اسرائیل: د امنیتي کمرو تصویرونو کې ښکاري چې ځینې یرغمل شفا روغتون ته راوړل شوي

د عکس سرچینه، IDF
د اسرائیل پوځ د امنیتي کمرو ځینې ویډیوګانې خپرې کړي او ادعا کوي چې حماس د اکتوبر اوومې د برید پر مهال ځینې یرغمل کړي کسان چې ټپیان دي، د غزې الشفا روغتون ته وړي دي.
د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هګاري ویلي د دوی یو ۱۹ کلنه یرغمل شوې سرتیرې چې د اسرائیلو په یوه برید کې ټپي شوې وه، د حماس لخوا وژل شوی ده.
دوی تر الشفا روغتون لاندې د یوه تونل د موندلو ادعا هم کړې.
حماس په دې تړاو تازه غبرګون نه دی ښودلی خو مخکې یې دا ډول تورونه رد کړي دي.
غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي چې له څه باندې یوه میاشت راهیسې د اسرائیلو بمباریو او بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۱۳ زرو اوښتی چې پنځه زره پکې ماشومان دي.
هممهاله اسرائیل ویلي چې د غزې ځمکنيو عملیاتو پر مهال یې تازه شپږ نور پوځیان وژل شوي دي.
له دې سره د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو اسرائیلي ځواکونو شمېر ۶۳ تنو ته رسېدلی دی.

د عکس سرچینه، EPA
بلخوا د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ویلي چې له الشفا روغتونه یې ۳۱ له وخت مخکې زېږېدلي ماشومان د غزې سویل ته لېږدولي او ټاکلې چې د رفح بندر له لارې مصر ته ولېږدول شي.
ټېډروس اډهانوم ګېبرېسوس وايي، د اسرائیلو د بریدونو له کبله د الشفا روغتون امکانات درېدلي او دغه ماشومان د برېښنا او نورو امکاناتو د نشتوالي له کبله له ځانګړو ماشینونو ویستل شوي او ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ و.
د فلسطین د سره صلیب کمیټې یوه کار کوونکې نیبل فرسخ وايي، د دغو ماشومانو د لېږدولو بهیر خورا ستونزمن و.
دی وايي: "دا ډېره ستونزمنه پروسه وه ځکه چې ان امبولانسونه مو هم ورته چمتو نه وو. موږ د ماشومانو تودو ساتلو ځانګړي ماشینونه نه لرو نو اړ وو چې دغه ماشومان د بدن د تودوخې ساتلو لپاره پر پاڼو وپوښو. له نیکه مرغه ومو کړای شول چې هغوی د متحدو عربي اماراتو اړوند یوه روغتون ته ولېږدوو."
ښاغلی فرسخ زیاتوي "له بده مرغه دوه تنه مړه شول نو له همدې امله موږ یوازې دیرش ماشومان انتقال کړل او ډیری یې اوس مور او پلار نه لري ځکه چې د دوی میندې او پلرونه بمباریو کې وژل شوي. د ځینو نورو ماشومانو والدین وړاندې اړ کړای شوي وو چې له دې ځایه لاړ شي."

د عکس سرچینه، WHO
د اماراتي روغتون ډاکترانو ویلي، دغو ماشومانو وزنونه بایللي او سخت اغېزمن شوي دي.
د سره صلیب کمیټه وايي، د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره په همغږۍ چمتووالی روان دی چې دغه ماشومان د رفح بندر له لارې مصر ته ولېږدول شي.
د اسرائیلي پوځ او حماس ترمنځ د جګړې له کبله د غزې تر ټولو لوی روغتون الشفا کې خدمتونه د امکاناتو د نشتوالي له کبله په ټپه درېدلي.
اسراییلي ځواکونو دغه روغتون محاصره کړی او پکې پلټنې کوي. دوی ادعا کوي چې د دغه روغتون لاندې د حماس د قومندې مرکز دی.
د ډاکترانو یوه نړیواله ډله، چې د شنبې پر ورځ دغه روغتون ته ورغلې وه، هغه د مرګ زون بللی دی.
دوی ویلي دغه روغتون کې د ډزو او مرمیو نښانونه لیدل کیږي او په عمومي دروازه کې یې ډله ییز قبر دی چې د امکاناتو د نشتوالي له کبله پکې شاوخوا ۱۸۰ کسان ښخ کړای شوي دي.

د عکس سرچینه، REUTERS
بلخوا د قطر لومړي وزیر ویلي دي چې په غزه کې د یو شمیر اسرائیلي یرغمل شویو د خوشې کولو په اړه یوې هوکړې ته د رسیدو ننګونې اوس ډیرې لږې دي.
محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وویل، په خبرو اترو کې هغه ټکي چې قطر یې د منځګړي رول لوبوي، اوس عملي دي.
تر دې مخکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم ویلي، چې اسرائیل، حماس او امریکا د حماس لخوا پر اسرائیل د برید پرمهال له یرغمل شویو کسانو د ښځو او ماشومانو د خوشې کولو هوکړې ته نژدې شوي دي.
په بدل کې به اسرائیل غزه کې روانه جګړه د پنځو ورځو لپاره دروي. سپینې ماڼۍ ویلي تراوسه داسې کوم تړون نه دی شوی.

د عکس سرچینه، IDF
ورته مهال رپوټونه وايي، په یمن کې ایراني پلوه حوثي ملیشو په سور سمندرګي کې د اسرائیلو یوه باروړونکې کښتۍ نیولې ده.
حوثیانو څو ورځې وړاندې ګواښ کړی و چې دوی به د اسرائیلو اړوند هر ډول کښتۍ په نښه کړي.
خو د اسرائیل پوځ ویلي، دغه کښتۍ د دوی نه ده او په سپرو کسانو کې یې هم څوک اسرائیلی نشته.
خو د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دې کښتۍ برمته کول غندلي او دا یې پر یوه نړیواله کښتۍ د ایران برید بللی.











