قطر: د برمته کسانو پر خلاصون د حماس او اسرائیل هوکړه شونې ده

قطر

د عکس سرچینه، Reuters

د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني وایي، د حماس لخوا د برمته شویو اسرائیلي وګړو د خلاصون مخکې ډېر "واړه خنډونه " پاتې دي.

د قطری لومړی وزیر چې هېواد یې له امریکا سره په ګډه د دې روان کړکېچ د حل لپاره هلې ځلې کوي وایي، ښايي د حماس او ارائیل تر منځ د برمته کسانو پر خلاصون هوکړه وشي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې هم د امریکايي سرچینو په حواله رپوټ ورکړی، چې د امریکا په منځکړیتوب په قطر کې د روانو خبرو درشل کې د برمته کسانو د ازادولو پر سر ښایي نږدې ورځو کې یوه هوکړه وشي.

بل خوا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند اډرین واټسن په خپله ایکس پاڼه لیکي چې هوکړه لا هم نه ده شوې خو وایي "موږ هوکړې ته د رسېدو لپاره سخت کار کوو. "

په همدې لړ کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، د برمته کسانو د ازادولو لپاره به لنډمهاله اوربند ومني خو په ټولیزه توګه یې د اوربند اعلانول رد کړي دي.

د جګړې دوام او تازه مرګ ژوبله

غزه

د عکس سرچینه، EPA

اسرائيل داسې مهال اوربند ردوي، چې د دې هېواد لخوا په غزه هوایي بریدونه او دارنګه ځمکني عملیات روان دي.

تېره شپه هم د غزې په مرکز او سویلي برخو هوایي بریدونو کې نږدې ۱۵ کسان وژل شوي.

د فلسطیني سرچینو په وینا دیارلس کسه یوازې د غزې مرکز کې د بې ځایه شویو خلکو پر کمپ د برېد پر مهال وژل شوي.

دارنګه په سویلي ښار خان یونس کې د ېوې مېرمنې او ځوانې لور په ګډون یې د څو تنو د وژل کېدو رپوټ ورکړل شوی.

په لویدیځه غاړه کې بیا د اسرائیلي ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو کې هم یو ۴۵ کلن سړی وژل شوی دی.

د رپوټونو له مخې اسرائیلي ځواکونه د بې ځایه شویو خلکو په کمپونو کې په دې موخه عملیات کوي چې په وینا یې د حماس په وسله والو پسې ګرځي.

الشفا روغتون او روغتیایي وضعیت

الشفا

د عکس سرچینه، WHO

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د غزې په الشفا روغتون کې لا هم ۲۹۱ ناروغان پاتې دي.

دا هغه ناروغان دي چې تېره ورځ یې د دې توان نه درلود چې له روغتونه ووځي او یا هم ډېر واړه ماشومان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، تېره ورځ یې له روغتونه د لېدنې پر مهال موندلې هغه کسان چې هلته پاتې دي ټول یې سخت ټپیان، سوځېدلي او یا هم نورې سختې ناروغۍ لري.

په روغتون کې لا هم پنځه ویشت روغتیایي کارکوونکي د دې خلکو په درملنه بوخت دي.

په همدې ترڅ کې ملګري ملتونه غزې ته د کمو سوند توکو اجازه د دې لامل شوې چې دوی یې په ویش کې له ستونزو سره مخ شي.

دغه نړیوال سازمان وایي ټولو خلکو ته د مرستو رسولو لپاره اړتیا لري چې د تیلو اوسنی اندازه دوه برابره ډېره شي.