اسرائیل او جرمني د فلسطین ولسمشر څرګندونې وغندلې

د عکس سرچینه، EPA
اسرائیل او جرمن مشرانو د فلسطین ولسمشر هغو څرګندونو ته سخت غبرګون څرګند کړی، چې وايي، اسرائیل د دوی د خلکو پر ضد ۵۰ ځله هولوکاسټ 'د نازي جرمني لخوا د یهودانو ډله ییزه وژنه 'ترسره کړی. محمود عباس د پنجشنبې پر ورځ برلین کې د جرمني له چانسلر یا صدراعظم اولاف شولز سره د یوې ګډې خبري غونډې پر مهال دا ادعا وکړه.
ښاغلي شولز د دې غونډې پر مهال د فلسطیني ولسمشر د څرګندونو په تړاو هېڅ و نه ویل، خو وروسته یې د نوموړي څرګندونې ''د نه منلو او نه زغملو وړ '' وبللې.
د اسرائیل لومړي وزیر یائر لاپید بیا د ښاغلي عباس تورونه ''نه یوازې اخلاقي رسوايي، بلکې شیطانی دروغ '' بللي. نوموړي په یوه ټویټر بیغام کې ویلي: ''د یو نیم میلیون ماشومانو په ګډون شپږ میلیونه یهودان په هولوکاسټ کې وژل شوي وو، تاریخ به دی هېڅکله و نه بخښي. ''
له دې نیوکو وروسته ښاغلي عباس په یوه اعلامیه کې وویل: ''هولوکاسټ د بشریت په عصري تاریخ کې تر ټولو ناوړه جرم دی. ''
ښاغلي عباس د دې لپاره جرمني ته سفر کړی چې د ملګرو ملتونو سازمان بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو او له اسرائیل سره له اوږدې مودې راهیسې په ټپو ولاړو خبرو پیلولو لپاره د دې هېواد ملاتړ ترلاسه کړي.
له جرمن صدراعظم سره له لیدو وروسته خبریالانو له نوموړي وپوښتل چې ایا په میونیخ اولمپیک لوبو کې پر اسرائیلي لوبغاړو د فلسطیني سخت دریځو د برید په تړاو د بخښنې غوښتو اراده لري؟ نوموړي له مخامخ ځواب ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل: ''که موږ غواړو چې ماضي ته ستانه شو، مخکې درځئ. له ۱۹۴۰ راهیسې تر نن ورځې اسرائیل په فلسطیني کلیو او ښارونو کې ۵۰ ډله ییزې وژنې کړې دي، په دیر یاسین کې، په تنتورا، کفر قاسم او ډېرو نورو ځایونو کې، ۵۰ ډله ییزې وژنې، ۵۰ ځله هولوکاسټ، او تر نن ورځې، هره ورځ اسرائیلي پوځیان وژنې کوي. ''
د خبرې غونډې پر مهال ښاغلی شولز داسې ښکاریده چې د ښاغلي عباس څرګندونې نه تائیدوي، خو هغه تر هغه مهاله چې سلاکارانو غونډه پای ته ورسوله، هېڅ و نه ویل، بلکې ښاغلي عباس ته یې لاس هم ورکړ. خو له هغه څو ساعته وروسته بیا نوموړي د جرمني بایلد ورځپاڼې ته یوه بیان کې د ولسمشر عباس څرګندونې وغندلې.




