د فلسطین ولسمشر نن پر درې ورځني سفر پاکستان ته ځي

محمود عباس

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا پاکستان ته د ولسمشر عباس دریم سفر دی

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د درې ورځني رسمي سفر لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ځي.

د دغه سفر بهیر کې به ولسمشر محمود عباس او د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف اسلام اباد کې د فلسطین سفارت هم پرانیزي.

له دې مخکې محمود عباس په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۳ کلونو کې پاکستان ته تللی و. پاکستان حکومت ۱۹۹۲ کال کې د فلسطین سفارت لپاره ځمکه ځانګړې کړې وه.

د سفر پر مهال به ښاغلی عباس د پاکستان له ولسمشر او یو شمېر نورو مشرانو سره هم وویني.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا له ښاغلي عباس سره ملګري پلاوي کې به پنځه وزیران او ۱۷ نور چارواکي هم وي.

پاکستان کې د فلسطین سفیر ولید ابوعلي ویلي، د خپلواک فلسطین ملاتړ او د سفارت ودانۍ له کبله د پاکستان منندوی دي. د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې د نوموړي له قوله ویل شوي، چې د اسلامي نړۍ د مسایلو حل لاره کې د پاکستان هلې ځلې د ستایلو وړ دي.