په غزه کې شخړې؛ دواړو غاړو په اوربند هوکړه کړې

Rescue worker at scene of an Israeli air strike in Gaza Strip

د عکس سرچینه، Reuters

داسې هیلې شته، چې اوربند به په غزه کې د اسرائیلو او د فلسطین د اسلامي جهاد ډله (پي ای جې) ډلې ترمنځ پنځه ورځنۍ جګړه پای ته ورسوي.

اسرائیلو د تیرې سه شنبې په ورځ د لمر له راختو سره په غزه خپل پوځي عملیات پیل کړل.

په هر حال، یاد اوربند په یو ډول زړه نا زړه حالت کې پیل شو.

د اوربند د پیل ساعت د شپې لس بجې وې خو له همدې وخته اوښتې تر دوو نورو ساعتونو پورې دواړو غاړو پر یو بل ډزې کولې.

د غزې او اسرائیلو ترمنځ اوربند د مصر په منځګړیتوب شوی دی.

مصر له دواړو خواو غوښتي دي، چې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

Israeli soldiers in Gush Etzion (file photo)

د عکس سرچینه، Getty Images

واشنګټن د دې اوربند هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې امریکايي چارواکو له خپلو سیمه ئیزو همکارانو سره په دې برخه کې مرسته کړې ده.

د اوربند له هوکړې وروسته تر دوو ساعتو پورې د بریدونو غږونه اورئیدل کېدل.

په ورته وخت کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د یوه بیان په ترڅ کې د هوکړې خبر خپور کړی.

نتنیاهو له مصر څخه مننه کړې، چې د اوربند په رامنځ ته کولو کې یې هلې ځلې کړې.

د فلسطین اسلامي جهاد هم د اوربند هوکړه تایید کړې او ویلي دي: "تر هغه چې نیواکګر(اسرائیل) اوربند مني، موږ یې هم منو."

په غزه کې د سه شنبې په ورځ (۰۹/۰۵/۲۰۲۳) د نښتو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۳۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

اسرائیل ادعا کوي، چې یوازې د اسلامي جهاد اړونده ځایونو یې په نښه کړي دي.

د اسرائیلو د عملیاتو په لړ کې د اسلامي جهاد درې مشران په خپلو کورونو کې ووژل شول.

People react following an Israeli strike that killed senior Islamic Jihad commander Iyad al-Hassani in Gaza City (12 May 2023)

د عکس سرچینه، Reuters

په دې بریدونو کې لس ولسي وګړي، چې د جهادي ډلې ګاونډیان او خپلوان وو هم وژل شوي دي.

له بل پلوه د اسرائیلو پر لوري د فلسطیني ځواکونو لخوا توغول شویو راکټونو یو اسرائیلی او یو فلسطینی وژلی دی.

یاد فلسطیني په اسرائیلو کې کار کاوه.

د اسلامي جهاد وسله والې ډلې بیا په اسرائیلو له زرو څخه ډیر راکټونه وتوغول، چې ډیری یې ځمکې ته له رسیدو دمخه دفع او ویجاړ شول.

له اوربنده مخکې د اسلامي جهاد ډلې اعلان کړی و، چې تر هغه اسرائیل د دوی د مشرانو له وژلو لاس نه وي اخیستی دوی به د راکټونو توغولو ته دوام ورکوي.