له ډلې څخه د تال شيمي د تره زوی دی، وويل: "موږ ټول په دې باور يو چې د يرغمل شويو کسانو ازادي بايد تر ټولو مهمه وي."