محمود عباس: له دې وروسته د امریکا د سولې وړاندیزونه نه منو

د عکس سرچینه، AFP
د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي له دې وروسته به فلسطینیان په منځني ختیځ کې د امریکا رول ونه مني.
ښاغلي عباس دا خبرې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل چې امریکا نور د منځني ختیځ صادق منځلاری نه دی. نوموړي زیاته کړه "موږ د امریکا له لوري وړاندې شوی هېڅ پروګرام نه منو ځکه دوی بې پرې نه دي او نړیوالو قوانینو ته درناوی نه کوي."
د ملګرو ملتونو لخوا د ټرمپ د وروستۍ پرېکړې په هکله چې بیت المقدس یې د اسراییلو د پلازمینې په توګه پېژندلی رایه ورکړه.
ښاغلي عباس وویل چې نړیوالو ثابته کړه چې دوی له حق سره ملګري دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
محمود عباس باور لري چې که امریکا خپل سفارت بیت المقدس ته واستوي دا به نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې وي. ده زیاته کړه چې د اسراییلو پر وړاندې باید اقدام وشي چې د عیسویانو او مسلمانانو ځمکې یې نیولې او هغوی ترې شړي.
ښاغلي مکرون خبري کنفرانس ته وویل: "که یې وخت راورسېږي موږ به فلسطین په رسميت وپېژنو."
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې لخوا پر دې هکله رایه د امریکا له پرېکړې وروسته واچول شوه. په دې رایه اچوونو کې د ۱۲۸ هېوادونو استازو د امریکا د پرېکړې خلاف ، ۹ موافق او ۳۵ هېوادونو بیا سپینه رایه وکاروله.
د امریکا او اسرایيلو تر څنګ یوازې شپږو نورو هېوادونو د دغې پرېکړې د نه منل کېدو خلاف رایه وکاروله.
د محمود عباس ویاند وویل چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې رایه د فلسطین لپاره "لویه بریا" ده.










